په یوه رادیویي مرکه کی د استرالیا د مهاجرت وزیر پیټر ډوټن ویلي، "زه غواړم تایید کړم چی امریکایي چارواکي همدامهال د مانوس په توقیف خونه کی د کډوالو څخه مرکې اخلي، تر څو هغوی متحده ایالاتو ته انتقال کړي، د هغه تړون له مخې چی د اوباما د ادارې سره شوي وه."

نوموړي دا هم وویل، "تر دی دمخه د امریکا د مهاجرت دغه چارواکي د نایرو توقیف خونې ته د کډوالو د مرکو اخیستلو لپاره تللي وو او بیا هم پلان لري چی لاړ شي او د پاتې کډوالو څخه هم مرکې واخلي."
نوموړي زیاته کړه، " زمونږ هدف دا دی چی ژر تر ژره له دغو توقیف خونو څخه لمړی ښځې او ماشومان او بیا پاتی ټول کډوال اوباسو."

اخوا د استرالیا د مهاجرت وزارت یو بل لوړپوړي چاروکي پال ډګلس یوې محکمې ته ویلي چی د مانوس توقیف خونه به د روان کال تر پایه وتړلی شي.

محکمې دغه چارواکې د حامد په نوم د یو بندي پناه غوښتونکي د مړینې په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره راغوښتې وو.

حامد په ۲۰۱۴ کال کی د مانوس په توقیف خونه کی د یو داسې ناروغۍ له امله مړ شو چی د ډاکټرانو په وینا درملنه یې شونی وه، خو په دغه توقیف خونه کی ورته سمه پاملرنه نه وه شوې.