د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نشه یی توکي ، اداری فساد او نا امني

احمدجان تڼی 15.09.2016 12:50

په افغانستان کی اداری فساد یوه مهمه ستونزه ده چی د زیاترو ستونزو اصلی عامل همدا اداری فساد ګڼل کیږی. خو په کابل کی هڅه کیږی چی د اداری فساد څخه سترګې پټی او د روانو ناخوالو د پاره نور عوامل په ګوته شی.
د کابل په اداری فساد ولاړې ادارې زیاتره چارواکي ګومان کوی چی دوی هر ډول اوتې بوتې ووایی خلک یی مني . د دوی د پاره ځانونه ډیر هوښیار او د افغانستان خلک ورته ساده او نړیوال ورته بی خبره ښکاري .دوی دا پنځلس کاله په همدې ډول سره تیر کړل او خیال کوی چی د دوی دروغ به تل همداسی چلیږی .همدا خبره ده چی دا کابل د اداری زیاتره چارواکي خولی خلاصی او سترګي پټی کړی هغه څه وایی چی د افغانستان ډیر عادی کسان هم ورباندی خاندی.
د اداری فساد په اړخ کی د نشه یی توکو تولید، پروسس او قاچاق بله ستونزه ده چی هیواد یی تباهی کندې ته روان کړی دی. دا دواړه ناوړه پدیدې یو له بله نږدی اړیکی لری . خو د کابل چارواکي په دی اړیکو باندی سترګي پټوي او تیرایستونکی دلایل رواړي.
نشه یی توکو پرخلا ف د مبارزی وزارت په دی وروستیو کی څرګنده کړه چی په روان کال (۲۰۱۶) کی به د نشه یی توکو تولید د پخوا په نسبت زیات شی . ددی وزارت ویاند رسنیو ته ویلی دی چی په روان کال کی د کوکنارو د کښت زیاتوالی کیدای شی لوی عامل په هیواد کی موجوده نا امني واوسي .
په دی کی شک نه شته چی نشه یی توکی زیاتره په هغو سیمو کی کرل کیږی چی نا امنه او یا د دولت کنترول کم وي لکه د هلمند ، بدخشان ، ننګرهار او نورو ولایتونو لیری پرتی سیمی یادولی شو. د چارواکو په وینا په نږدی شلو ولایتونو کی کوکنار کرل شوی دی او دا هغه سیمی دی چی نا امنه ګڼل کیږي.
باید ووایو چی په ظاهری توګه نوموړی ادعا سمه ښکاره کیږی دا ځکه چی کوکنار زیاتره هغو ځایونو کی کرل شوی دی چی هلته نا امنی او یا جګړه وي .
خو که چیری ددی موضوع مخینه او ماهیت ته وکتل شی یو شمیر پوښتنی را منځته کیږی چی کیدای شی نا امنی د نشه یی توکو د کښت ، تولید او یا قاچاق د زیاتیدو مهم عامل نه وي.
د افغانستان نشه یی توکی یوه کورنی ستونزه نه ده بلکی دا ستونزه سیمه ایزه او حتی نړیواله شوی ده. د افغانستان نشه یی توکی نه یوازی په سیمه کی هیوادونو ته لیږل کیږی بلکی دا توکي په نړی زیاتو هیوادونو ته رسیږی او په دی ډول کیدای شی د افغانستان نشه یی توکی د میلیونو وګړو له خوا استعمال شی.
دا باید ووایو چی یوازی د نشه یی توکو پر ضد د مبارزی وزارت د نشه یی توکو د کښت ، تولید او قاچاق د مخنیوی ټول مسوولیت نه لری بلکی په دې لړ کی د دولت زیات شمیر امنیتی او انکشافی ارګانونه مسوولیت لري چی د هغوی مسوولیت د نوموړی وزارت په پرتله زیات دی. همدارنګه باید زیاته کړو چی د ملګرو ملتونو د سازمان اړوند او د لویدیز هیوادونه هم زیار باسی چی په افغانستان کی د نشه یی توکو کښت او تولید په مخنیوی کی د دولت سره مرسته وکړي.
