د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د وزیرانو محاکمه

احمدجان تڼی 15.11.2016 17:05

په دی ورځو کی د افغانستان ولسی جرګی یو شمیر وزیران استیضاح او له دندو ګوښه کړي دي. چی دا لړۍ روانه ده. دی پیښی د افغانستان خلکو پام ځانته اړولی دی چی په دی بهیر کی د زیات جدیت غوښتنه کوي.
د افغانستان خلک د یو شمیر هیوادونو تجربو او کړنو ته اشاره کوی او وایی چی په اداری فساد ککړ او بیکاره کسان نه یوازی باید له دندو ګوښه کړل شی بلکی په تیرو شپاړسو کلونو کی ټول په اداری فساد ککړ او بیکاره لوړ پوړی کسان باید محاکمه او د اساسی قانون سره سم هغوی ته باید سخته حتی د اعدام جزا ور کړل شی.
خلک د افغانستان دولت کړنو ته په اشاری سره وایی کله چی له یوه چارواکی شکایتونه زیات شی نو هغه له دندی ګوښه او بل ځای ته لیږل کیږی او د پخوا څخه ډیر امتیازات تر لاسه کوي. دوی په دی هکله په سلګونو مثالونه وړاندی کوي او وایی چی دا وزیران هم به له دی څخه زیات او ښه امتیازونه تر لاسه کړي.
دا یو واقعیت دی چی افغانستان خلک د اقتصادی ستونزو له امله ډیر کړیږی ، په میلیونو ځوانان وزګار او د کار په لټه کی دي او هڅه کوی چی د کار د پیدا کولو د پاره بهرنیو هیوادونو ته ولاړ شی تر څو د خپلو کورنیو د پاره یوه ګوله ډوډی پیدا کړي.
اوس د افغانستان بشپړ اکثریت خلک د بیګا ډوډی نه لری ، د لوږې کچه ډیره لوړه شوی ده . د هیواد زیاتره خلک د کافی خواړو د نه تر لاسه کولو له امله د راز راز ناروغیو سره لاس په ګریوان دي.
مګر په افغانستان کی یو نوی اشرافی ـ ټوپکوال زورواکی قشر را منځته شوی دی . دی قشر د یوې وحشی مافیا په توګه د افغانستان په دولتی ماشین باندی منګولی خښي کړي دی او له دی لاری د هیواد اقتصاد او پرمختګ یی فلج کړی دی.
په افغانستان کی دولتی لوړې رتبې او څوکی میراثی ، مادام العمر او د اشرافی – ټوپکی زورواکوکړیو تر منځ ویشل شوی دی دلته حاکمیت په اولس پوری اړه نلری بلکی حاکمیت د ګوته په شمار مشخصو کړیو په لاس کی دی.
اوس پوښتنه دا رامنځته کیږی چی دا وزیران چی له دندو ګوښه کیږی او یا شړل کیږی ، څنګه او ولی یی دا څوکی تر لاسه کړي وې ؟ د دوی د استعدادونو ، تجربو او زده کړو په هکله د پخوا څخه معلومات موجود نه و؟ ایا په دیرش میلیونی هیواد کی داسی کسان موجود نه و چی د هیواد د انکشاف د پاره خپلی په واک کی ورکړل شوی بودجی په ښه اواغیزمنه توګه د خلکو ا و هیواد په ګټه ولګوي؟
دا یو واقعیت دی چی په افغانستان کی واک او یا لوړو څوکیو ته رسیدل ، د استعداد ، تجربی، زده کړو ، هیواد او خلکو سره د مینی له مخی نه تر سره کیږی بلکی هغوی واک ته رسیږی چی د وسلوالو زورواکو سیاسی ډلو سره اړیکی ولری او یا کوم بهرنی ملاتړ ورسره موجود وي.
په تیرو شپاړسو کلونو کی د افغانستان دولت د هیواد بودجه په بی ځایه توګه ولګوله او ددی بودجی او نړیوالو مرستو څخه نږدی اتیا سلنه نوموړو اشرافی – ټوپکوالو لوټ کړه . دوی دولتی او شخصی ځمکی غصب کړي ، دوی د پوډرو مافیاوی را منځته کړی ، دوی قیمتی کاڼی بهر ته قاچاق کوي ، دوی د سوداګرو او خلکو په اختطاف کی لاس لری او داسی نور.
مګر د کابل اداره د هیواد د خلکو او نړیوالو د دوکې او تیر ایستلو د پاره کله وار نمایشی محاکمی تر سره کوي داسی محاکمی چی اصلی لوټمارانو او په اداری فساد ککړو کسانو خواته مخ هم نه اړوی ، تر سره کوي. په افغانستان کی د اداری فساد په وړاندی مبارزه نمایشی او د خلکو د تیر ایستلو د پاره تر سره کیږی .
