د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جان مکین او وزیرستان

احمدجان تڼی 06.07.2016 11:42

د امریکا د متحده ایالاتو د سنا مجلس نامتو غړی جان مکین او ورسره ملګرو یی د شمالی وزیرستان لوی سوداګریز ښار میرانشاه کی د پنجاپ د پوځ د یوې قرار ګاه څخه د ۲۰۱۶ کال د جون په دریمه نیټه لیدنه وکړه.
د پوځی قرارګاه څخه یی ځکه لیدنه وکړه چی په شمالی وزیرستان کی د پوځ څخه بل څوک نه شته او د ملکی وګړو څخه تشه سیمه ده. په شمالی وزیرستان کی د خلکو نه شتون ، په خپله د لوی ناورین مانا لری چی ټول خلک اړ شوی دی چی سیمه پریږدي .
د پنجاپ استعماری اداره ادعا کوی چی په شمالی وزیرستان کی د ضرب غضب د عملیاتو په ترځ کی اوه سوه زره تنه بی ځایه شوی دی اوس ادعا کوی چی نږدی پنځه ویشت زره تنه بیرته خپلو سیمو ستانه شوی دی.
د عینی شاهدانو په قول د یو میلیون څخه زیات خلک د شمالی وزیرستان څخه بی ځایه شوی دی. چی یوه اندازه یی په خوست ، پکتیکا او پاتی یی تر کوهاټ ، بنو ، پیښور او نورو پښتنی سیمو ته تللی دی.
د سیمی څخه تر لاسه شوی معلومات ښکاره کوی ، هغه څوک چی بیرته کورنو ته ستانه شوی دی د هوایی او ځمکنیو قواو تر بریدونو لاندی راغلی دی او د دوی څخه کوم څوک ژوندی پاتی شوی نه دي.
همدا خبره وه چی د پنجاپ استعماری پوځ ونه کولی شول حتی څو تنه ملکیان د جان مکین او ورسره ملګرو سره د خبرو د پاره تیار کړي.
د دی لیدنې څخه یوه ورځ وړاندی نوموړی هییت د پاکستان پوځ د مشر جنرال رحیل شریف سره کتلی او د علاقی وړ موضوعاتو په هکله یی ورسره خبری کړي وې.
په شمالی وزیرستان کی د پنجاپی وحشی پوځ له خوا پوره دوه کاله څو ورځي کیږی چی جنګی عملیات روان دی . جان مکین هم دا علاقه وښودله چی ددی عملیاتو څخه په شمالی وزیرستان کی لیدنه وکړي. خو ده په وزیرستان کی بی کنډواله میرامشاه او د خلکو په خټو کلا کی د ځای په ځای شوی قرار ګاه څخه هلته څه ونه لیدل. په همدی قرار ګاه کی د ځای په ځای شوی پوځ کوماندان نوموړی هییت ته د پوځی عملیاتو په هکله څرګندونې وکړي.
د شمالی وزیرستان د میرامشاه د ښار څخه د جان مکین لیدنی څو پوښتنی د کتونکو په ذهنونو کی را پیدا کړې:
لومړۍ : په شمالی وزیرستان کی جان مکین او ورسره ملګرو یی څه ولیدل؟
دوهم : شمالی وزیرستان ته د دې سفر څخه د نوموړی ډلې موخه څه وه؟
دریم : پنجاپ څه غوښتل چی جان مکین او وروسره ملګرو ته یی وښیی؟
څلورم : ایا د کابل حکومت ددی لیدنې څخه خبر و او که نه ؟
پنځم : ددې لیدنی په هکله د کابل غبرګون څه دی؟
ددی د پاره چی پورتنیو پوښتنو ته ځواب ورکړو باید لومړی په وزیرستان کی د وروستیو حالاتو ته لنډه کتنه وکړو.