دا چی ملګری ملتونه او یو شمیر هیوادونه هڅه کوی چی د افغانستان سره په دی اړه مرسته وکړي خو اساسی دنده په خپله د افغان دولت ده چی په افغانستان کی د نشه یی توکو کښت له منځه یوسی او څوک پرینږدی چی نشه یی توکي تولید او قاچاق کړی او همدارنګه په دی لړ کی هغه کسان چی په نشه یی توکو روږدی دی د هغوی درملنه وکړي.
باید ووایو چی د نشه یی توکو کښت په افغانستان کی کومه نوي پدیده نه ده بلکی د افغانستان خلک د دی بوټي د کښت سره د ډیرې پخوا څخه اشنا و. دا بوټی کرل کیده مګر کله به چی مرکز دولت ددی بوټی د مخنیوی له پاره کوم ګام پورته کړ . بیا به خلکو د هغه د کښت څخه ډډه وکړه.
که چیری د افغانستان جمهوری دولت تاریخ ته وګورو په هغه وخت کی چی د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند ( ورسته د وطن ګوند) حاکم و، په ټول افغانستان کی فوق العاده نا امنی موجوده وه . د هیواد زیاترو ولسوالیو سقوط کړی و. د جګړو کرښی د ولایتونو مرکزونو ته نږدی شوی وي.
په هغه وخت کی هم د نشه یی توکو ارزښت د نورو تولیداتو په نسبت ډیر زیات و. همدارنګه کیدای شول چی نشه یی توکی په اسانه نورو هیوادونو ته قاچاق کړي. په هغه وخت کی زیار وایستل شو چی په هلمند ، ننګرهار او نورو سیمو کی کوکنار وکرل شی.
دا چی په هغو دولت کی اداری فساد په ډیره ټیټه سطح کی و. له دی امله د نشه یی توکو نړیواله مافیا په دی بریالی نه شوه چی په افغانستان کی د نشه یی توکو د کښت ، تولید او قاچاق د پاره زمینه برابره کړي.
د هغه وخت حکومت د خپلو کمو امکاناتو په درلودلو سره وکولی شول چي د نشه یی توکو د کښت مخنیوی کړی او د کاروباریانو د پاره د نشه یی توکو قاچاق ستونزمن و.
همدارنګه د طالبانو اسلامی امارت ، د خپل حاکمیت په مهال وکولی شول د یوه فرمان په ترځ کی د کوکنارو کښت ودروي . د کوکنارو کښت یوازی په هغو سیمو کی پاتی شو چی د دوی تر واک لاندی نه و . د تریاکو تولید ۱۸۰ ټنو ته راکښته شو.
په افغانستان کی د خلک دموکراتیک ګوند د حاکمیت او د طالبانو د اسلامی امارت تجربو په ډاګه کړه چی اداری فساد ددی سبب کیږی چی د نشه یی توکو تولید زیات شی او که اداری فساد په یوه اداره کی په لوړه سطح کی نه وي په هغه صورت کی ، د نا امنیو د وجود په صورت کی بیا هم هغه اداره کولی شی چی د نشه یی توکو د کښت ، تولید او قاچاق مخنیوی وکړي.
که چیری په افغانستان کی د اوسنی دولت تیر شپاړس کلن تاریخ ته وکتل شی د طالبانو د اسلامی امارت د نسکوریدو څخه تر ۲۰۰۵ او یا تر ۲۰۰۶ کال پوری په افغانستان کی امنیت موجود و ، مګر په همدی کلونو کی د کوکنارو کښت په بیساری توګه وده وکړه او نږدی په ټولو ولایتونو او سیمو کی کوکنار وکرل شول. افغانستان وکولی شول په همدی کلونو کی د نړی زیاتره نشه یی توکی تولید کړي.
