د استرالیا حکومت غواړي چی ټول هغه کډوال خپلو هیوادونو ته بیرته ستانه کړي چی د پناه غوښتنې ادعا یې رد او د مهاجرت چاروکو لخوا د پناه غوښتونې مستحق نه دي پیژندل شوي.

دغه هیواد حتی چمتو دی چی هر پناه غوښتونکي ته چی په خپله خوښه بیرته خپل هیواد ته ستنیږي تر زرهاو ډالرو پوری پیسې هم ورکړي.

د مانوس په توقیف خونه کی تر ۱۲ زیاتو بنګلادیشی او نیپالي پناه غوښتونکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چی استرالیایي چارواکو ورته وړاندیز کړی که چیرته تاسې خپلو هیوادونو ته ستانه شئ، نو تر پنځه ویشت زره ډالرو پوری مالي مرسته به هم ترلاسه کړئ.

د مهاجرت چارواکو هم رویټرز ته دا تایید کړې چی کډوالو ته یې د پیسو وړاندیز کړی خو دا یې هم ویلي دي، که چیری رد شوي پناه غوښتونکي ستنیدلو ته زړه ښه نه کړي نو د دغه هیواد او نړیوالو قوانینو سره سم به په اجباري توکه خپلو هیوادونو ته ولیګل شي.

د استرالیا په سمندري توقیف خونو کی اوسمهال تر دوه زرو زیات کډوال ساتل کیږي چی دغه هیواد ته په ناقانونه لارو راغلي. په دغو کډوالو کې زیات یې سریلانکایان، ایرانیان او افغانان دي.

که څه هم د استرالیا حکومت د خپلو سمندري توقیف خونو لګښت نه ښکاره کوي، خو د یونسف د تیر کال د راپور له مخې دغه هیواد د کډوالو په وړاندي په خپله پالیسۍ په تیرو دریو کلنو کی تر ۷ میلیارد ‌‎ډالرو زیات لګولي.