د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یوه بله تباهي

احمدجان تڼی 15.01.2017 16:09

افغانستان د یوې بلې سترې تباهی خواته روان دی ، کیدای شی د نوموړی را روانی تباهی مخنیوی وشی، خو د نظام د واکمنانو کلکه اراده او نه ستړي کیدونکی کار غواړي.
اوس داسې ښکاري چی په دې هکله چارواکی خپلې سترګي پټې او غوږونه کڼوي ، او هم د نوموړی تباهی د مخنیوی په نامه ، د خلکو د نړیوالی ټولنې ټولنې د دوکې د پاره ځینې برسیرن اقدامات کوي.
دا داسی تباهی ده چی تر ډیره بریده اصلی عاملین یی یو شمیر فاسدې کړۍ او کسان دي. هغوی چی د خپلو شخصی ګټو د پاره د هر ناوړو کړنو څخه لاس نه اخلی.
ددی تباهی د را رسیدو ویاړ (؟) به د افغانستان په تاریخ کی په اوسنی نظام کی د واکمنانو په نوم ثبت شی او نړیوال به هم د دی هیواد تجربه به کرکی په بڼه بیانوي.
په افغانستان کی د واکمن نظام د نورو لاسته راوړنو په اړخ کی ، یوه لاسته راوړنه هم په نشه يی توکو د میلیونو وګړو روږدی والی دی. چی دا بهیر د یوې ورځې څخه بلی ورځې ته ځواکمن کیږی.
که چیری اوسنی حالات او د نشه یي توکو پر ضد اوسنی بیکاره میکانیزم وجود ولري کیدای شی په راتلونکو پنځلسو کلونو کی د افغانستان اکثریت نفوس په نشه یی توکو روږدی شی.
په نشه یی توکو روږدی کیدل د کوکنارو کښت او د نشه یی توکو د پروسس سره مستقیم اړیکی لری .هره اندازه چی د نشه یی توکو کښت او پروسس زیاتیږي په همغه اندازه د هیواد په دننه کی په نشه یی توکو د روږدو کسانو شمیر زیاتیږی.
دولتی چارواکو یو ځل بیا په ډاګه کړه چی په ۲۰۱۶ کال کی د کوکنار کښت ساحه لس سلنه او د تریاکو تولید ۴۳ سلنه زیات شوی دی. یعنی په ۲۰۱۵ کال کی ۱۸۳۰۰۰ هکتاره ځمکه کرل شوی وه ، او په ۲۰۱۶ کال کی دا اندازه ۲۰۱۰۰۰ هکتاره کرل شوی ده. په همدی ډول په افغانستان کی په ۲۰۱۶ کال کی د تریاکو تولید ۴۸۰۰ متریک ټنه تخمین کیږی چی ۲۰۱۵ کال په نسبت ۴۳ سلنه ښکاره کوي..
ددی راپور په ورکولو سره د کابل د اداری اړونده ارګانونو چارواکو په خپلو دندو کی پاتی والی په ډاګه کړ. او هم دا ښکاره شوه چی د کابل اداره په تیرو شپاړسو کلونو کی په دی هکله کومه لاسته راوړنه نلري.
د نشه یی توکو پر خلاف د مبارزی ارګانونو ، په سلګونو میلیونو ډالر او یا په بل عبارت د یو میلیارد څخه زیات ډالر ولګول خو د دوی لاسته راوړنه محسوس نه ده.
د کابل چارواکی یوازی ۱۳ ولایتونو ته اشاره کوی چی هلته کوکنار نه کرل کیږی. دوی داسی وایی چی دا د دوی فعالیتونو نتیجه ده. پخوا دا شمیره زیاته وه مګر اوس په ځینو ولایتونو کی بزګرانو بیرته د کوکنارو کښت ته مخه کړي او کیدای شی دا بهیر زیات شی.
د کوکنارو د کښت د سیمو څخه ځینی کسان وایی چی اوس کوکنار یو فصله نه کرل کیږی بلکی اوس په یوه کال کی دریو فصلونو حاصل ورکوي که چیری دا ډول د کرل شوی ځمکی اندازه تخمین کړو ښایی په کوکنارو کرل شوی ځمکه څو څو ځله زیاته شوي وي. په دی ډول د فی جریب ځمکی د کوکنار حاصل هم دری چنده شوی وي.