د نشه یی توکو د تولید ، پروسس او قاچاق په اړخ یوه بله ستونزه هم وزیږیده چی هغه په نشه یی توکو د خلکو روږدی والی دی اوس په افغانستان کی خلک په نشه یی توکو په ډیره چکټیا سره روږدی کیږی . وروستیو رپورټونو سره سم دا شمیر د څلورو میلیونو څخه زیات شوی دی. ددی روږدو کسانو څخه زیاتره کسان ځوانان او کار د انرژی درلودونکی دي. چی دا بهیر په ډیره چټکتیا سره ځواکمن کیږی .
په افغانستان کی د نشه یی توکو د تولیدو د زیاتوالی او په نشه یی توکو د روږد و کسانو د زیاتوالو په هکله مختلف علتونه بیانیږی چی په هغه کی بیکاری او خواری ته ګوته نیول کیږی . مګر په رښتینی مانا سره دا پورتنی یی اساسی علتونه نه دي . په افغانستان کی د نشه یی توکو د تولید او په نشه یی توکو د روږد کسانو د زیاتوالی مهم سبب په خپله اداری فساد دی.
په افغانستان کی د نشه یی توکو د کروندو له منځه وړل ، د نشه یی توکو د قاچاق په نوم د ځينو کسانو نیول ، په نشه یی توکو د معتادانو په نوم د یو شمیر کسانو د درملنی په نوم د روغتونو جوړول ټول ، هغه څه دی چی د افغانستان او نړیوالی ټولنی د تیرایستلو د پاره تر سره کیږی.
دا باید په ډاګه وویل شی چی د افغانستان خلک په دی بشپړ باور لری چی د افغانستان د دولت لوړ پوړو چارواکی د نشه یی توکو په کاروبار کی لاس لری او ددی لاری په سلګونو میلیونه ډالر تر لاسه کوي. او همدا چارواکی د خلکو او نړیوالو د دوکه کولو د پاره یوازی نمایشی کارونه لکه د نشه یی توکو سوځول او یا د نشه یی توکو د قاچاق په تور د ځینو کسانو نیول ، تر سره کوي . مګر په واقعی مانا د دوی کړنی د نشه یی توکو د له منځه وړلو د پاره متوجه نه وي. دا هغه څه دی چی د کابل دولت تل هغه پټوي.
په دی کی شک نشته که چیری د نشه یی توکو په کاروبار کی د دولت کلیدی کسان لاس ونلری په هغه صورت کی څوک دا جرات نه شی کولی چی نشه یی توکی وکری ، پروسس او یایی قاچاق کړي.
دا چی د کابل ادارې د نشه یی توکوپه د مبارزی چارواکی دا وار بیا پړه په نا امنیو وراچوی دا په خپله د خلکو په سترګو کی د خاورو شیندل دی
باید وویل شی چی د هیواد په د ننه کی د جرمونو او جنایتونو ( دنشه یی توکو کښت ، پروسس او قاچاق په ګډون) د مخنیوی مسوولیت هم د کابل د ادارې په غاړه دی. که چیری نشه یی توکی کرل کیږی یا قاچاق کیږی دا مسوولیت باید د کابل اداره په غاړه واخلی چی ولې په تیرو شپاړسو کلونو کی په دی دنده کی پاتی راغلی او دې ناوړي پدیدې نوره وده کړي او په مخ روانه ده.
په تیرو شپاړسو کلونو کی د کابل چاروا کی خپل پاتې والی ، ناغیړی او ککړتیا د پټولو د پاره په دی مسله کی د نشه یی توکو د زیاتوالی سببونه نا امنی او یا کله وار بهرنی مافیا او یا په بهر کی د نشه توکو د پاره د مارکیټ شته والی ګڼی او په دی ډول د مسوولیت منلو څخه ډډه وکړي.
له بلی خوا نړیواله ټولنه ادعا کوي چی په افغانستان کی د نشه یی توکو پر خلاف مبارزه کی یی په بیلیونو ډالر لګولی دی مګر په دی هکله یی کوم بری تر لاسه کړي نه دي. په افغانستان کی د نشه یی توکو د ستونزی په څیړلوسره دا ټکی په ډاګه کیږی چی دا روپی چی د نشه یی توکو د کښت د مخنیوی له پاره افغانستان ته راغلی دی زیاتی یی د نشه یی توکو د کاروباریانو په جیبونو کی لویدلی دي.
