د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پښتنو سراسري جرګې جوړولو اړتيا

احمدجان تڼی 25.03.2016 23:49

اوس ټول پښتون اولس په دې فکر دی چې د موجوده ناورين څخه د ځان د ژغورلو د پاره ، د کوم مېکانېرم له لارې خپل سراسري مشرتوب را منځته کړي.
تر دې وروستيو کلونو پورې د پښتنو پام د کابل ارګ ته و ، چی دا به د مسوول سياسي- اداري مرکزيت په توګه ، د روانې تراژيدي څخه د پښتنو د را ايستلو د پاره ، لازم پلان ترتيب او عملي کړي.
نو ځکه په ميليونو پښتانه د هېواد د نورو خلکو په اړخ کې کي راووتل ، تر څو ښاغي محمد اشرف غني احمدزي ته رايه ورکړي. په دي رايه ورکونکو کي حمل لرونکي مېرمني او يا هغه مېرمني هم شاملي وي چي نوي يي ماشومان زيږيدلي و. د ډېر لوړ عمر لرونکي نارينه او ښځينه هم ، د خپلو اولادونو په اوږو د رايو مرکزونو ته ولاړل ، نوموړي ته رايي ورکړي .
دوي فکر کاوه چي محمداشرف غني ، د يوه ملي فکر په درلودلو سره ، به وکولي شي ، پښتون اولس د موجوده ناورين څخه وژغوري.
اوسني روانه جګړه افغان وژنه نه ، بلکي دا جګړه پښتون وژنه ده.دا ځکه چې په تېرو څلوېښتو کلونو ، او په ځانګړي توګه په پنځلسو وروستيو کلونو کې ، د پښتنو تلفات دومره زيات دي چې د نورو توکمونو سره د پرتلې وړ نه دي.
په تېرو اولسمشري ټولټاکنو کې د پنجاپ مزدورانو او متعصبو پاشيستي افغان ضد کړيو هڅه وکړه چي د رايو ورکونکو مخه ونيسي. د يو شمير ګوتې غوڅې کړل شوې ، په هغو کليو کي چي د ښاغلي اشرف غني ملاتړ کونکي زيات و ،د پنجاب د مزدورانو او په متعصبو کړيو پورې د تړلو مليشاو له خوا بريدونه وشول. په لس ګونو کسان ووژل شول . مګر خلک ښاغلي اشرف غني ته د رايو ورکولو څخه ونه ګرځيدل.
همدا حالت د ښاغلي حامد کرزي اولسمشري ته په ټولټاکنو کي هم تر سره شوي و.
د ښاغلي حامد کرزي او د ښاغلي اشرف غني، د اولسمشري څوکي ته د برياليتوب د پاره ، په وزيرستان او نورو قبايلي او پښتونخوا سيمو کي خلکو دوعا ګانې او خيراتونه وکړل. او کله چي بريالي شول بيا يي ډوولونه ووهل او اتڼونه يي وکړل او يو له بله يي مبارکي سره ورکړې.
خو د اولسمشری څوکۍ ته ددوی په برياليتوب سره بيا هم واک د فاسدو – متعصبو کړيو په لاسونو کې پاتې شو . او دواړو اولسمشرانو کوم بنسټيز بدلون را منځته نکړی شو .
کله چي ښاغلي حامد کرزي خپله اداره جوړوله په هغه کي يي پښتنو ته په بشپړه شا کړه . د ځينو ولسواليو څخه په سلګونو وزيران او لوړپوړي چارواکي مقرر شول مګر د پښتنو د لس ګونو ولايتونو څخه يو لوړ پوړي چارواکي نه ليدل کيده.
په دولت کي د پښتنو شتون د اويا سلنه څخه شل سلنه ته راټيټ کړل شو.او د کابل په اداره کي هغه پښتو ژبي مقرر شول چي تر ټولو يي زيات په خپله د پښتنو سره تعصب کاوه .د کابل اداره د پښتنو د پاره پرادۍ شوه . په پښتو ژبه د زده کړو ، ليکلو او خبرو مخه ونيول شوه.
نوموړي ادارې پښتون ميشته سيمي په بشپړه توګه د انکشافي پروګرامونو څخه بي برخي وساتل شوې. په ډير مهارت سره د پښتنو په سيمو کي يې د پوهني مخه نيولي او لوړو زده کړو موسسو ته د پښتنو زده کونکو مخنيوي وشو.