د افغانستان کوکنارو نه یوازی په نړی کی میلیونو کسانو ژوند ته ګواښ پیدا کړی دی بلکی افغانی ټولنه د یوه ستر انسانی ناورین خواته روانه ده. هغه ناورین چی د کابل چارواکی ترې سترګې پټوی .دا ناورین عبارت دی له په نشه یی توکو د میلیونو افغانانو روږی والی څخه.
که چیری د افغانستان خلک او د کابل چارواکی په دی هکله اغیزمن ګامونه پورته نکړي، په راتلونکی کیدای شی د ټولنی اکثریت په نشه یی توکو روږدی شی او افغانی ټولنه په نړیواله سویه د نشه یی ټولنی په توګه معرفی شی .
د شرایطو په تحلیل سره دا په ډاګه کیږی چی ددی ناورین اصلی سبب په خپله د نشه یی توکو پر ضد د مبارزې فاسد او بیکاره میکانیزم دی. دا ځکه چی دا میکانیزم ددی په ځای چی د نشه یی توکو د کښت ، پروسس ، قاچاق او په ټولنه کی په نشه یی توکو د روږدی کیدو مخه ونیسی ، نوموړی کرغیړنی پدیدی زیاته وده وکړه او نوره هم د ودې په لور روانه ده.
په تیرو شپاړسو کلونو کی د کابل د فاسد اداری چارواکو او د هغوی همکارو مافیایی کړیو هڅه کړی ده ، چی دا مسوولیت په بهرنیانو باندی ور واچوي.
په داسی حال کی چی نشه یی توکي په افغانستان کی کرل کیږی. د افغانانو له خوا کرل کیږی. د افغانانو له خوا پروسس او قاچاق کیږی .
باید وویل شی چی د هیواد په د ننه کی د جرمونو او جنایتونو ( دنشه یی توکو کښت ، پروسس او قاچاق په ګډون) د مخنیوی مسوولیت هم د کابل د ادارې په غاړه دی. که چیری نشه یی توکی کرل کیږی یا قاچاق کیږی دا مسوولیت باید د کابل اداره په غاړه واخلی چی ولې په تیرو شپاړسو کلونو کی په دی دنده کی پاتی راغلی او دې ناوړي پدیدې نوره وده کړي او په مخ روانه ده.
په تیرو شپاړسو کلونو کی د کابل چاروا کی خپل پاتې والی ، ناغیړی او ککړتیا د پټولو د پاره په دی مسله کی د نشه یی توکو د استعمال د پاره د نړیوال مارکیټ شتوالی اصلی علت ګڼی او په دی ډول دا مسوولیت د نوموړو هیوادونو په غاړه وراچوي.
دوی دې ټکی څخه سترګې پټوی چی د هری اقتصادی ، سیاسی ، ټولنیزی او طبعی پدیدی داخلی عوامل ټاکونکي وي . همدا په افغانستان کې د نشه یی توکو کښت ، تولید دی چی دا مرګونی توکی نړی ته لیږی.
له بلی خوا نړیواله ټولنه ادعا کوي چی په افغانستان کی د نشه یی توکو پر خلاف مبارزه کی یی په بیلیونو ډالر لګولی دی مګر په دی هکله یی کوم بری تر لاسه کړي نه دي.
په افغانستان کی د نشه یی توکو ستونزه څو اړخونه لری چی د هغو له جملی څخه په افغانستان کی په نشه یی توکو د روږدی کیدو ستونزه، د هیواد څخه بهر ته د نشه یی توکو قاچاق ، په هیواد کی د غیر قانونی کښت موجودیت او تور اقتصاد ، په هیواد کی د جرم او جنایت زیاتوالی او د نشه توکو د عایداتو د یوی برخی څخه په تروریستی فعالیتونو کی کار اخیستل او نور
دلته موږ د پورتنی ستونزی یوې برخې ته چی په هیواد کی په نشه یی توکو روږدی والی دی اشاره کوو. د رسنیو د راپورونو سره سم ، د افغانستان یولس سلنه نفوس شاوخوا چی د دری نیم میلیونو څخه زیات وګړي کیږی په افغانستان کی په نشه یی توکو روږدی دی. چی دا شمیر په ډیره چټکتیا سره مخ په زیاتیدو دی.