اوس که چیری یوازی دا موضوع وڅیړو چی نوموړو وزیرانو په تیرو دوو کلونو کی ونه کولی شول په واک کی ورکړل شوی بودجه ولګوی او له دی امله ګوښه کیږی اوس باید دی پوښتنو ته ځواب ورکړل شي:
1. دا وزیران چا او د کومو شرایطو له مخی پیشنهاد او مقرر کړل؟
2. هغه زیان چی ددی بی کفایته وزیرانو له امله هیواد او ټولنی ته رسیدلی دی په کومه کچه دی ؟
3. ایا یوازی دوی باید له دندو ګوښه شی او که یوې بی پرې محکمی ته باید هم د پوښتنو د پاره وروپیژندل شی؟
4. ایا دا پخوانی بهیر به بیا دوام ومومی چی د یوه بیکاره ، لټ او په اداری فساد ککړ چارواکی په ځای به بل بیکاره ، لټ او په اداری فساد ککړ چارواکی مقرریږی؟
5. ایا دا ګوښه شوی کسانو ته دی ورته بله دنده به ورنکړل شی؟
6. ایا هغه اشرافی ـ ټوپکوالی کړۍ چی د نوموړی چارواکی ملاتړ یی کړی دی ، د پارلمان دا فیصله به ومنی؟
7. ایا د واک څخه ددی وزیرانو په ګوښه کولو سره ، د ښې حکومتوالی بهیر پیل شو؟
پورتنی هغه پوښتنی دی چی په دی ورځو کی د یو شمیر کسانو په مغزونو کی ګرځي او راګرځي.
تر ټولو باید لومړی ووایو چی دا کسان د ټاکلو اشرافی – زورواکو کړیو له خوا وړاندیز شوی دی او د افغانستان د اولسمشر له خوا پارلمان ته ورپیژندل شوی دی او بیا د نوموړو کړیو د نفوذ له مخی یی رایی ترلاسه کړي وې. اوس دا پوښتنه را منځته کیږی چی دا کړۍ دی ته تیاری دی چی خپل وړاندیز شوو کسانو له دندو شړل کیدل ومني؟
داسی ښکاری چی نوموړی کړیو اوس په اولسمشر ماڼۍ باندی فشار زیات کړی دی او اولسمشر دی ته اړکوی چی د اولسی جرګی فیصلی په دی هکله ونه مني. دوی غواړی چی ارګ او اولسی جرګه سره مخامخ کړي .د اولسمشر ویاندان هم په دی هکله په غصه سره څرګندونی کوی او د اولسی جرګی پریکړو په هکله خواشینی ښکاره کوي.
ښایی په وکیلانو باندی هم اوس د اشرا فی - ټوپکی کړیو فشار زیات شوی وی چی خپلی پریکړی بیرته واخلی او یا د راتلونکی وزیرانو په هکله د ورته فیصلو څخه ډډه وکړي.
د یو شمیر کتونکو په باور ددی وزیرانو د کاره ګوښه کول د ښې حکومتوالی په لوری د رڼا یو کوچنی څرک دی چی کیدای شی دا څرک انکشاف وکړی او په ټولنه کی د یو بدلون سبب شی او دا امکان لر ی چی دا څرک په لومړیو شیبو کی له منځه یووړل شی او په دی ډول د فساد او لوټماری نظام د زیات وخت د پاره دوام وموي.
د افغانستان اولسمشر ته اړینه وه او ده چی نوموړی وزیران چی له دندو ګوښه شوی او یا ګوښه کیږی ژر تر ژره یوې بی پرې او عادلانه محکی ته د پوښتنو او ګرویږنو د پاره وروپیژنی. تر څو د اساسی قانون سره سم د لازمو جزاو سره مخامخ شی.
خلک غواړی چی په اداری فساد ککړ ، بیکاره او په جرمونو تورن کسان په عدلی بی پری محاکمو کی وګوري او دوی د خپلو کړنو جزا وګوري . د خلکو د پاره دا مهمه نه ده چی نوموړی وګړی د کومی ډلې غړی ، کوم توکم ، ژبی ، مذهب او سیمی ته منسوب او یا د چا زوی او یا ورور دی. خلک عدالت غواړی انصاف غواړی . پرمختګ او ابادی غواړی ، سوله او امنیت غواړي .
دا هیواد ددی خلکو ملکیت دی خو اوس یوازی اشرافی – ټوپکي زورواکی کړۍ یی واک لری نوموړی کړیو دا هیواد د خلکو د پاره په سور تنور اړولی دي. دوی له یوی خوا د خلکو امنیت ګواښي او د بلی خوا د خلکو له خولو یوه ګوله ډوډی تښتوي. دلته ظلم ، تیری او بی عدالتی روانه ده. دلته زیار ایستل کیږی چی خلک د مذهب ، توکم ، ژبی او سیمی په نوم خلک دوکه کړل شی . د لته اشرافی – ټوپکی زورواکی کړۍ ځانونه د توکمونو ، ژبو او سیمو ټیکداران بولي.
