د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ټولټاکنیز نظام سمون

احمدجان تڼی 31.07.2016 01:00

د کابل ادارې مشرانو بیا دا څرګندونی کړي چی دوی غواړی د ټولټاکنو په سیستم کی اصلاحات راولی. مګر هر وار چی د کابل اداری لومړی لمبر چلونکی په دی هکله فرمان ، ولسی جرګی ته ځی د جرګی د ګډون کونکو له خوا رد کیږی.
اوس د کابل اداری مشران په دی فکر کی شوی دی چی د ټولټاکنو په سیستم کی د اصلاحاتو د پاره بله لاره پیدا کړي.
خو پوښتنې دا پیدا کیږی چی ولی د کابل اداری مشران دومره شله دی چی د ټولټاکنو په سیستم کی بدلون راشی ؟ او یا ولی د ولسی جرګی غړی دا ډول بدلونونه نه منی ؟ او یا د افغانستان ټو ل مترفی کسان او ډلی دی بدلونونو ته د شک په سترګو ګوري؟ او یا مزدوری تنخواه خوړونکی (( مدنی )) ډلګۍ ولی د ټولټاکنو په سیستم کی د کابل د اداری د مشرانو له خوا د اصلاحاتو ملاتړ کیږی؟
په دی کی شک نشته چی د ټولټاکنو په سیستم کی خورا زیاتی نیمګړتیاوی موجودی دی . په افغانستان کی د ټولټاکنو سیستم داسی برابر شوی دی، چی د یوی خوا د زورو واکانو او جنایت کارانو د پاره یی پارلمان ته د ننوتلو زمینه برابره کړی ده .همدارنګه د ټولټاکنو سیستم دا ډول مهندسی شوی دی ځینی ولایتونه وکولی شی زیات کسان پارلمان ته ولیږی مګر ځینی ولایتونه د خپل نفوس په تناسب ډير کم استازی پارلمان ته لیږی. چی زیاتره پښتنی ولایتونه په پورتنی دوهمه ډله کی راځي.
که څه هم د ټولټاکنو اوسنی میکانیزم ، فساد ، زورواکی او لوټماری ته لاره هواره کړیده مګر بیاهم واکمنی پاشیستی کړۍ د خپل راتلونکی څخه ویریږی نو لدی امله زیار باسی چی د مختلفو لارو څخه خپل واک دایمی کړي.
دا ډلی هڅه کوي چی د پارلمان څوکی د سیاسی ګوندونو په نوم په خپلو منځو کی وویشی.په داسی حال کی چی په افغانستان کی په واقعی مانا سره سیاسی ګوند وجود نلری. په افغانستان هغه ډلی چی ځانو ته سیاسی ډلی یا ګوندونه وایی ، دوی پوځی ملیشاوی لری ، د دولتی واک څخه د شخصی او تنظیمی ګټو له پاره کار اخلی . د دی ډلو څخه یی زیاتره د هیواد څخه په بهر کی جوړې شوی دی د خلکو په وینا تر ډیره بریده د نوموړو هیوادونو د اغیزو څخه بهر نه دي.
ددی ډلو موخی او هدفونه ملی او سراسری نه دی د زیاترو ډلو مشران په خپلو ویناو کی د (( مردم ما)) کلمه استعمالوی چی د دی کلمی څخه یی موخه (( مردم افغانستان ))نه دی بلکی د هغوی موخه (( قوم ، زبان و مذهب مربوط)) ده چی دا د هیواد د پاره ډير ګواښمن عمل دی.
دا سیاسی – ملیشایی ډلی چی زیاتره یی د توکم ، ژبو او مذهب شاته پټیږی په هیواد کی یی ستری ستونزی رامنځته کړی دی. یو ټکی باید ووایو چی دا د نوموړو سیاسی – ملیشایی ډلو څخه یوه هم داسی ډله نشته چی په هیواد کی سراسری وجود ولري.
په نوموړو ډلو باندی د پارلمان څوکیو ویشل افغانستان د یوی ستری تباهی سره مخامخ کوي. د دا ډول سمون په رامنځته کولو سره به دموکراسی نوم هم د هیواد د سیاسی اصطلاحاتو له جملی څخه پاک شی.
همدارنګه پورتنی کړۍ غواړی چی په اړوندو کمیسیونو کی د خپلو ډلو کسان ځای په ځای کړي تر څو له دی لاری په ټولټاکنو کی د خپل نوماند بری یقینی کړي.