باید ووایو چی وزیرستان د ډیورینډ د کرغیړنی کرښی ها خوا پروت دی چی د هغه ځای خلکو د افغانستان او سیمی په سیاست کی مهم رول لوبولی دی. د افغانستان او انګریز په دریمه جګړه کی د وزیرستان د خلکو رول غوڅ او ټاکونکی و. په دی جګړه کی نږدی پنځه زره د وزیرستان خلک د افغانستان د ازادی په لاره کی شهیدان شول.
د وزیرستان خلکو د پښتنو نامتو مشر حاجی میرزالی خان تر مشری لاندی وکولی شول په سیمه کی انګریزی پوځونه مات کړی او انګریز دی ته تیار شو چی خپل شتون د هند په نیمه وچه کی پای ته ورسوي.
وزیرستان هیڅکله د پنجاپ د استعماری نظام واکمنی نه ده منلی او تل یی ددی استعمارګر هیواد په وړاندی مقاومت کړی او په دې لاره کی یی په زرګونو شهیدان ورکړي دي.
وزیرستان د سیمی یوه ستراتیژیکه برخه ده . هر څوک چی په وزیرستان حاکمیت ولري هغه په سیمه باندی واک چلولی شی.
د دی واقعیت په نظر کی نیولو سره د وزیرستان په وړاندی یوه سنجول شوی د اوږدی مودی د پاره ستراتیژی رامنځته کړه.
لومړی : ملی ازادی غوښتنی د مفکورې او قومی مشرتوب د منځه وړل.
دوهم: په دی سیمه کی د ورانکارو ډلو ځای په ځای کول او د هغوی څخه د سیمه ایزو خلکو د ځپلو ، افغانستان او سیمی ته د تروریزم د صدور کار اخیستل .
دریم : په پورتنی پلمی سره ، د پوځ له خوا د وزیرستان اشغال ته د زمینی برابرول.
څلورم : د سیمی د خلکو په بی رحمانه توګه ځپل او په دوی کی د ملی او ازادی غوښتنی د روحیی له منځه وړل
پورتنی پلان په تیرو پنځلسو کلونو کی په ډیر مهارت سره پلی کړل شو. لومړی په زرګونو وسله وال تروریستان په وزیرستان کی د پنجاپی د پټو ادارو له خوا په زور سره ځای په ځای کړل شول. د سیمی د خلکو په وینا ددی وسله والو کسانو اعاشه او اباته د پنجاپ د پټو سرویسونو له خوا تر سره کیده. او د دوی جنګی فعالیتونه د پنجاپ د پټو ادارو له خوا تنظیم کیدل.
نوموړو ډلو په سلګونو د وزیرستان قومی مشران او روشنفکران شهیدان کړل .مګر بیا هم پنجاپ ونه کولی شول چی په نوموړو ډلو سره د وزیرستان خلک تر خپل کنترول لاندی راولی نو ځکه یی نوموړی ډلی د وزیرستان څخه د پوځي عملیاتو وړاندی مصونو ځایونو ته وایستلی.
د دوه زره څوارلسم کال د جون د میاشتی په پنځلسمه د تکبیر په نارې ( الله اکبر ) سره د پنجاپ اردو په شمالی وزیرستان برید و کړ.
د ځینو معلوماتو له مخې په شمالی وزیریستان کی د عملیاتو د پاره دیرش زره پلی کوماندوی ځواک ګومارل شوی چی د سلګونو الوتکو او شوبلو یی ملاتړ کیده په ډیره بی رحمانه توګه د شمالی وزیرستان څخه سور تنور جوړ کړ.
د سیمی په تاریخ کې دا بیساری پوځي عملیات دی چی په دومره کچه پوځيان ، په ډير عصری جنګی تخنیک سره په کې برخه اخلی.
د پوځي اوصولو له مخې په دومره کچه پوځي عملیات د ورانکارو ګروپونو په وړاندی نه تر سره کیږی.
بلکې په دومره کچه د پوځ ګډون په عملیاتو کی یوازی د منظمی اردو سره د جګړې او یا د یوه ستر دفاعی ستراتیژیک مرکز د نیولو د پاره پلان کیږی.