ټوله د پښتنو سيمه د متعصبو کړيو، د پنجاپ په همکاريو او د لويديز په ملاتړ سره د اور په تنور واړول شوه.
د کابل ادارې روغې جوړې په نامه هسې د نړيوالو او افغانستان د خلکو د دوکې د پاره ډنډورې ووهل شوې. په همدې نوم په سلګونو ميليونه ډالره د متعصبو کړيو جيبونو ته ورواچول شول.
د پنجاپي پوځ وهڅول شو چي قبايلي سيمو ته ننوزي . په داسې حال کې چې دا سيمي نيمه خپلواکې ګڼل کيدې. مګر د کابل ادارې په هڅولو سره سل زره پنجاپي پوځ په قبايلي سيمو کي ځاي په ځاي کړل شو. په دي ډول د قبايلي سيمو اشغال قطعي وګرځول شو او د قبايلي سيمو نيمه خپلواکي له منځه ولاړه .
دا د کابل د اداري د هڅو نتيجه وه چي نه يوازي قبايلي سيمي د پنجاپي پوځ له خوا اشغال شوي بلکي په لسګونو کيلومتره د افغانستان ( موجوده) خاوره هم اشغال کړي.
دا د کابل د اداري د هڅولو او د لويديز د ملاتړ نتيجه وه چي د پنجاپ پوځ په شمالي وزيرستان ننوزي . په زرګونو د وزيرستان خلک ووژني ، ټول کلي او ښارونه وران کړي او پاتي خلک ددي خاوري وتښتي. په شمالي وزيرستان کي نه يوازي هر ډول درنده وسله او جنګي تخنيک د خلکو په ضد استعمال شو او يا استعمال کيږي ، بلکي د خلکو د قوله هلته کيمياوي وسله هم استعمال شوي ده . په ملکي کلو او کورونو د درندو بمونو غورځولو او د کيمياوي وسلو په استعال باندې د کابل اداره او نړيوال د بشري حقوقو سازمانونه چوپ پاتې شول.
د پنجاپ پوځ د لومړي ځل د پاره خپله بې پيلوټه الوتکه د وزيرستان په بې ګناه خلکو وازمويله.
داسې ويل کيږي چې پنجاپي استعمار اوس واړه اتومي بمونه جوړه کړي دي .
اوس ډير امکان لري چي په شمالي وزيرستان کي د پنجاپي پوځ له خوا اتومي وسله ( کوچني اټومي بمونه چي اوس يي جوړ کړي دي ) هم استعمال شي چي ورسره جوخت به خوست ، پکتيکا او پکتيا ولايتونه هم په کنډواله واوړي. او يا دا امکان لري چې دا بم د پنجاپ له خوا په کابل استعمال شي.
په دې بايد بشپړ باور ولرو چی پنجاپ به خپله اټومي وسله به يوازې او يوازې په پښتنو او يا په افغانستان باندې استعمالوي .
د پنجاپ له خوا د اټومي وسلو د جوړولو او ازمويلو په هکله د کابل اداره چوپ پاتې شوي ده او تر اوسه خپل غبرګون نه ښکاره کوي. داسې فکر کيږي چی د کابل د اړوندو چارواکو خولې د اوبو ډکې وي.
د کابل اداره نه پخوا ددې جوګه وه چې د انګريزي استعمار او يا اوس د پنجاپي استعمار په وړاندي غوڅ دريز ولري.
لدې امله پښتانه اړ دي چي يو نوي او سراسري مشرتوب را منځته کړي. تر څو وکولي شي د سيمي په سويه د پښتنو ژوند ته نجات ورکړي.
نوی پښتون مشرتوب به د کابل ارګ څخه بهر را منځته کيږي. او دا مهمه او بيړنۍ اړتياده دا ځکه چې :
اوس مهال په ټوله پښتونخوا ( له اموسينه تر اباسينه ) د پښتنو په ضد پراخه جګړه روانه ده. دا جګړه منظمه او پلان شوي ده چي په ميليونو پښتانه په کي وژل شوي ، په زرګونو ښارونه او کلي وران شوي او کروندي يي له منځه تللي دي.