باید ووایو چی د افغانستان په تیرو اولسمشری په ټولټاکنو کی زیاتی ګډوډی را منځته شوی . د خلکو په باور تر ډیره بریده په نوموړو ټولټاکنو کی د ګډوډی مسوولین په خپله د اوسنی اداری غبرګ مشران دی. همدی مشرانو ټولټاکنی بدنامه کړی او هم دا مشران چی د یوه غیرقانونی میکانیزم د واک په ګدی کیناستل.
ددی څخه په پارلمانی ټولټاکنی لویه رسوایی رامنځته شوه او د افغانستان خلک په دی په بشبړه توګه باوری شول چی د پارلمان زیاتره غړی د غیرو شفافو لارو څخه پارلمان ته ولاړل . همدا خبره ده چی اوس مهال د پارلمان زیاتره غړی په غیر قانونی کارونو او لوټماریو باندی بوخت دی.
اوسنی مشران بیا هڅه کوی راتلونکی ټولټاکنی تر خپلو اغیزو لاندی راولی او د خلکو د مستقلانه دموکراتیک خوځښت مخنیوی وکړي.
په عمومی توګه په فاسدو او په جنایتونو ولاړو نظامونو کی د رڼو ، سراسری او د قانون سره سم ټولټاکنو تر سره کول ناممکن دی اوهر ډول پایلی چی په نوموړو نظامونو کی د تر سره شوو ټاکنو په پای کی اعلان کیږی ، هغه په ګنډکاپۍ او دوکه باندی ولاړې وي.
د افغانستان اوسنی نظام هم په فساد ، جرم اوجنایت ، دوکه او لوټماري باندی ولاړ دی په نوموړي نظام کی چی هر ډول ټولټاکنی تر سره شی هغه د خلکو اراده نه تمثیلوي.
که څه هم د افغانستان خلکو په تیرو ټولټاکنو کی په پراخ ګډون سره هڅه وکړه چی داسی ټولټاکنی تر سره کړي چی پایلی یی د خلکو اراده تمثیل کړي.
مګر نوموړو ټولټاکنو ته واکمنوکړیو کوم درناوی ونکړ. هغه یی په مختلفو بڼو سره بدنامه کړې. د یوې خوا ټولټاکنو کی جعلکاري په لوړه سویه موجوده وه او د بلی خوا واکمنو کړیو په قصدی توګه هڅه وکړه چی نوموړی ټاکنی بدنامی کړي.
که څه په تیرو ټولټاکنو کی د خلکو د پراخ ګډون موخه داوه چی په هیواد کی ژور بدلونونه رامنځته کړل شی او د هغه پایله کی فاسد نظام شته والی پای ته ورسیږی او د یوه نوی نظام بنسټ کیښودل شی چی په سیاسی اصطلاح د یوه نوی ملی دموکراتیک انقلاب د پیل د پاره زمینه برابره شی.
مګر د خلکو دا اراده د ارګ او د ارګ همکارو واکمنو کړیو له خوا د ستونزو سره مخامخ شوه. د ټولټاکنو پایلی د اساسی قانون د احکامو سره سمی اعلان نه شوی او د فاسد نظام د ساتلود پاره د فاسدو کړیو تر منځ د امریکا په همکاری سره ، د افغانستان د خلکو د ارادی د خلاف ، یو ناوړه توافق رامنځ کړل شو.
ددی توافق پر بنسټ سره را منځته شوی اداره یو کثیفه ، فاسده اوغیر قانونی اداره را منځته شوه. په هیواد کی لوټماری ، جرمونه او جنایتونه لوړو پړاوونو ته ورسیدل.
لوږه او وزګارتیا ، بی امنیتی ، چور اوچپاول ، بی قانونی او لوټماری لوړو پړاونو ته ورسیده. د خلکو د پاره ددی فاسد نظام تر سیوری او واکمنی لاندی ژوند د زغم څخه ووت.
د افغانستان خلک بدلون غواړی داسی دموکراتیک بدلون ، چی هیواد کی د خلکو اراده حاکمه وي او د هیواد د پرمختګ د پاره زمینه برابره شی. لوږه ، وزګارتیا ، جرمونه او جنایتونه له منځه ولاړ شی او خلک وکولی شی په امنیت او هوسایی کی ژوند وکړي.
د خلکو دا ارمانونه هغه مهال پوره کیږی چی اوسنی لوټماره ، په جنایتونو کی ککړې او مزدورې کړۍ د واک څخه ګوښه کړل شي. دا جنایتکاره کړۍ په دوو بڼو سره د واکه شړل کیدای شی:
لومړی : په زور د واک څخه ګوښه کول ،
دوهم : د قانونی لارو څخه د هغوی ګوښه کول.