د دوی په ژبه د تروریستی ډلو د ځپلو د پاره د دومره اندازه د پوځي قوت استعمال د جګړې د پلان کونکو په احمق والی باندی دلالت کوي. او یا کیدای شی دا قوت د یوه ستر ستراتیژیک هدف د پاره چی دوی یی ځانته ټاکي د تروریزم تر پړدې لاندې استعمال شي.
د بلی خوا د پنجاپ پوځ مشر ، سرتیرو ته په یوه وینا کی ویلی دی چی دوی به د وروستی تروریست په وړاندی هم کرار نه کینی. خو دلته پوښتنه پیدا کیږی چی د تروریست په وړاندی دومره پراخ عملیات کول په کومه مانا دی.د یوې او یا څو تروریستی ډلو په وړاندی د څو قل اردو استعمال څخه د پنجاپ موخه کومه ده؟
دا چی د دی قوت د استعمال څخه د پنجاپ پوځ د پينډۍ د قرارګاه مطلب څه دی ښایی په دی ډول وي:
• نړۍ او د سیمی خلکو ته ښودل چی وزیرستان د پنجاپ د استعماری اداری تر واک لاندی خاوره ده او دوی په ډاډه زړه په کی عملیات کولی شی.
• د دا ډول عملیاتو د پلان کولو څخه ښایی د کابل د حکومت ( چی د دیوریند کرښه نه مني) د غبرګون معلومول وي.
• همدارنګه ښایی په دومره کچه د عملیاتو پلانول د کابل حکومت ویرول وي تر څو خپلی غوښتنی په کابل ومني.
• ددی عملیاتو د پلان څخه ښایی د بنجاپ موخه نړیوالو ته دا ښوول وي چی اسلام اباد څومره د تروریزم ؟ په وړاندی په جګړه کې څومره جدي دی.
• ددی عملیاتو د پلان څخه د وزیرستان د خلکو ځپل وي چی تر څو د پنجاپ په وړاندی د بغاوت بیرغ پورته نکړي.
• د دی عملیاتو څخه د پنجاپ موخه د هغه حکومت تر کنترول لاندی د نورو مظلومو خلکو ویرول واوسي.
د پنجاب استعماری ادارې خپله نوي جوړه شوي بی پیلوټه الوتکه د شمالی وزیرستان د شوال په سیمه کی وازمویله .
دی الوتکی درې تنه هغه کسان چی د جوارو په پټیو کی په کار لګیا و ، په ډیره وحشیانه توګه په شهادت ورسول.
د شوال په سیمه کې د پنجاپ د وحشی او تیری کونکي پوځ د رپوټ له مخی دلته په تیرو ورځو کی په لس ګونو جنګیالي وژل شوی دی او هغوی ته زیات زیان رسیدلی دی.
مګر د هغه ځای د عینی شاهدانو له قوله ویل کیږی چی دا وژل شوی کسان ټول ماشومان او میرمنی دي چی په خپلو کورنو کی په شهادت رسیدلی دي.
د شمالی وزیرستان جګړه ډيره خونړي او ورانونکی ده. دلته د میرالي ، میرامشاه او نور ښارونه او په سلګونو کلي په کنډوالو بدل شوی او د ورانی بهیر روان دی.
مخکې ددی څخه چي پلی پوځونه سیمی ته ننوزی اف شپاړس جیټ الوتکو ، زرګونو کیلو ګرامو وزن په درلودلو سره د بمونو په غورځولو پیل وکړ . چی ورسره جوخت څرخی الوتکو د ځمکې په مخ د خلکو د ښکار د پاره منظمې الوتنی پیل کړې.
د وزیرستان په کلیو او بازارونو باندی د توپچی او توغندیو بارانونه جوړ شول. د وزیرستان په خلکو باندی د قیامت ورځ راغله .