نږدې څلوېښت کاله کيږي چې دا جګړه روانه ده . ددې جګړې اصلي لوبغاړی د پنجاپ استعماري – تروريستي اداره ده .
د دې جګړې څخه د پنجاپ موخه او ستراتيژي يوه ده. هغه په سيمه کی د پښتون اولس کمزوري کول .
پنجاپی پوځيانو ددی په څنګ کې چی د پښتنو په سيمو کې په مختلفو پلمو ا و نومونو د جګړو پلان جوړاوه د هغه په څنګ کی يې هڅه وکړه چې پښتانه د ملی مشرتوب څخه بې برخې کړي.
د پنجاپي ا ستعمار د مزدورو پاشيستي کړيو په مرسته په زرګونو پښتانه مشران په ټوله پښتونخوا ( له امو سينه تر اباسينه) له منځه وړي دي.
تر ډېره بريده پښتانه مشران په فزيکي توګه له منځه وړل کيږي او هم د مشرتوب د تشې د ډکولو د پاره يو شمير سست عناصر پښتو ژبي مزدوران ځاي په ځاي کيږي. دا سست عناصر يوازي او يوازي د واک او امتيازاتو او خپلو بادارانو د چوپړ په فکر کي دي .
په ټوله سيمه ( له اموسينه تر جيهلم او ګوادر )کی چې پښتانه ودان دي هلته د پښتنو ځپلو عمليات په منظم ډول سره مخته روان دي . د خلکو باغونه او شتمني له منځه ځي په ميليونو خلک د خپلو کليو او کورونو شړل شوي دي. چي دې ته د قومي تصفيي عمليات ويل کيږي.
هغه اساسي ستونزي چي پښتانه ورسره مخامخ دي عبارت دي له :
پښتانه په سيمه کي د لوي توکم په توګه په څلورو او حتي په پنځو برخو ويشل شوي دي. دا برخي عبارت دي له : افغانستان ، قبايلي سيمي ، کوټه ، پيښور. په دې جغرافيا کې د اموسينه تر اباسينه او ګوادر شامله کيږي.
د دې سيمو ټول پښتانه حق لري چي يو خپلواک، مستقل او متحد هيواد ولري مګر دوی ددې حق څخه بی برخې ساتل کيږي.
په دې ټوله سيمه کي د پښتنو په ضد په مختلفو نومونو سره جګړه روانه ده خو دا جګړه په هر نوم او نشان سره چي ده خو موخه يي يوه ده هغه د پښتنو په زړونو کي د اتحاد ، خپلواکي او د پخواني پښتونخوا ( له امو سينه تر ګوادر او اباسينه ) د جوړولو احساس له منځه وړل دي.
د مشرتوب ستونزه: لکه چي مخکي وويل شول. د پښتنو په منځ کي د پښتنو د مشرتوب د له منځه وړلو د پاره د دوو لارو کار اخيستل کيږي . د ملي مشرتوبونو په فزيکي توګه له منځه وړل او يا تطميع.
تر اوسه په زرګونو پښتانه مشران وژل شوي دی مګر ددې په اړخ کې په لږ اندازه سره تطميع شوی هم دي.
پښتانه د ملي مشرتوب د رامنځته کولو د پاره ځانګړي ميکانيزم لري.دا ميکانيزم عبارت دي د کوڅې او کلي د جرګي څخه نيولي تر هيواد پوري مشرتوب را منځته کولي شي.
بايد ووايو د لرغوني تاريخ څخه نيولي تر ننه پوري نوموړي ميکانيزم ، د پښتنو مشرتوب په رامنځته کولو کي ښه نتيجه ورکړي ده.
غوري شاهان ،ابو مسلم خراساني ، ميرويس خان او لوي احمدشاه بابا ددي ميکانيزم له مخي د خلکو او هيواد مشرتوب ته رسيدلي دي. او د هيواد دښمنانو ته يي سخت ګوزارونه ورکړي دي.
جرګه او يا د جرګو سيستم يو دموکراتيک سيستم دي چي په هغه کي نه يوازي نارينه ګډون کوي بلکي په هغه کي ښځينه هم ګډون کولي شي او يا د هغوي نظر په جرګه کي منعکس کيداي شي.