اوس مهال د امریکایی پوځي قوتونو شته والی ، د پنجاپ د وسله وال فعالیتونه او په دولتی ارګانونو باندی د نوموړو کړیو منګولی ددی سبب کیږی چی د زور له لاری ددی کړیو شړل ستونزمن اوهم زیاته ورانی او تلفات را منځته کیږی،
نو ځکه ښایی خلک بیا د قانونی ( ټولټاکنو) له لاری د واک څخه د واکمنو جنایتکارو کړیو د شړلو هڅه وکړي. د همدی ویرې له امله اوسنی حاکمه کړۍ په دی هڅه کی دی چی د د ټاکنیز نظام د اصلاح په پلمه ددی سیستم په سر کی داسی کسان وګوماری چی د جعلکاریو له لاری په نظام کی د دوی واکمنی تضمین کړي.
باید ووایو چی د هیواد په اساسی قانون کی د ټولټاکنو اوصول په ښه توګه بیان شوی دی مګر د ټولټاکنو د تر سره کولو د پاره داسی میکانیزم را منځته کړل شوی چی په هغه کی هڅه وشوه چی د خلکو د ارادی د انعکاس مخه ونیول شی.
د ولسوالی په ځای د ولایت د ټاکنو د سیمی ټاکل.
ددی څخه موخه دا وه چی د فاسدو کړیو د پاره د جعلکاریو زمینه برابره کړل شی او هم خلک په دی تیرایستل شی چی ښایی بریالی نوماند به زیاتی رایی تر لاسه کړي وي. همدارنګه خلک به ونه کولی شی په جعلی توګه د بریالی شوی کاندید سره حساب او کتاب وکړي.
همدارنګه بله موخه داوه چی په قصدی توګه د نا امن کړل شوو ولسوالیو او سیمو څخه کسان ونه کولی شی د خلکو استازی بریالی شی. او پارلمان ته ولاړ شی. مثلا د غزنی ولایت د یوی ولسوالی څخه د ټولو هزاره توکم پوری د استازو راتلل او په مقابل کی د څوارلسو ولسوالیو د حق تر پښو لاندی کول. چی ورته پیښی په غور، وردګ ، کندز ، بغلان ، تخار ، بلخ ، هرات او نورو ولایتونو کی را منځته شوی په نو موړو ولایتونو کی د پښتنو استازیتوب ډیر محدود کړل شو.
د ولایتونو د نفوسو غیر واقعی تخمین:
د حامد کرزی په حکومت کې چی د واک اصلی واګې د متعصبو پاشیستی کړیو ( چې په عمده توګه یی د پښتنو سره د دښمنی اجندا درلوده) په لاس کې وې. دې کړیو زیار وایسته چی د ټولټاکنو د بهیر له پاره داسی میکانیزم را منځته کړي چې په پارلمان کی د پښتنو شته والی محدود کړي نو ځکه :
• دوی پښتنو سیمو کې نفوس تر ریښتینی اندازې څخه یو په دریمه کم تخمین کړی دی تر څو په پارلمان کی د دوی وکیلانو شمیر محدود شی . د ساری په توګه د خوست ولایت چی په رښتینی توګه د یو نیم میلیون څخه زیات نفوس لری یوازی دوه یا درې وکیلانو برخه ورکړل شوی ده په داسی حال کی چی د قانون مطابق ددی ولایت نفوس سره سم باید لس تنه وکیلان په پارلمان کې ولري. په همدې ډول د پکتیا، پکتیکا،هلمند او داسی نورو د پښتینی سیمو ولایتونو .
• د پورتنی توطیی د عملی کولو د پاره ځینی ولسوالی په ولایتونو تبدیل کړل شوې او کلی یی ولسوالیو ته ارتقا ورکړل شوه. ( بدخشان ، بغلان ، پنجشیر او دای کندي ) په داسی حال کی د هغه ځایونو نفوس د پښتنی سیمو په تناسب خورا کم دی. دلته کوچنی کلی په ولسوالیو اړول شوی دی او د دوی له پاره په جعلی توګه د نفوسو شمیر زیات په ګوته شوي دی.دا ډول ولسوالی په پنجشیر، دای کندی، بدخشان، بغلان رامنځته کړل شوی دی.