په افغانستان کی د نشه یی توکو ستونزه څو اړخونه لری چی د هغو له جملی څخه په افغانستان کی په نشه یی توکو د روږدی کیدو ستونزه، د هیواد څخه بهر ته د نشه یی توکو قاچاق ، په هیواد کی د غیر قانونی کښت موجودیت او تور اقتصاد ، په هیواد کی د جرم او جنایت زیاتوالی او نور
دلته موږ د پورتنی ستونزی یوې برخې ته چی په هیواد کی په نشه یی توکو روږدی والی دی اشاره کوو. د رسنیو د راپورونو سره سم اوس مهال په افغانستان کی په نشه یی توکو د روږدو کسان شمیر تر څلورو میلیونو اوښتی دی.".
باید وویل شی چی په نشه یی توکو د روږدی کیدو د عواملو څخه یو هم په نشه یی توکو د روږدی کسانو شته والی او زیات والی دی. هر څومره چی په یوه ټولنه کی په نشه یی توکو د روږدو کسانو شمیر زیات وي په همغه اندازه په نشه یی توکو د روږدی کیدو کیدو بهیر ګړندی او شمیر یی زیات وي.
له دی امله ویل کیدای شی په راتلونکو لسو کلونو کی په نشه یی توکو دروږدو کسانو شمیر په هیواد کی د لسو میلیونو څخه زیات شی. چی وروسته کیدای شی د هیواد اکثریت په نشه یی توکو روږدي شی.
باید وویل شی په نشه یی توکو روږدی کسان په یوه جنس پوري تړلي ندي. په نشه یی توکو روږدی کسان په نارینه او ښځو کی لیدل کیږی او همدارنګه ماشومان ، ځوانان ، د پاخه عمر او حتی سپین ږیری هم په نشه یی توکو د روږدو کسانو په جمله کې شته.
باید ووایو چی په نشه یی توکو روږدی کسان په یوه توکم ، قوم ، ژبه او مذهب پورې تړلی نه د ی. په دوی کی د هیواد د هر قوم ، سیمی ، ژبی او مذهب کسان شته.
دا په دی مانا چی په نشه یی توکو د روږدو کسانو شته والی ، په هیواد کې یوه سیمه ایزه او توکمیزه ستونزه نه ده بلکی دا ملی ستونزه ده چی د وخت په تیریدو سره دا ستونزه ددی په ځای چی اواره شي په ډیره چټکتیا سره پراخیږي.
له دی امله دا اړینه ده چی ولی دا ستونزه په وروستیو پنځلسو کلونو کی دومره پراخه شوه ، چی اوس د هیواد هر سالم وګړی یی په تشویش کی اچولی دی . هغوی ویره لری چی کیدای شی د دوی د کورنی کوم غړی او یا دوست په دی لوی مصیبت باندی ککړ شی.
په ۲۰۰۱ کال کی د افغانستان خلک د (( پوډری )) د کلمی سره اشنا نه و، خو دا کلمی د نوموړی کال څخه وروسته هیواد ته د په نشه یی توکو د روږدو کسانو په راستنیدو سره د (( پوډری)) کلمه هم معمول شوه.دا په دی مانا سره چی په نشه یی توکو د روږدو کسانو شمیر خورا لږ و. دا ناوړه پدیده هیواد ته د کډوالو په ستنیدو سره را منځته او د هیواد په دننه کی خورا ځواکمنه شوه.