زيات شمير کتونکي په دې باور دي چې يو د هغو عواملو څخه چې پښتانه د اوسنيو ستونزو څخه دځانو په ژغورلو او د خپلو غليمانو د توطيو په شنډولو کې پاتې راغلي دي په پښتنو کې د مرکزي مشرتوب نشتوالي دي . تر څو ټول پښتانه د يوه متحد اولس په توګه خپلې ملي ګټې خوندي کړې.
ددې مشرانو د وژلو څخه د پاکستان استخبارات او متعصبې کړی درې موخې لري:
لومړي داچې د ترهرګرو ډلو( هغه چې د پنجاپ له خوا د خپلو استعماري موخو د پاره را منځته شوي دي) په وړاندې ددې سيمو د مشرانو مقاومت له منځه يووسي .
په دې ډول د پاکستان استخباراتي ارګانونه وکولاي شي په پښتني سيمو کې ترهګرې ډلې د نړيوالې ټولنې او په خپله دې ځايي سيمو خلکو په ضد ځاي په ځاي کړي .
تر څو دا خلک د پنجابې استعمار په وړاندې او د ټولو پښتنو سيمو د يووالی او خپلواکۍ د پاره سره يو نه شي.
او هم په عمومي توګه په سيمه کې د پښتنو د کمزوري کيدو سبب شي.
مشرتوب په يوه ټولنه کې يو اړين اصل دي ټولنه دخپل خوځښت او پرمختګ په لاره کې د اړتيا له مخې خپل مشران رامنځته کوي. دا په دې مانا چې دمشرانو په وژلو او يا رانيولو سره په يوه ټولنه کې د مشرتوب بنسټ نه له منځه ځي.
نو که هر څومره په کابل کې پاشيستي متعصبې ډلې ، ايران او پاکستان هڅه وکړي چې د پښتنو مشران له منځه يووسي بيا هم په دې موخه نشي بريالي کيداي. دا ځکه چې دا مشرتوب د ټوليزو اړتياو له امله رامنځته کيږي.
په پښتنوکې اوس هم په زرګونو داسې مشران شته دي چې په ډير صداقت او وړتيا سره ددې مظلوم ، محکوم او ځوريدلي اولس د پاره کار کوي . دوي په دې لاره کې هر ډول ستونزو د زغملو او دسرښندنو په ورکولو سره تيار دي تر څو دې قوم ته لازم چوپړ وکړي.
اوس دا پوښتنه پيدا کيږي چې څرنګه کيداي شي اغيزمن پښتون مشرتوب را منځته شي؟
پښتون اولس دا حق لري چې د يوه ملت په توګه د سيمې او نورې نړۍ د ملتونو په شان دټولو حقوقو څخه برخمن شي.
پښتون سراسري مشرتوب را منځته کېدل يوه اړتيا ده .
اوس ټول پښتانه د بيا يو کيدو په اړتيا پوه شوي دي او وايي ( يا به يو کيږو او ګني ورکيږو) . پښتنو د بابا خان عبدالغفارخان ددې وصيت د عملي کولو د پاره لازمه ده چې يو شمير عملي ګامونه پورته شي.
پښتانه په دې نیمه لویه وچه کې یو واقعیت دی چې هیڅوک یې د سترګو نه شی غورځولی.
خو تر ټولو باید لومړی دې ټکي ته اشاره وشي چې داسې جرګه جوړه شي چې په هغه کې د کابل متعصبه اداره ، پنجاپ او تهران اغیزه ونلري او یوازې او یوازې په دې سیمه کې د پښتنو غوښتنې او ارادې تمثیل کړي.
د دې جرګې جوړول په افغانستان او د پنجاپ تر کنترول لاندې سیمو کې ناممکن دي. دا ځکه چی د کابل اداره کې واکمنې کړۍ د پښتنو ضد اجندا لري او هیڅکله دا اجازه نه ورکوي چی د پښتنو سراسري یووالی را منځته شي.
له دی امله اړینه ده چی د پښتون سراسري جرګه ، په دوبۍ ، هند ، اروپا او یا لندن کې جوړه شي.
په دې جرګه کې کیدای شي محدود کسان ( خو هغوی چی واقعا د ټولو پښتنو استازیتوب وکړي ) راټول شي.