د بی بی سی د راپور له مخی ۲۰۱۳ کال کی په نشه یی توکو د روږدو کسانو شمیر ۱،۶ میلیونه تنه تخمین شوی وی چی په نشه یی توکو روږدی کسان نږدی ۳۰۰ میلیونه ډالرو څخه زیات یی په نشه یی توکو مصرفول .
خو دا چی په نشه یی توکو د روږدو کسانو شمیر د دوه برابرو څخه هم زیات شوی دی نو کیدای شی په داخلی مارکیت کی د اوو سوو میلیونو شاوخوا امریکایی ډالر په نشه یی توکو مصرف کیږی.
دا عاید د داخلی د نشه یی توکو مافیا جیبونو ته لویږی او په مقابل کی د هیواد د اقتصاد څخه اوو سوو میلیونو ډالرو اسعار د هیواد د اقتصاد څخه خارج کیږی.
باید وویل شی چی په نشه یی توکو د روږدی کیدو د عواملو څخه یو هم په نشه یی توکو د روږدی کسانو شته والی او زیات والی دی. هر څومره چی په یوه ټولنه کی په نشه یی توکو د روږدو کسانو شمیر زیات وي په همغه اندازه په نشه یی توکو د روږدی کیدو کیدو بهیر ګړندی او شمیر یی زیات وي.
له دی امله ویل کیدای شی په راتلونکو لسو کلونو کی په نشه یی توکو دروږدو کسانو شمیر په هیواد کی د لسو میلیونو څخه زیات شی. چی وروسته کیدای شی د هیواد اکثریت په نشه یی توکو روږدي شی.
څوک د دې زړه بوګنونکی جنایت مسوولیت په غاړه لری کوم چی غواړی د افغانستان خلک په بشپړه توګه تباه کړي؟ څوک ددی مسوولیت لری چی ددی زړه بوګنونکی جنایت مخنیوی وکړي؟
د دې له پاره چی چارواکی په دې اړوند ځانونه د مسوولیت څخه وژغوري د خلکو د دوکه کولو د پاره ځینی تیر ایستونکی پروګرامونه تر لاس لاندی نیولی دی . چی د هغو له جملی څخه:
• په رسنیو او ښارونو کی بی محتوا او بی کیفیته پیامونه
• د بی ګناه کسانو او یا کوچنیو کاروباریانو نیول او محاکمه
• د نشه یی توکو په ضد د مبارزی په نوم بی محتوا غونډی
• د نشه یی توکو په ضد د مبارزی بی اغیزې پروګرامونه .
باید وویل شی په نشه یی توکو روږدی کسان په یوه جنس پوري تړلي ندي. په نشه یی توکو روږدی کسان په نارینه او ښځو کی لیدل کیږی او همدارنګه ماشومان ، ځوانان ، د پاخه عمر او حتی سپین ږیری هم په نشه یی توکو د روږدو کسانو په جمله کې شته.
باید ووایو چی په نشه یی توکو روږدی کسان په یوه توکم ، قوم ، ژبه او مذهب پورې تړلی نه د ی. په دوی کی د هیواد د هر قوم ، سیمی ، ژبی او مذهب کسان شته.
دا په دی مانا چی په نشه یی توکو د روږدو کسانو شته والی ، په هیواد کې یوه سیمه ایزه او توکمیزه ستونزه نه ده بلکی دا ملی ستونزه ده چی د وخت په تیریدو سره دا ستونزه ددی په ځای چی اواره شي په ډیره چټکتیا سره پراخیږي.
له دی امله دا اړینه ده چی ولی دا ستونزه په وروستیو پنځلسو کلونو کی دومره پراخه شوه ، چی اوس د هیواد هر سالم وګړی یی په تشویش کی اچولی دی . هغوی ویره لری چی کیدای شی د دوی د کورنی کوم غړی او یا دوست په دی لوی مصیبت باندی ککړ شی.