څوک د دې زړه بوګنونکی جنایت مسوولیت په غاړه لری کوم چی غواړی د افغانستان خلک په بشپړه توګه تباه کړي؟ څوک ددی مسوولیت لری چی ددی زړه بوګنونکی جنایت مخنیوی وکړي؟
د دې له پاره چی چارواکی په دې اړوند ځانونه د مسوولیت څخه وژغوري د خلکو د دوکه کولو د پاره ځینی تیر ایستونکی پروګرامونه تر لاس لاندی نیولی دی . چی د هغو له جملی څخه:
• په رسنیو او ښارونو کی بی محتوا او بی کیفیته پیامونه
• د بی ګناه کسانو او یا کوچنیو کاروباریانو نیول او محاکمه
• د نشه یی توکو په ضد د مبارزی په نوم بی محتوا غونډی
• د نشه یی توکو په ضد د مبارزی بی اغیزې پروګرامونه ( لکه د تش په نامه د ښو کړنو څخه د ستاینی پروګرام)
باید ووایو چی په ۲۰۰۱ کال کی نږدی ۱۸۵ ټنه نشه یی توکي تولید شوي و، خو دا رقم په ۲۰‍۱۵ کال کی ۳۳۲۰ ټنه و ، چی کیدای شی په ۲۰۱۶ کال کی دا رقم لوړ شی.
په کابل کی د نوی اداری په رامنځته کیدو سره د نشه یی توکو کښت ، قاچاق او په نشه یی توکو د روږدی کیدو ستونزه را منځته شوه.
په افغانستان کی د نشه یی توکو ستونزی په دې چټکتیا سره خپریدل ، دا په ډاګه کوی چی دا کوم ناڅاپی ستونزه نه ده چی په خپله په ټولنه کی را پیدا شوي وي. بلکی کیدای شی دا ستونزه د یو ټاکلی پلان له مخې را منځته شوی او مخ په پراخیدو روانه وي.
نوموړی ستونزه په ټولنه کی سیاسی ، اقتصادی او ټولنیزې ناوړې پایلی ولري .
لومړی اقتصادی ناوړوی پایلی یی دا دي چی که چیری په افغانستان کی څلورمیلیونه وګړی په نشه یی توکو روږدی وي او هر پوډری د ورځی یو امریکایی ډالر پوډر مصرف کړي . په نتیجه کی د ورځی څلور میلیونه ډالر مصرفوي افغانستان د اقتصادی لحاظه ضرر ویني . چی که چیری دا لګښت په میاشتو او کال کی حساب کړو ، د لاسته راغلو ارقامو دا ښکاره کیږی چی د یوه میلیارد ډالرو څخه زیات زیان افغانستان اقتصاد تر رسیږی.
بله دا چی اوسمهال په نشه یی توکو د روږدو کسانو نوي سلنه ځوانان او یا د پاخه عمر کسان جوړوی چی د کار فعاله قوه ګڼل کیږی که چیری یو وګړی د ورځی په منځنی توګه لس امریکایی ډالره تولید ولری نو په دی توګه د درې نیم میلیاردو ډالرو څخه زیات اقتصادی زیان افغانستان ته رسیږی.
که چیری په تخمینی توګه وګورو اوسنی په نشه یی توکو روږدی کسان په کال کې نږدی پنځه میلیارده ډالر د افغانستان ټولنی اقتصاد ته زیان رسوي.
د دې په اړخ کی په نشه یی توکو روږدی کسان د افغانستان ټولنې د پاره د سیاسی لحاظه په زیان تمامیږی لکه چی ددی کسانو نوی سلنه ځوانان او د پاخه عمر دی او دوی ددی حق لری چی د ټولنی په سیاسی ژوندانه کی فعاله ونډه ولری. یعنی رایه ورکړی او یا خپل ځان نوماند کړي . مګر اعتیاد ددی سبب شوی دی چی دوی په ټولنه کی د سیاسی فعالی ونډی اخیستلو څخه ګوښه شی چی دا د ټولنی سیاسی ژوند کی ناوړه اغیزه لري.
ډیر کسان وایی ، چی د یو شمیر کړی ، په نشه یی توکو روږدو کسانو ته د لږ اندازی روپیو په ورکولو سره هغوی اړ کوي چی مظاهرو کی ګډون وکړی تر څو لدی لاری د خپلو مظاهرو د ګډون کونکو شمیر زیات کړی. چی دا هم د روږدو کسانو څخه ناوړه ګټه اخیستنه ده.