ددې جرګې دنده باید:
• د پښتنو اوسني وضعیت په دقیقه توګه وڅيړي.
• د اوسني ناورین څخه د پښتنو د راایستلو لارې او چارې په ګوته کړي
• یو داسې سازمان بنسټ کیږدي چی د ټولو پښتنو ( د اموسینه تر ملتان ، ګوادر او کشمیر) پورې د پښتنو مبارزو لارښوونه وکړي.
• کیدای شی ددی سازمان مرکزیت په اروپایی هیوادونو څخه په یوه کی واوسي مګر ښاخونه یی په ټوله پښتونخوا( له امو تر ملتان ، ګوادر او کشمیر ) کې فعال شی.
کیدای شی نوموړی سازمان لاندې موخې ځانته وټاکي:
الف : په ټولو پښتنو سیمو کې د جګړې د اور د بندیدل
ب : د ټولو پښتنو سیمو د خلکو تر منځ د یووالی د پاره د ګډې مبارزې رامنځته کیدل
ج: په سیمه ایزه او نړیواله سویه د پښتنو د حقوقو د تامین د پاره د غږ پورته کول
د : په ټولو پښتنو سیمو کې د یوه متحد سیاسی دولت د جوړیدو د پاره د میکانیزم را منځته کول
هه: د متحد سیاسی دولت د جوړیدو د پاره د مبارزو لارښوونه
و: د یو متحد ازاد او خپلواک هیواد اعلان او دفاع
ز : په سيمه کې د خپلواکۍ د پاره د مبارزو سازمانونو لکه د بلوڅانو د خپلواکۍ د پاره ګوندونو، د سند د خپلواکي د پاره د سازمان او نور خپلواکي غوښتونکو سازمانونو سره ګډه جبهه جوړه کړي.
د پښتنو یووالي ، ملي خپلواکي او په یوه واحده سیاسي جغرافیا کې د یوه متحد هیواد تشکیلول ، اقتصادي پرمختګ او د نړي د نورو اولسونو سره په سوله او ورورۍ کې ژوند د دوی طبعي او د نړیوالو پيژندل شویو حقوقو مطابق حق دی.
اوس پښتون اولس په دې پوهیږي چې حق نه ورکول کیږي بلکې حق اخیستل کیږي او ددې حق د اخیستلو د پاره ملي یووالي ته اړتیا لري. دا ځکه چې د پښتنو ملي یووالی ددې سبب کیږي چې خپلې سیاسي ، اقتصادي، امنیتي او کلتوري ستونزې حل کړي .
پښتون اولس یو واحد ملت دی چې د استعماری توطیو له امله په څو برخو ویشل شوی دی او دا ملت د نړی د نورو ملتونو په شان لکه ویتنام ، جرمني ، چین او هانګ کانګ ، یمن او نور ، دا حق لري چې بیرته سره یوځای شي.
پښتو مشهور متل دی چې ( اوبه په ډانګ نه بیلیږي ) . په همدې ډول د پښتنو په منځ کې د یوه قوم او اولس په توګه د یووالی روحیه ډیره پیاوړي ده دا ټولی مصنوعي کرښې چې د پښتنو په خاوره کې ایستل شوي دی کومه مانا نه لري.
باید وویل شي چې پښتانه حق لري چې ځانونه دجګړې د اور څخه وژغوري په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.
پښتانه دا حق لري چې په خپلو سیمو کې د لوږې او دربدری د لیرې کولو او د پرمختګ له پاره کار وکړي. او زیار وباسي.
پښتانه دا حق لري چې په خپله ژبه خبرې وکړي ، ولیکي او زده کړه وکړي.
پښتانه حق لري چې یو په دموکراسي ولاړ نظام ولري .
بلاخره پښتانه حق لري چې د نړی د نورو اولسونو په شان سره یو او د یوه واحد او خپلواک ملت په توګه یو واحد هیواد ولري او په سیمه کې د نورو اولسونو په اړخ کې په سوله ایزه توګه ژوند وکړي.
پښتون راتلونکي را منځته کیدونکی مشرتوب به وکولی شي د خلکو په ملاتړ سره د پنجاپ استعماري – تروریستي ادارې او نورو ارتجاعي ځواکونو ټغر ورټول کړ