په ۲۰۰۱ کال کی د افغانستان خلک د (( پوډری )) د کلمی سره اشنا نه و، خو دا کلمی د نوموړی کال څخه وروسته هیواد ته د په نشه یی توکو د روږدو کسانو په راستنیدو سره د (( پوډری)) کلمه هم معمول شوه.دا په دی مانا سره چی په نشه یی توکو د روږدو کسانو شمیر خورا لږ و. دا ناوړه پدیده هیواد ته د کډوالو په ستنیدو سره را منځته او د هیواد په دننه کی خورا ځواکمنه شوه. یعنی اوسنی شمیره شاوخوا دری میلیونو او شپږسوه زره شاوخوا ته ورسیده کیدای شی په راتلونکی کی دا شمیره نوره هم لوړه شی.
په کابل کی د نوی اداری په رامنځته کیدو سره د نشه یی توکو کښت ، قاچاق او په نشه یی توکو د روږدی کیدو ستونزه را منځته شوه.
.
په افغانستان کی د نشه یی توکو ستونزی په دې چټکتیا سره خپریدل ، دا په ډاګه کوی چی دا کوم ناڅاپی ستونزه نه ده چی په خپله په ټولنه کی را پیدا شوي وي. بلکی کیدای شی دا ستونزه د یو ټاکلی پلان له مخې را منځته شوی او مخ په پراخیدو روانه وي.
نوموړی ستونزه په ټولنه کی سیاسی ، اقتصادی او ټولنیزې ناوړې پایلی ولري .
بله دا چی اوسمهال په نشه یی توکو د روږدو کسانو نوي سلنه ځوانان او یا د پاخه عمر کسان جوړوی چی د کار فعاله قوه ګڼل کیږی که چیری یو وګړی د ورځی په منځنی توګه لس امریکایی ډالره تولید ولری نو په دی توګه د درې نیم میلیاردو ډالرو څخه زیات اقتصادی زیان افغانستان ته رسیږی.
د دې په اړخ کی په نشه یی توکو روږدی کسان د افغانستان ټولنې د پاره د سیاسی لحاظه په زیان تمامیږی لکه چی ددی کسانو نوی سلنه ځوانان او د پاخه عمر دی او دوی ددی حق لری چی د ټولنی په سیاسی ژوندانه کی فعاله ونډه ولری. یعنی رایه ورکړی او یا خپل ځان نوماند کړي . مګر اعتیاد ددی سبب شوی دی چی دوی په ټولنه کی د سیاسی فعالی ونډی اخیستلو څخه ګوښه شی چی دا د ټولنی سیاسی ژوند کی ناوړه اغیزه لري.
د بلی خوا د هر معتاد یا روږدی وګړي شته والی نه یوازی د ټولنی د پاره ستونزی زیږوی بلکی د خپلی کورنی د پاره لوی د سر درد دی . دوی د کور سامانونه غلا کوی په کور کی تاوتریخوالی کوي دا ددی سبب کیږی چی نه یوازی نوموړی روږدی وګړی ناروغ واوسی بلکی د کورنی نورو غړو ته هم عصبی تکلیفونه پیدا کوی.
په دی ډول ویل کیږی چی په نشه یی توکو د روږدو کسان نه یوازی په غلاو او شوکو کی لاس لری بلکی کیدای شی د هغوی څخه د یوې سیمی په نا امن کولو کی هم ناوړه ګټه پورته شی.
پورتنیو ناوړو پایلو ته په کتلو سره داسې ښکاره کیږی چې ښایی په افغانستان کی د نشه یی توکو د استعمال د ودې او پراختیا د پاره د هیواد د دښمنانو کوم ناوړه پلان موجود وی. دا ځکه چی په دی ډول په نشه یی توکو د روږدی کیدو دومره چټکه وده ، کوم خودبخودی بهیر نه شي کیدای.
د پورتنیو حقایقو څخه ښکاری چی د پوډرو کورنی مافیا ښایی دی ته پام کړی وي چی دوی کولی شی په هیواد کی د اعتیاد په ودې سره ، د هیواد په دننه کی د پوډرو د پلورلو له امله هم زیاته ګټه تر لاسه کړي.