په زرګونو خلکو د خپلو کورونو د چتونو او دیوالونه لاندی شول. او پاتې یی نه پوهیدل چی کومې خواته ځانونه خلاص کړي.
په لسګونو زرو کورنیو دا امکانات نه درلودل چی د جګړې د ډګر څخه ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي. د ډیرو میندو څخه خپل اولادونه ورک شول او د ډیر ماشومان په زانګو کی د میندو څخه پاتي شول.
چی د دې هوایی بمباریو او توپونو د ډزوڅخه دوې ورځي وروسته ، پلي پوځونه سیمې ته ننوتل. د پنجاپی اردو پلیو ځواکونو د پاره هر ژوندی موجود ټارګیټ و او دی.
دې وحشی پوځ نه یوازی په انسانانو رحم ونکړ بلکې په څارویو او کروندو باندی یی هم رحم ونکړ.
د شمالی وزیرستان جګړه د پنجاپی وحشی اردو د پاره ډیره اوږده ، د تلفاتو ډکه او قیمتی تمامه شوی ده د ځینو راپورونو له مخی نږدی دوه بیلیونو څخه زیات ډالر په دی عملیاتو کی لګول شوي دی.
په دی کی شک نه شته چی د پښتنو ضد جګړه د پنجاپ له خوا مخته بیول کیږی .په دی کی شک نه شته چی د وزیرستان جګړه د پنجاپیانو د پاره یو کال نه بلکی کلونه کلونه ونیسی او په دی به نه بریالی کیږی چی په وزیرستان کی حالات کنترول کړي.
په دی مانا چی وزیرستان هغه د پولادو څخه جوړې شوې نینې دي چی د ستوني څخه به تیره شی خو هضمول یی ناممکن دی او ډیره ممکنه ده چی ګیډه څيرې کړي.
دا په دی مانا چی په وزیرستان کې د پنجاپ د وحشی پوځ پښه بنده پاتی شوی ده . که چیری دا پوځ د وزیرستان څخه وځي په هغه صورت کی به وزیرستان په یوه ازاده سیمه تبدیل او د پنجاپ په وړاندی به د مقاومت ټینګ مورچل وګرځي.
او که د پڼجاپ پوځ وغواړي په وزیرستان او نورو قبایلی سیمو کې پاتې شي په هغه صورت کې به دا پوځ هره ورځ مرګونی تلفات زغمی په جګړه کې به پرسونل او جګړایز تخنیک د لاسه ورکوي او د اقتصادی لحاظه به د هغه د توان څخه ووځي .
دا هغه تجربه ده چی د انګریزانو پوځ د وزیرستان او نورو قبایلی سیمو څخه تر لاسه کړي ده. د انګریزانو پوځ په لسګونو کلونو په وزیرستان او قبایلو کی جګړه وکړه مګر یوه جګړه یی هم نه ګټله . تر څو د لوی اتل حاجی میرزالي خان تر کوماندی او مشری لاندی د ازادی مبارزینو وکولی شول چی انګریزان مات کړي او انګریزان اړ شی چی د هند نیمه وچه پریږدی.
اوس دا پوښتنه پیدا کیږی چی:
ایا جان مکین د وزیرستان کلیو او ښارونو د کنډوالوڅخه هم لیدنه کړه او یا یی ولیدل چی د پنجاپی وحشی پوځ له خوا وران شوی دی او په زرګونو کسان د دیوالونو او چتونو لاندی شهیدان شوی دی؟
ایا جان مکین ولیدل چی په وزیرستان کی خلک شته او که نه ؟ خلک څه شول؟
ایا جان مکین په هغه څه باور وکړ چې د پاکستان پوځ ورته وویل او که کوم د وزیرستان وګړی یی هم ولید چی د اصلی واقعیتونو څخه خبر شی؟
ایا جان مکین وخت نه درلود چی د واقعیتونو څخه د پوهیدنی د پاره د بی ځایه شوو خلکو کیمپونو ته ولاړ شی؟
ایا جان مکین د بی ځایه شوو خلکو او هم هغو کورنیو سره چی د کورنی غړی یی په بی رحمانه توګه شهیدان شوی دی د مرستو کولو کومه ژمنه هم وکړه؟
د رسنیو د راپورونو سره سم د جان مکین څخه ټول واقعیتونه پټ وساتل شول او یا ده د واقعیتونو د لیدلو توان نه درلود.