• کوچیان ، کوچیان د بدخشان څخه تر نیمروز ، د بادغیس څخه تر خوست پورې خواره واره دی چی د هغوی نفوس کیدای شی د پنځو او اوو میلیونو تر منځ وي مګر په واقعیت کی هغوی ته لس څوکی په پارلمان کی ورکړل شوی دی چی دا د ټولنې د لویې برخې سره لویه جفا ګڼله کیږي.
په ټولټاکنو کی د درغلیو د پاره د مجازاتو نه شتوالی. په ټولټاکنو کی د درغلی تر سره کونکو د پاره د جزا ورکولو سم میکانیزم نشته. هر درغلی کونکی په دی پوهیږی چی هغه ته جزا نه ورکول کیږی او له دی امله هغه زیار باسی چی د ممکن تر اندازی پوری درغلی وکړي.
د ټولټاکنو د سیستم څرنګه سمون؟
تر ټولو مهمه داده چی چی د ټولټاکنو په نظام کی داسی بدلونونه را منځته کړل شی کوم چی د خلکو غوښتنه او هیله ده . دا ډول بدلونونه هغه وخت ممکن دی چی په خپله د خلکو څخه پوښتنه وشی.
د کابل چارواکی دددی له پاره چی د خلکو او نړیوالو په سترګو کی خاورې وشیندی، هڅه کوی د (( مدنی ټولنو))تر نامه لاندی د یو شمیر مزدورو اشخاصو او ډلګیو نظرونه ، په زورواکو کړیو پوری د تړلو رسنیو له لاری خپروی او دی د خپلو پروګرامونه د تطبیق له پاره زمینه برابروي .
دا یو واقعیت دی چی تر اوسه داسی مدنی او یا سیاسی ټولنه په افغانستان کی موجوده نه ده چی د بهرنیانو په مالی ملاتړ او یا د متعصبو پاشیسیتی لوټمارو کړیو نه وی را منځته کړل شوی نه وي.
دا زیاتره (( مدنی )) ټولنی (( چی د متعصبو – پاشیستی لوټمارو کړیو، د لویدیز هیوادونو او د ګاونډیو افغان دښمنه هیوادونو )) څخه معاشونه اخلی یوازی د هغوی د افکارو بیانونکی دی.
تر اوسه داسی مدنی او یا سیاسی ټولنه په افغانستان کی ډیری کمی به وی او یا هیڅ نشته چی د افغانستان د خلکو نظریی منعکس کړي او د خلکو د ارمانونواو د اساسی قانون د احکامو په رڼا کی د ټولټاکنو د سیستم د سمون د پاره کار وکړي.
دا مدنی ټولنی او سیاسی ډلی یوازی د ټولټاکنو او هم د شکایاتونو د اوریدلو په مستقلوکمیسیونو کی د اشخاصو بدلون غواړی تر څو موجودو متعصبو، کثیفو او په جنایتونو تورنو واکمنو کړیو د هدفونو د پاره کار کوي.
نو لدی امله اړینه ده:
• د ټولټاکنو د سیستم د سمون د پاره سراسری د خلکو څخه نظریی ، د یوه بی پری نړیوال ارګان له خوا راټول کړل شي.
• د ټولټاکنو د سیستم سمون باید د اساسی قانون د احکامو او موادو په رڼا کی وي.
• راټولی شوی نظریی په دقیقه توګه تنظیم او د هغه له مخی د ټولټاکنو د نظام سمون را منځته کړل شی.
اړینه ده چی لاندې ټکو ته پاملرنه وشی:
• د ټولو ولایتونو نفوس دی په دقیقه او بې پرې توګه ( د غلطو سندونو له مخې نه ) په واقعی ډول سره ارزیابی کړي. او دا دنده دی داسی ادارې ته ورکړل شي چی د متعصبو پاشیستي کړیو او ایران اغیزه پکی نه وي.
• د ټولټاکنو حوزه باید ولسوالی ( د نفوس اوخاوری له مخی) وګڼل شی
• په هغو ولسوالیو کی چی ناامن ګڼل کیږی باید ټولټاکنی تر سره نه شی بلکی د هغوی څوکی باید په پارلمان کی وساتل شی.
• د هرولایت د هیواد څخه بهر مهاجرین ( ایران او پاکستان ) باید په هغه ولایت په نفوسو کی وشمیرل شی
• د نفوسو د قیق تخمین په بنسټ باندې باید په پارلمان کی د هر ولایت استازیتوب باندی د سره کتنه وشي د ساری په توګه د کوچیانو ،خوست او پکتیکا ولایتونو استازیتوب د واقعی نفوسو په نسبت خورا کم دی.