که چیری د هیواد څخه بهر ته د نشه یی توکو په قاچاق باندی محدودیتونه زیات شي او یا یی مخنیوی وشي ، مګر بیا هم په افغانستان کی د نشه یی توکو د کورنی مارکیت په شتوالی سره ددی ناوړی سوداګری څخه د پوډرو مافیا کولی شی ګټه تر لاسه کړي.
همدارنګه کیدای شی د افغانستان دښمنان پلان ولری چی دا هیواد د اوږدې مودې ستراتیژیک پلان له مخې هڅه کوی چی د افغانستان خلک په نشه یی خلکو باندی واړوي.
که چیری په نشه یی توکو د خلکو چټکه روږدتیا ته وګورو دا فکر د هر کتونکی سره پیدا کیږی چې کیدای شی د اعتیاد په ستونزه کی د افغانستان د دښمنانو لاسونه موجود وي .
نو له دی امله اړینه ده چی چارواکي ددی مسلی سره ډیر جدی چلند وکړي.
که څه هم د افغانستان دولت او نړیوالی ټولنې په هیواد کی په نشه یی توکو د روږدو کسانو د درملنی د پاره یو لړ ګامونه پورته کړی دی او د هیواد په مختلفو برخو کی د په نشه یی توکو د روږدو کسانو د درملنی د پاره روغتونونه جوړ شوی دی خو داسی ښکاری چی دا تدابیر بس نه دی او نه شی کیدای په هیواد کی د ټولو روږدو کسانو د درملنی جوګه شی.
همدارنګه کیدای شی د هغو کسانو چی په یوه میاشت کی په نشه یی توکو روږدی کیږی د هغه کسانو په تناسب چی په یوه میاشت کی درملنه پای ته رسیږی ډیر توپیر موجود وي. ښایی د هغو کسانو شمیر چی د اعتیاد ترک یی کړی وي د هغه په نسبت چی په نشه یی توکو روږدي شوی وي ډیر کم وي.
په نشه یی توکو روږدی کسان وایی چی دوی کولی شی په ډیره اسانه توګه نشه یی توکي تر لاسه کړي. دا په دی مانا دی چی په افغانستان کی د نشه یی توکو پراخ مارکیت شته دی او د نشه یی توکو کاروباریان په ډیره اسانی سره کولی شی خپل د پلورنی توکی په اسانه مصرف کونکو ته وړاندې کړی.
له دی امله دا په ډاګه کیږی چی په هیواد کی د نشه یی توکو کوچنی کاروباریان په زرګونو کسان وي چی د لویو کاروباریانو له خوا نشه یی توکي د هغوی په واک کی ورکول کیږی او هم یی ملاتړ کیږی.
یو ټکی باید په نظر کی ولرو چی په هیواد کې د نشه یی توکو د کاروبار د مارکیت شتوالی او یا پراختیا په مستقیمه توګه د کوکنارو او نورو نشه یی توکو د کښت سره مستقیمه اړیکي لري.
که چیرې په هیواد کی د کوکنارو کښت له منځه ولاړ شی کیدای شی په هیواد کی نشه یی توکو کاروبار هم د ستونزو سره مخامخ شی او ډیر کسان د نشه یی توکو د لوړې بیی له امله دی ته اړ شی چی د نشه یی توکو استعمال پریږدی.
د بلی خوا په افغانستان کې د نشه یی توکو د کښت جغرافیا کوم یو ناڅاپی عمل نه دی بلکی د اړتیا وړ د نشه یی توکو د پاره د ځمکی د خاوری نوعیت ، د نشه یی توکو د قاچاق د لارو سره نږدی والی ، د سیمی امنیتی حالت او په سیمه ایزه اداره کی د نشه یی توکو مافیا نفوذ او نور دا ټول هغه عوامل دی چی د هغو له مخې د نشه یی توکو د کښت سیمې ، نشه یی توکو د مافیا له خوا ټاکل کیږی.
د کابل اداره ادعا کوی چی په تیر کال کی یی د نشه یی توکو پر ضد یو شمیر ګامونه پورته کړي دی. لکه چی هغوی ادعا کوی : چی دوی هرکال په زرګونو د نشه یی توکو کاروباریان نیسي.