د بلی خوا د هر معتاد یا روږدی وګړي شته والی نه یوازی د ټولنی د پاره ستونزی زیږوی بلکی د خپلی کورنی د پاره لوی د سر درد دی . دوی د کور سامانونه غلا کوی په کور کی تاوتریخوالی کوي دا ددی سبب کیږی چی نه یوازی نوموړی روږدی وګړی ناروغ واوسی بلکی د کورنی نورو غړو ته هم عصبی تکلیفونه پیدا کوی.
په دی ډول ویل کیږی چی په نشه یی توکو د روږدو کسان نه یوازی په غلاو او شوکو کی لاس لری بلکی کیدای شی د هغوی څخه د یوې سیمی په نا امن کولو کی هم ناوړه ګټه پورته شی.
پورتنیو ناوړو پایلو ته په کتلو سره دا ښکاره کیږی په افغانستان کی د نشه یی توکو د استعمال د ودې او پراختیا د پاره د هیواد د دښمنانو کوم ناوړه پلان موجود وی. دا ځکه چی په دی ډول په نشه یی توکو د روږدی کیدو دومره چټکه وده ، کوم خودبخودی بهیر نه شي کیدای.
د پورتنیو حقایقو څخه ښکاری چی د پوډرو کورنی مافیا ښایی دی ته پام کړی وي چی دوی کولی شی په هیواد کی د اعتیاد په ودې سره ، د هیواد په دننه کی د پوډرو د پلورلو له امله هم زیاته ګټه تر لاسه کړي.
که چیری د هیواد څخه بهر ته د نشه یی توکو په قاچاق باندی محدودیتونه زیات شي او یا یی مخنیوی وشي ، مګر بیا هم په افغانستان کی د نشه یی توکو د کورنی مارکیت په شتوالی سره ددی ناوړی سوداګری څخه د پوډرو مافیا کولی شی ګټه تر لاسه کړي.
همدارنګه کیدای شی د افغانستان دښمنان پلان ولری چی دا هیواد د اوږدې مودې ستراتیژیک پلان له مخې هڅه کوی چی د افغانستان خلک په نشه یی خلکو باندی واړوي.
که چیری په نشه یی توکو د خلکو چټکه روږدتیا ته وګورو دا فکر د هر کتونکی سره پیدا کیږی چې کیدای شی د اعتیاد په ستونزه کی د افغانستان د دښمنانو لاسونه موجود وي .
که څه هم د افغانستان دولت او نړیوالی ټولنې په هیواد کی په نشه یی توکو د روږدو کسانو د درملنی د پاره یو لړ ګامونه پورته کړی دی او د هیواد په مختلفو برخو کی د په نشه یی توکو د روږدو کسانو د درملنی د پاره روغتونونه جوړ شوی دی خو داسی ښکاری چی دا تدابیر بس نه دی او نه شی کیدای په هیواد کی د ټولو روږدو کسانو د درملنی جوګه شی.
همدارنګه کیدای شی د هغو کسانو چی په یوه میاشت کی په نشه یی توکو روږدی کیږی د هغه کسانو په تناسب چی په یوه میاشت کی درملنه پای ته رسیږی ډیر توپیر موجود وي. داسی راپورونه هم شته دی چی زیات شمیر کسان چی په نشه یی توکو د درملنی د روغتونو څخه رخصت کیږی بیرته د نشه یی توکو استعمال ته مخه کوی.
په نشه یی توکو روږدی کسان وایی چی دوی کولی شی په ډیره اسانه توګه نشه یی توکي تر لاسه کړي. دا په دی مانا دی چی په افغانستان کی د نشه یی توکو پراخ مارکیت شته دی او د نشه یی توکو کاروباریان په ډیره اسانی سره کولی شی خپل د پلورنی توکی په اسانه مصرف کونکو ته وړاندې کړی. دا په خپله په اړوندو ارګانونو کی د اداری فساد د شتون بیان کونکی ده.