• همدارنګه هغه ولسوالی چی د تنظیمونو د واکمنی په دور ، او هغه ولایتونه چی د ښاغلی حامد کرزی د واکمنی په دور کی را منځته شوی دی بیرته لغوه شي. لکه د بدخشان او بغلان ولایتونو ولسوالی ، د پنجشیر او دای کندي ولایتونه.
• هر وګړی ( باسواده او بیسواده) باید دا حق ( پارلمان او اولسمشری ته ) ولری چی ځان کاندید کړی او یا رایه ورکړي .
• په جنګی جرمونو ، لوټماریو باندی ککړ کسان باید د پارلمان او اولسمشری د پاره کاندید نه شي.
• د کیمپاین له پاره د لګیدونکو روپیو منابع او اندازه باید ښکاره واوسي
• د ټولټاکنو ترسره کونکو ارګانونو کمیسیونو کی باید هغه کسان چی سیاسی او پوځی ډلو سره ښکاره او یا پتې اړیکی ولری موجودیت ونلری.
• د ټاکنو او یا کیمپاین په بهیر کې څوک چی جرمونه او جنایتونه تر سره کوي باید سخته د قانون سره سم جزا ورکړل شی
• د ټاکنو د کارکونکو د قانون خلاف کړنو مخنیوی باید وشی.
• هغه څوک چی یو وار پارلمان ( ولسی جرګه او مشرانو جرګه ) کې د وکالت دوره تیروي دوهم وار باید د کاندید کیدو چانس ورنکړل شی.
• د ټولټاکنو کمیسیون او د شکایتونو د اوریدلو کمیسیون باید لغوه او ټولټاکنې باید د سترې محکمی له خوا تر سره شي . په هره ولسوالی او ولایت کی باید محکمه د ټولټاکنو د تنظیم ، کنترول او نظارت دنده په مخ بوزي.
• د افغانستان ټولو خلکو ( نارینه ، ښځینه ، کوچیان ) ته باید په ټاکنو کی د برخه اخیستلوکارتونه ورکړل شی او د هغوی د ونډی اخیستلو زمینه ورته برابره شي.
• هغه کسان چی پخوا د درغلیو له لاری پارلمان ته لاره پیدا کړي وه باید تشخیص او سخته جزا ورکړل شی.

د هیواد د اساسی قانون سره سم ، ټولټاکنی باید سراسري ، رڼې وي. د هیواد هر وګړی دا حق لری چې ځان کاندید کړي او یا کوم کاندید ته رایه ورکړي. هیڅوک دا حق نه لری چې د هیواد یو وګړی هم ددې حق څخه بې برخې کړي.
د یوه وګړي څخه په غیرقانوني توګه د نوماند کیدو او یا د رایی ورکولو د حق اخیستل ، دهغه د جسمی له منځه
وړلو څخه هم لوی جنایت دی.
که چیری یو داسی د ټولټاکنو نظام رامنځته کړل شی چی په قومي او تنظیمی تعصب باندی ولاړ نه وي په هغه صورت کی کیدای شی په افغانستان کي په راتلوکی کی رڼې ټولټاکنې ولرو او ټولو خلکو ته د هغو حقوق په پارلمان کی ورکړل شی.
افغانستان به هم د سولی ، ارامی او دموکراسی خواته ګام پورته کړي.

خو داسی ښکاری چی د کابل واکمنې متعصبی کړۍ هڅه کوي چی راتلونکی ټولټاکنی داسی مهندسی کړي چی د بحران خواته ولاړی شی. د دوی په نظر دا بحران باید قومي ، ژبنی او سیمه ایزه بڼه ځانته ونیسی.
په هغه صورت کی کیدای شی قومی ، ژبنی او مذهبی ټکرونه رامنځته شی
نوموړی متعصبی ډلی چی د ایران او پنجاب په مرستو باندی ډډې لګوي ښاید په دی فکر کی واوسی دا ټکرونه ورو د هیواد د تجزیی له پاره زمینه برابره کړي.
خو دا چی دا ډلی په خپلو ناوړو موخو کی څومره بریالی کیږی او که نه ، دا بیله موضوع ده .
خو هغه څه چی ښکاره دی چی دا ډلې غواړی چی د غیر دموکراتیکو ټولټاکنو له لاری په هیواد لوی بحران را منځته کړي.
په هغه مهال کی ښکاره چی د ټولټاکنو په سیستم کی ناسمو بدلونونو راوستلو څخه ، د رامنځته شوو ناوړو پایلو مسوولیت به هم د کابل اداری د مشرانو په غاړو وي.