خلک ادعا کوی که چیری د نشه یی توکو پر ضد د مبارزی په لړ کی د ۳۰ په شاوخوا کی اصلی کاروباریان ونیول شی او د هغوی د قاچاق شبکی دړې وړې شي کیدای شی د نشه یی توکو په خلاف مبارزه کی ستر بریالیتوبونه تر لاسه شی.
د بلی خوا د نشه یی توکو پر ضد د مبارزې وزارت د حامدکرزی له خوا رامنځته شو. ددی وزارت د رامنځته کولو څخه ښایی د حامدکرزی دوه موخې وې:
• د ځانګړو کړیو د خوشالی او امتیاز د پاره د یو وزارت را منځته کول
• د افغانستان او نړیوالی ټولنی د دوکی کولو د پاره د نوموړی وزارت را منځته کول تر څو ځان د نشه یی توکو پر ضد مبارزه کی جدی وښيی.
په تیرو پنځلسو کلونو کی نوموړی وزارت ، ځان د ستراتیژی جوړول خپل مسوولیت ګڼی . خو تر اوسه نوموړی وزارت په دی بریالی شوی نه دی چی په هیواد کی یوه اغیزمنه ستراتیژی را منځته کړی چی د هغه په نتیجه کی د نشه یی توکو د کښت ، استعمال او قاچاق کی کموالی راشی.
دا په دی مانا چی د نشه یی توکو پرخلاف د مبارزی وزارت د نشه یی توکو پر ضد مبارزه کی کومه اغیزه نلری او نه هم ددی وزارت شتون ته اړتیا شته. لدی امله ټوله هغه بودجه چی د نوموړی وزارت له خوا په تیرو کلونو کی لګول شوی ده ټوله بی ځایه او بی ګټې وه.
همدارنګه ټولې هغه پروژی ( لکه د ښو کړنو څخه د ستاینی د پروګرام )چی نوموړی وزارت تر نوم لاندی تطبیق شوی دی د سره په هر اړخیز ډول وڅیړل شی او دا ښکاره کړل شی چی دا پروژې په سمه، دقیقه ، شفافه او بی طرفانه توګه په هیواد کی تطبیق شوی دی او که نه؟
د نشه یی توکو پر ضد د مبارزی په اوسنی میکانیزم او اوسنیو چارواکو او کارکونکو په شته والی سره ، نه یوازی به د نشه یی توکو ستونزه اواره نه شی بلکی د پخوا څخه به دا ستونزه زیاته پراخه شی.
له دی امله اړینه ده چی د نشه یی توکو پر ضد مبارزې په میکانیزم باندی د سره غور وشی اوسنی بیکاره میکانیزم ړنګ کړل شی او هغه لوړ پوړی ، منځ پوړي او ټیټ پوړی ټول کار کونکی په نوموړی سکتور کی د کار څخه ګوښه کړل شی .
په نوی کوچنی او اغیزمن میکانیزم او تشکیلاتی جوړښت کی داسی کسان وګومارل شی چی هغوی په صادقانه او نه ستړی کیدونکی توګه د نشه یی توکو پر ضد کار او مبارزه وکړي.
په هغه صورت کی کیدای شی په افغانستان کی د نشه یی توکو ستونزی د له منځه وړلو کی مهم او اغیزمن ګامونه پورته شی.
که چیری د افغانستان دولت د نشه یی توکو د کښت او تولید د مخنیوی د پاره د موجوده بیکاره میکانیزم څخه کار اخلی ، د واقعیتونو څخه سترګی پټی او غوږونه کاڼه وساتي نو ډیره لیری نه ده چی په راتلونکو پنځلسو کلونو کی به په نشه یی توکو د روږدو کسانو شمیر د هیواد د نفوسو نیمایی څخه زیات شی. چی دا به د افغانستان د بشپړې تباهی په مانا وي.
دا به د نړی په تاریخ کی د لومړی ځل د پاره یو هیواد وی چی اکثریت نفوس به یی په نشه يی توکو یعنی پوډرو روږدي کسان وي. او دا ویاړ (؟) به د اوسنی اداری ، پخوانیو او راتلونکو چارواکو په برخه شي.