دا چی د افغانستان اولسی جرګه کی هم پورتنی کړۍ نفوذ لری خو بیا هم دا چی یو شمیر چارواکی د بی کفایتی له مخی خپلو کورنو ته لیږی یو څه هیلی یی د خلکو په زوړونو کی را پارولی دي. له همدی امله د کابل ارګ باید د هر مثبت عمل څخه ملاتړ وکړی هغه عمل چی په هیواد کی د یو نوی خوځښت پیل کیدای شی.
له دی امله اړینه ده چی د کاره ګوښه کړل شوی چارواکی باید ژر تر ژره محکمی ته معرفی کړل شی او همدارنګه د نورو بیکاره کسانو په دندو شړلو کی د اولسی جرګی سره لازمه مرسته وکړي.
همدارنګه اړینه ده چی ددی بیکاره کسانو په ځای وړ ، باتجربه ،د لوړو زده کړو څښتن او د وطن سره مینوال کسان مقرر شی . داسی کسان چی د ځانګړو کړیو ، توکمونو ، ژبو ، سیمو او مذهب لرونکو په خدمت کی نه وي بلکی ځانونه ټول افغانستان ته مسوول وبولی او داسی پلانونه ترتیب او طرح کړي چی موخه یی ټول افغانستان وي .
په افغانستان کی اویا سلنه جګړه او بی ثباتی د نوموړو اشرافی – ټوپکی زورواکو کړیو د کړنو له امله را منځته شوی ده چی ښه مثال یی کندز ، بغلان ، ننګرهار ، هلمند او نور ولایتونه دی. د بیکاره او په اداری فساد ککړو کسانو له دندو شړل او یا بیواکه کول ددی سبب کیږی چی د سولی ، امنیت او پرمختګ په لوری ګامونه پورته شي.
داسی ښکاری چی په افغانستان کی رسنۍ، اوسنی سیاسی قشر او مدنی تش په نامه ارګانونه هم ددی اشرافی – ټوپکی کړیو په ګټه کار کوي دوی هغه څه وایی او هغه څه کوي چی ددی کړیو په ګټه وي. دلته ظلم او بی عدالتی روانه ده. دلته د وینو لښتی بهیږی ، دلته کورنه او کلی ورانیږی ، دلته ښځی کونډی او میندې بورې کیږی ، دلته ماشومان یتیمان کیږی، دلته کورنی د خوړو له پارهڅه نه لری دلته یو ناورین دی او ددی ناورین اصلی سبب همدا اشرافی – ټوپکی کړۍ دي.
له همدی امله اوس په افغانستان کی د ظلم او بی عدالتی تورتم دی مګر خلک هوښیار دی دوی پوهیږی چی حالات کومی خواته روان دی. خلک پوهیږی چی څه ډول او کوم مهال عمل وکړي د خلکو عمل ، انقلابی عمل دی چی بیا هیڅ زورواکی وګړۍ او یا کړۍ نه شی کولی د هغه مخه ونیسی.
کیدای شی د خلکو انقلابی عمل ، سوله ایز او د موجوده قوانینو په چوکاټ کی اوسی او یا کیدای شی د خلکو انقلابی عمل د قهر بڼه ونیسی په هغه صورت کی د اشرافی - ټوپکی کړیو د پاره به په افغانستان کی ځای نه وي او دا هیواد به د رښتینی دموکراسی خواته حرکت وکړي.
همدا خبره ده چی باید سراسری احتساب تر سره شی ، فاسد لوټمار کسان ( په اداری فساد د ککړو او بیکاره وزیرانو په ګډون ) هر څوک ، د هر چا زوی او ورور چی وي په هر توکم پوري چی تړلی وي باید محکمی ته ورپیژندل شی او هغه شتمنی چی دوی د غیر قانونی لارو تر لاسه کړي ده بیرته بیت المال ته وسپارل شي
حالات بدلون مومی ، خلک بدلون غواړی ، خلک وایی چی چی دا قشر په طبعی ډول په افغانی ټولنه کی رامنځته شوی ندی بلکی دا قشر په افغانستان کی د امریکا د متحده ایالاتو د پوځی برید له امله واک ته رسیدلی دی.
همدا خبره ده چی د افغانستان خلک ، د عدالت د ښه تطبیق له پاره نړیوالی ټولنی څخه غواړی چی د اداری فساد له امله را منځته شوو ستونزو لکه وزګارتیا ، لوږه ،د نشه یی توکو کښت او قاچاق ،نا امنی ، بی عدالتی ، وروسته پاتی والی او نورو په له منځه وړلو کی مرسته وکړي.