دوهمه دا چی جان مکین د وزیرستان د میرامشاه په ښار کی د پوځی قرارګاه څخه لیدنه وکړه مګر د خپلو خبرو په ترځ کی یی دا عملیات نه تایید کړل او نه رد کړل. بلکی د عامو ټکو په بیانولو سره یی ځان تیر کړ. خو د هغو جنایتونو څخه یی هم سترګی پټی کړی چی د وزیرستان د خلکو په وړاندی د پنجاپ وحشی پوځ تر سره کړی دی او یا کوي يی.
دا ښکاره نه ده چی د میرامشاه په ښار کی د پوځ د قرار ګاه څخه کتنی څخه د جان مکین موخه څه وه ؟ مګر هغه څه چی د پنجاپ پوځ غوښتل ددی لیدنی څخه یی لاسته رواړی په دی باندی بریالی نه شو. جان مکین په خپلو ویناو کی د پوځ د عملیاتو څخه کوم ښکاره ملاتړ ونکړ. یوازی یی وویل :موږ غواړو چی اړیکی مو سره نږدی شی او اختلافات حل شی.
خو هغه څه چی پنجاپ غوښتل په سیاسی توګه ( د افغانستان سره د اړیکو په اړوند ) ددی لیدنی څخه تر لاسه کړی هغه یی ترلاسه کړل. پنجاپ وغوښتل چی جان مکین ته په ډاګه کړی چی وزیرستان د هغوی خاوره ده او هغه ته یی دا سیمه ورښکاره کړه چی د دوی تر کنترول لاندی ده.
خو تر ټولو مهمه دا ده چی جان مکین باید دا فکر کړی وای چی وزیرستان یوه دعوایی سیمه ده او د دی سیمی څخه لیدل په دعوا کی د یوه اړخ څخه ملاتړ ښودل دی.
د امریکا د متحده ایالاتو حکومت باید دا ټکی درک کړی چی د پاکستان او افغانستان تر منځ د ځمکو په سر لانجه موجوده ده چی یوه ددی لانجمونو سیمو څخه همدا وزیرستان دی. له همدی امله جان مکین ته اړینه وه چی نوموړی سیمی ته د پاکستان د استعماری اداری په همکاری په پوځی الوتکه کی ولاړ نه شی.
که چیری په دی هکله په خپله جان مکین نه پوهیده باید په اسلام اباد کی د امریکا سفارت او یا په کابل کی د امریکا سفارت باید د دا ډول سفر مخنیوی کړی وای. تر څو په راتلونکی کی د افغانستان د خلکو او د پنجابی استعمار تر نیواک لاندی خلکو سره د امریکا د متحده ایالاتو اړیکی خړې پړې شوی نه وای.
باید ووایو چی د ډیورینډ استعماری کرښه د افغانستان د خلکو ، د پنجاب د استعمار لاندی خلکو د پاره د نه منلو وړ ده او هم د کابل دولت په ډاګه دا کرښه د رسمی پولې په توګه نه منی.
تر ټولو د شرمه ډکه خبره دا ده چی د کابل چارواکو او په تیره بیا د بهرنیو چارو وزارت ، د وزیرستان څخه د جان مکین په لیدنه سترګي پټی کړي. د کابل اداری ته اړینه وه چی په دی هکله یی کلک اعتراض کړی وای او په دی هکله یی د امریکا د متحده ایالاتو سفیر احضار کړی وای.