د کابل اداره ادعا کوی چی په تیر کال کی یی د نشه یی توکو پر ضد یو شمیر ګامونه پورته کړي دی. او په دی هکله یو شمیر ارقام او اعداد وړاندی کوی مګر که چېری نوموړو ارقامو ته وکتل شی ښکاره به شی چی دا ارقام نه سم او تیر ایستونکی دی. لکه چی هغوی ادعا کوی :
د بلی خوا د نشه یی توکو پر ضد د مبارزې وزارت د حامدکرزی له خوا رامنځته شو. ددی وزارت د رامنځته کولو څخه ښایی د حامدکرزی دوه موخې وې:
• د واکمنو کړیو د خوشالی او امتیاز د پاره د یو وزارت را منځته کول
• د افغانستان او نړیوالی ټولنی د دوکی د پاره د نوموړی وزارت را منځته کول تر څو ځان د نشه یی توکو پر ضد مبارزه کی جدی وښيی.
په تیرو پنځلسو کلونو کی نوموړی وزارت ، ځان د ستراتیژی جوړول خپل مسوولیت ګڼی . خو تر اوسه نوموړی وزارت په دی بریالی شوی نه دی چی په هیواد کی یوه اغیزمنه ستراتیژی را منځته کړی چی د هغه په نتیجه کی د نشه یی توکو د کښت ، استعمال او قاچاق کی کموالی راشی.
دا په دی مانا چی د نشه یی توکو پرخلاف د مبارزی وزارت د نشه یی توکو پر ضد مبارزه کی کومه اغیزه نلری او نه هم ددی وزارت شتون ته اړتیا شته. لدی امله ټوله هغه بودجه چی د نوموړی وزارت له خوا په تیرو کلونو کی لګول شوی ده ټوله بی ځایه او بی ګټې وه.
همدارنګه ټولې هغه پروژی ( لکه د ښو کړنو څخه د ستاینی د پروګرام )چی نوموړی وزارت تر نوم لاندی تطبیق شوی دی د سره په هر اړخیز ډول وڅیړل شی او دا ښکاره کړل شی چی دا پروژې په سمه، دقیقه او بی طرفانه توګه په هیواد کی تطبیق شوی دی او که نه؟ ایا نوموړو پروژو د کوکنارو د کښت په مخنیوی کی رول درلودلی دی او که نه؟
د نشه یی توکو پر ضد د مبارزی په اوسنی میکانیزم او اوسنیو چارواکو او کارکونکو په شته والی سره ، نه یوازی به د نشه یی توکو ستونزه اواره نه شی بلکی د پخوا څخه به دا ستونزه زیاته پراخه شی.
له دی امله اړینه ده چی د نشه یی توکو پر ضد مبارزې په میکانیزم باندی د سره غور وشی پخوانی میکانیزم ړنګ کړل شی او هغه لوړ پوړی ، منځ پوړي او ټیټ پوړی ټول کار کونکی په نوموړی سکتور کی د کار څخه ګوښه کړل شی .
په نوی کوچنی او اغیزمن میکانیزم او تشکیلاتی جوړښت کی داسی کسان وګومارل شی چی د اداری فساد څخه پاک او هغوی په صادقانه او نه ستړی کیدونکی توګه د نشه یی توکو پر ضد کار او مبارزه وکړي.
په هغه صورت کی کیدای شی په افغانستان کی د نشه یی توکو ستونزی د له منځه وړلو کی مهم او اغیزمن ګامونه پورته شی.
په پای کی دې پایلی ته رسیږو چی په افغانستان د نشه یی توکو د تولید ، پروسس او قاچاق مهم عامل په خپله په دولتی اداره کی د اداری فساد شته والی دی. خو اداری فساد ، ناامنی ، د نشه یی توکو تولید ، یو له بله سره اړیکی لری او یو پر بل باندی اغیزمنی دی. نا امنی د نشه یی توکو د تولید د پاره اسانتیا را منځته کوي او په مقابل کی د نشه یی توکو کښت په خپله د نا امنی سبب کیږی.