د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بانکداری لنډه تاریخچه

محمد رفیع حسن زی 20.11.2014 10:53

د بانک ابتداء په هکله کوم دقیق معلومات لاتراوسه پوری ترلاسه شوی نه دي چې د بانک شروع کیدو ټاکلي نیټه را څرګنده کړي ولی د ځینو اثارو له مخی داسی را څرګندیږي چې(۲۱۰۰ق م) مخکې له میلاد په بابل کې حمورابی بادشاهی درلوده،د ټولنی نظم او بهتروالي لپاره قوانین رامینځ ته کړل،د حمورابي قانون د تاریخ له نظره لومړنی قانون دی چې د پور او سود موضوع بیانوي. بابل ښار کې سوداګری خونې او بانکونه موجودول چې سوداګرو او بزګرو ته پور ورکوو چې د ربح(سود) اندازه یې له ٪۱۲ فیصده څخه تر ٪۲۳ فیصدو پوری رسیده.

يونان
یونان چې لرغونی تاریخ لري د علم او تمدن ټاټوبی دی د بانکوالی معاملات ئی(۲۰۰۰ق م) کاله مخکې له میلاد څخه د عبادت ځایونو(معبد) څخه سرچینه اخلي ځکه چې په هغه وخت کې به خلکو خپل امانتونه معبد کې کیښودل پدې خاطر چې معبد د امانت ساتلو لپاره بهترین ځای او د داخلي جنګونو له حملی څخه په امان کې ول او خاص د اعتماد په سترګه کتل کیدل،خلکو به امانتونه په معبد کې جمع کول،معبد ساتوونکو به د ولس امانت ساته او هغوی لپاره به یې د قرض لاری چاری برابرولې او معاملات به یې سرته رسول.
په یونان کې نه یواځې دا چې سقراط،افلاطون او ارسطو اوسیدل چې فلسفی پکې خاص پرمختګ کړی بلکې بانکداری سیستم هم ډیر زیات پرمختګ کړی وو.

روم
د یونان زوال څخه وروسته بانکداری په روم کې هم پرمختګ وکړو چې د اوسنی بانکداری سیستم سره یوشان والی لري لکه د خارجي پیسو تبادله او د هغی لپاره د نرخ ټاکل،د امانتونو اخستل او قرض ورکول،د جاري او پس انداز حسابونو پرانستل، د اعتبار لیک صادرول او داسې نور. د روم دولت په لومړی وخت کې د خلکو څخه مالیات اخستل،غالبأ مامورینو به دولت او موسسو ته پور ورکولو چې دا معاملات د بانکداری تاریخ په روم کې ثابتوي.

چین
چین کې هم بانکوالی شپږ پیړی مخکې له میلاد څخه رواج درلوده،د کاغذ په اختراع سره چې (۱۰۵ق م) مخکې له میلاد د بانکوالی په کړنو کې ډیر زیات مرسته وکړه. د کاغذ تر کشف کیدو وروسته د بانکي اسنادو تنظیم ، محاسبی حسابونو ساتل او د اسنادونو حمل و نقل په ارزان بیه صورت ونیولو.

مینځنیو پیړیو بانکداري
د یونان او روم امپراطوریو کې کوم بانکداری سیستم چې رواج درلوده په مینځنی پیړیو کې په مکمل ډول له مینځه تللي وه ، د بانکداری نوی عرف یو ځل بیا په مختلفو قومونو مخصوصأ یهودو کې پیدا شو،د هغوی د طبیعی استعداد له مخی چې د بانکداری سیستم کې درلوده یو نوی پړاو رامینځ ته کړ. د روم په کلیساګانو کې د پخواني یونان په شان معبدونو کې بانکې معاملات ترسره کېدل ولی ځنی پدی عقیده وو چې کلیسا کې بانکې معاملات باید ختم شي او خاص د خدای (ج) عبادت پکې وشي چې بلاخره د فرانسی شاه څلورم فلیپ د کلیسا بانکداری ته د پای ټکې کیښود،پدی سره اروپا کې دینی بانکداری ختمه شوه.
د دولسمی پیړی بانکي تحول د یادولو وړ دی چې لومباردانو پکې خپل خاص ځای درلوده.لومبارد په نوم یوه کورنی په ایټالیا کې اوسیده چې بانکداری فعالیتونه ترسره کول او د فعالیتونو ساحه یې تر لندن او پاریس پوری رسیده،چې اوس مهال د لندن په ښار کې د نړی په سطحه د مالی او پیسو مهم مرکز د بانکداری په برخه کې د لومباردانو په نوم یادیږي.لومباردانو به د وثیقی ترلاسه کولو په بدل کې سوداګر،دولت او وګړو ته قرضې ورکولی.




بانکونو تاسیس
لومړنی خصوصي مالي موسسه د بانک په نوم په کال (۱۱۷۱م) میلادي کې د ونیز بانک(Bank of Venice) په نوم خپل فعالیت پیل کړ.د بارسلونا بانک (Barcelona Bank) په کال (۱۴۰۱م) میلادی کې د بارسلونا واکمن له خوا جوړ شو او دا لومړنی دولتی بانک پیژندل شوی دی.امستردام بانک (Amsterdam Bank) په کال (۱۶۰۹م) میلادی کې تاسیس شو، امستردام بانک ثابت کړل چې د هر بانک بقاء د خلکو په اعتماد ولاړ دی او هر کله چې د خلکو اعتماد سلب(ختم) شي بیا د دولت ضمانت هم دومره موثره نشي ثابت کیدای.سوید بانک(Riksbank) په کال (۱۶۵۶م) میلادي کې نوي مقرراتو سره د یو سهامی شرکت په صفت جوړ شوچی د بانکداری په تاریخ کې یوه نوی دوره پیل شوه.د انګلستان بانک په کال (۱۶۹۴ م) میلادي کی جوړ شو، که هر څومره خصوصي ول خو بیا هم داسی شکل سره یې بنسټ ایښودل شوی تر څو د دولت مالی اړتیاوی پوره کړي او همدارنګه د فرانسی عمومي بانک (Banque Generale) چې د انګلستان بانک سره یو شان والی لري په کال (۱۷۱۶م ) کې تاسیس او د پاریس ښارکې فعالیت پیل کړ.له دی څخه وروسته د نړی په ټول هیوادونو کې بانکونه جوړ شول او د فعالیتونو ساحه یې پراخه شوه ،چې بلاخره اوس بانکوالي د هر هیواد مهم مالی سکتور بلل کیږي.