د سریلانکا لمړی وزیر رانیل ویکرم سېنګ د تېرې چهارشنبې په ورځ استرالیا ته تللې وو.

نوموړي د استرالیا د لمړي وزیر مالکم ټرنبل سره په یوه کنفرانس کې له هغو سریلانکایي کډوالو وغوښتل چې خپل هیواد ته راستانه شي کوم چې استرالیا ته په غیرقانونې ډول مهاجر شوي او دا مهال په دغه هیواد کې د قبلېدو په تمه په توقیف خونو کې ژوند تېروي.

د خبریالانو په ځواب کې چې، آیا د دغو کډوالو بېرته ستنیدل به سریلانکا ته خوندي وي؟ ښاغلي ویکرم سېنګ وویل، "مونږ دا مهال په هیواد کی د خپلو ورکو شوو هیوادولو لپاره یو ځانګړې دفتر لرو، چې د کورنیو سره مرسته کوي ترڅو خپل ورک شوي عزیزان پیدا کړي. مونږ په دی هکله جدي یو. د دوی لپاره سریلانکا اوس کاملآ خوندي او مخفوظه ده."

نوموړي اضافه کړه، "که څه هم دوی سریلانکا په غیرقانوني ډول پریښې اوقانون یې مات کړې، خو بیا هم مونږ دوی ته بخښنه کوو او که سریلانکا ته بېرته راستانه شي نو دوی به نه محاکمه کوو."

راپورونه وایي چې ډېری دغه کډوال د سریلانکا د تامیل اقلیت قوم پوری تړاو لري چې د دغه هیواد د سیاسي وضعیت له امله استرالیا ته مهاجر شوي.

د تامیل پړانګانو په نوم مخالفې ډلې د سریلانکا حکومت سره ۲۶ کاله اوږده د بېلتون غوښتنې کورنۍ جګړه وکړه چې په ۲۰۰۹م کال کې پای ته ورسیده. تر دی وروسته ځینی تامیلیان له دې وېري چې ممکن په دغه هیواد کې به محاکمه شي، استرالیا او نورو هیوادونو ته کډوال شول.