د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هیله

محمد رفیع حسن زی 15.02.2015 23:29

هیله
د یونان په افسانو کې راځي چې د پاندورا (Pandora) په نامه یوه ښځه وه ، خدای هغه ته یو داسې صندوقچه ورکړی وه چې پکې ټول بلاګانی،مصیبتونه،غمونه او نفرت بندول،پاندورا یو ورځ د خپل کنجکاوي له وجهی صندوقچه خلاصه کړه،ټول بلاګانی، مصیبتونه او غمونه بیرون شول او تر ابده انسان سره مل شول کله چې پاندورا خپل اشتباه ته زیر شوه بغیر د امیده نور هیڅ څه نه کېدل چې دا ټول بیرته راشي او صندوقچه کې بند شي.خو زما په خیال لکه چې دا صندوقچه یی د افغانستان په خاوره کې خلاصه کړی ځکه چې ټول غمونه،مصیبتونه او بلاګانی پدې خاوره کې دي او افغانان ورسره لاس او ګریوان دي.خیر دا خو یوه افسانه ده اوس راځو د موضوع اصلي اړخ ته چې هغه امید او هیله ده.

هیله د ژوند بنسټیز عنصردی چې د هغه څخه بغیر ژوند خپل اهمیت له لاسه ورکوي،هیله انسان ته ژوند وربښي او مایوسی څخه ژغوري،هغه څوک چې مسلمان وي،په الله (ج) ایمان لري نو باید چې امیدواره وي ناهیلی او ناامیده نه وي.د اسلام ستر لارښود حضرت محمد (ص) د بعثت په لسم کال د اسلام دعوت لپاره طایف ته ولاړ تر څو د هغه ځای خلکو ته د الله تعالی دین ورسوي او د اسلام په مبارک دین یی مشرف کړي سره ددی چې د هغه ځای خلکو دعوت قبول نکړو بلکه انحضرت)ص( پسی د کوڅی ماشومان ولمسول چې دا لیونې دی په کاڼو او تږو یی وواهی او آنحضرت (ص) یی دومره واهه چې د پیښی څخه یی سری وینی بهیدلی او یو باغ کې د ستومانتیا له ویستلو لپاره کېناست،پدی وخت کې د الله (ج) له لوری جبرايیل (ع) راغی او حضرت محمد (ص) ته یی وویل ته امر وکړه چې دا ښار په دوی باندې په بل مخ واړوم ولی حضرت محمد (ص) و فرمایل:(اللهم اهده قومی فانهم لایعلمون) یعنی ای الله زما دی قوم ته هدایت وکړی ځکه چې دوی نه پوهیږي نادان دي په دوی کې به داسې یو ماشوم پیدا شي چې د اسلام مبارک دین به قبول کړي له دی څخه د آنحضرت )ص( هیله اوامید څرګندیږي چې څومره اوچت امید یی لره،همدارنګه د اسلام دوهم خلیفه حضرت عمر فاروق )رض( ایمان اوهیله وګوری چې فرمایی(( که چېری د ځمکې له مخ ټول انسانان جنت ته ولاړ شي او یوکس پکې دوزخ ته ولاړشي هغه کس به زه یم او بیا وایی که چېری د ځمکې له مخ ټول انسانان دوزخ ته ولاړ شي او یو کس پکې جنت ته ولاړ شي هغه کس به هم زه یم)).

هیله او امید سره ډیر لوړی او ژوری لاری وهل کېږي او سړی خپل منزل ته رسیږی،د هغو خلکو چې ضیعف ایمان او ضیعف امید وي پر الله (ج) یقین او باور نلري ډيره لږه زلزله،طوفان او مصیبت هغوی مایوسه کوي،وړه سیلی یی اراده وړي، ځان کمزوری احساسوي او په نیمه لاره کې پاتی کېږي.
همدارنګه د غرب پوهانو هم هیلي ته ډیر زیات اهمیت ورکړی چې وایی:هیله یو داسې احساس دی چې هر څه انسان وغواړی کولای شی ترلاسه کړي تر څو خپلوهیلو او ارزوګانو ته ورسیږي. موریس مترلینګ وایی نیکبختی په دغه دریو برخو کې ده.
۱-د تیر هیرول
۲-دم لخظه غنیمت ګنل
۳-راتلونکي ته هیله ساتل
فدریش فیلر د هیلي په باره کې وایی: هیله له مرګ سره هم له مینځه نه ځي. هر انسان د امید په درلودلو د ژوند لوړو سوکو ته رسیږي او هر څومره چې د انسان هڅی ګړنډی وی د مشروع اهدافو ترلاسه کولو لپاره او د نورو ته د رسیدو په هیله خپلو هڅو ته دوام ورکړي،قناعت ونکړي نو د ژوند د پرمختک او سوکالی لوری ته رسیږي او ټولنه هم د امید او جد و جهد سره ژوندې پاتی کېږي د ترقی او سوکالی لوری ته ځي په اخر کې دغه دعا کوم چې الله ج د هیڅ کله مونږ او ټولنه ناامیده او مایوسه نکړي ځکه چې زوال او بد بختي په ناهیلیتوب او ناامیدې کې پروت دې.