د پنجاپ د تروریستی اداری د چارواکو سره د لیدنی وروسته ، په کابل کی د جان مکین په خبرو کی بشپړ بدلون ولیدل شو. د روهی ویب پاڼی په قول:(( د امریکا د اولسمشری پخوانی نوماند جان مکین په مشری یوشمیر د امریکایی سناتورانو ، په کابل کی د امریکې په اولسمشر اوبا غږ وکړ ، چی د حقانی شبکه او ورسره نوری ترهګری ډلی چی په پاکستان کی خوندی پټنځایونه لری ، له منځه یوسی. دوی خبر داری ورکوی ، تر هغو پوری چی ترهګر د پټیدو د پاره خوندی اډې ولري ، د ترهګری په وړاندی جګړه نه شی ګټل کیدای. دوی ټینګار کوی چی د ترهګری سره د مبارزی له پاره باید د حقانی شبکی پر محوه کولو ډیر تمرکز وشی .
سناتور جو ډانلی وایی : چی امریکا باید نه یوازی د حقانی شبکه ، بلکی ټولې هغه ترهګری ډلې چی په پاکستان کی خوندی پټنځایونه لری ، له منځه یوسی. ده د پاکستان پر حکومت هم غږ وکړ چی په دی باره کی له امریکی سره مرسته وکړی . یوه بله سرچینه وایی ، چی امریکایی سناتورانو پاکستان ته خبرداری ورکړی ، چی که د ترهګرو په وړاندی کوټلی ګامونه وانخلی ، نو د امریکی له خوا به منزوي شی.))
اوس ټولی نړی ته ښکاره ده چی ترهګری د پنجاپ د پوځی استعماری اداری رسمی بهرنی او کورنی سیاست جوړوی پنجاب د ترهګری له لاری غواړی خپلو بهرنیو موخو ته ځان ورسوی. په نړي کی به داسی ترهګریز برید به تر سره شوی نه وي چی يه یوه شکل سره د پاکستان سره اړیکی ونه نیسی.
همدارنګه د خپل استعماری واک لاندی سیمو کی د ترهګرو ډلو څخه د خپلواکی غوښتونکو ملی غورځنګونو په ځپلو کی کار واخلی. نوموړو ډلو په زرګونو ملی او وطندوسته کسان له منځه وړلی دی او دا بهیر روان دی.
د پورتنو وینا و څخه ښکاری چی د امریکا د متحده ایالاتو د سنا هییت غړو ، د پاکستان څخه د سفر څخه هغه څه تر لاسه نکړل چی غوښتل یی. دوی اوس په بشپړه توګه ډاډه شول چی د پاکستان دولت د ترهګرو ډلو په وړاندی کوم عمل نه تر سره کوی ، نو ځکه په کابل کی یی د خپلو مرکو او ویناو په ترځ کی د امریکا د اولس مشر بارک اوباما څخه وغوښتل چی ((ټولې هغه ترهګری ډلې چی په پاکستان کی خوندی پټنځایونه لری ، له منځه یوسی.))
د وزیرستان څخه د لیدنی په ترځ کی به دا جان مکین او دده ملګرو ته په ډاګه شوی وی چی پنجاپی اردو ، د ترهګرو ډلو په وړاندی جګړه نه ده کړی او نه یی کوي . بلکی د پنجاپ د اردو جګړه د خلکو په وړاندی ده نو ځکه یی وزیرستان د خلکو څخه تش کړی او په کنډواله اړولی دی.
همدارنګه اړینه ده چی د کابل اداره ، د امریکا متحده ایالات او نورو هیوادونو چارواکو ته خبرداری ورکړی چی د هغو سیمو څخه چی افغانستان یی د ملکیت دعوه لری لیدنې ونکړي. په دی ډول په سیمه کی د نویو ستونزو د رامنځته کیدو څخه ډډه وکړي. په دی ډول د کابل اداره باید په کوټه او پیښور کی خپلی کونسلګری وتړي. دا ځکه چی په نړیوالو اړیکو کی دا اصل منل شوی دی چی هیڅ هیواد په خپله خاوره کی کونسلګری او یا سفارت نه پرانیزی.