د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغا نستا ن کی د بانکوالی تاریخ او شته خنډونه

محمد رفیع حسن زی 04.08.2014 22:05

افغانستان یو اسلامی هیواد دی چی سود یا ربا کول پیسو له طریقه پیسو سره حرام او د اسلامي شریعت خلاف گڼل کیږي نو په همدی سبب د شلمي پیړي تر لومړنی پوري هیڅ رسمي بانک په افغانستان کی وجود نه درلود او شاهي مال په شاهي خزانو کی ساتل کیده،خلکو به خپله پانګه پخپله ساتله او ځینو ښارونو کی به د اعتمادوړ کورنیو له خوا امانت خانی جوړیدی بغیرله سود او گټی د خلکو امانت ساتنه یی کوله،په ټولنه کی چی یو تعداد صرافانو وجود درلوده د سود خور او دوزخي په نوم سپکه کتل کیدل.کله چی انگلیسان افغانستان ته داخل شول یو شیمر هندي صرافانو په هند او افغانستان کی فعالیت درلوده د وخت ارزښت لرونکو پیسو لکه اشرفی سکه(عربی طلا )،هندی روپی،انگلیسي پوند او داسی نور د تجارت موخو لپاره تبادله کیدل.

دولت په ۱۳۰۷ ه ش کال کی یوه موسسه د سهامی شرکت په نوم تا سیس کړه،چی د افغانی ارز ښت د خارجی اسعارو په مقابل کی وساتي،لومړنی شرکت و چی پانګه اچونه باندی تمرکز وکړو او په ۱۳۰۹ ه ش کال کی پانګه ئی ۵ ملیون افغانیو ته رسیده،وروسته بیا دغه سهامی شرکت په بانک تبدیل شو.د بانکوالی عصري تاریخي بهیر په ا فغانستا ن کی د ۱۳۱۱ ه ش کال څخه وروسته دهیواد ملی سوداگر عبدالمجید خان زابلي په زیار او مرسته پیل شو.له دی څخه مخکی کریدتی معاملات او د اسعارو تبادله د خارجی صرافانو په واسطه چی په کابل او قندهار ښارونو کی فعالیتونه درلودل سر ته رسول حتی د دولت لپاره خارجی اسعار به هم له همدغو صرافانو په مرسته تهیه کیدل.دهیواد ملی شخصیت او سوداگر عبدالمجید خان زابلی لمړي ځل لپاره په ۱۳۱۲ ه ش کال کی لمړني بانک جوړیدو ډبره په افغانستان کی کیښوده،چی دافغان ملی بانک( Afghan National Bank) په نوم ونومول شو ټوله سرمایه يي ۹.۶‍ملیون افغانی وه چی د خصوصی سکتور ونډه پکی ۷۲٪ فیصده او د دولت ونډه پکی ۲۸ ٪ فیصده وه .

د افغان ملی بانک ترڅو پوری چی دافغانستان بانک تاسیس شوی نه و د مرکزی بانک دنده ئی هم سرته رسوله،د دولت لپاره ئی خارجی اسعار رانیول او د لمړي ځل لپاره ۱۳۱۴ ه ش کال کی د بانک له طریقه بانکنوتونه جاری شول.کله چی د افغانستان بانک په ۱۳۱۸ ه ش کال کی تاسیس شو د تاسیس کیدو سر ه سم د افغانستان مرکزي بانک په حیث وپیژندل شو، د هماغه وخت راهسی د افغانستان بانک د مرکزي بانک ټولي د ندي په غاړه لري.
د افغانستان بانک لومړنی سرمایه ۱۲۰ ملیون افغانی وه چی ۷۵٪ فیصده سرمایه د دولت لخوا تهیه او پاتی ۲۵٪ فیصده د ملی بانک لخوا ورکړل شوه. د افغانستان بانک د هیواد مرکزی بانک په حیث دنده لري چی بانکنوټونه خپور کړي،په دوران کی یی واچوي او د افغانیو ارزښت د خارجي اسعارو په مقابل کی وساتي، دولت ته قرض ورکړي، پرمختیایی پروژي تمویل کړي او حسابونه تصفیه کړي. د افغانستان بانک ټول دندي د اساس نامی په بنسټ تنظیم کیدل تر هغه پوری چی په ۱۳۵۴ ه ش کال کی د بانکداری قانون نافذ شو او د قانون نافذ کیدو وروسته ټولي دندي د قانون په اساس ترسره کیدل.

د افغانستان بانک د جوړیدو وروسته ځینی نور سوداګریز بانکونه هم مینځ ته راغلل لکه پښتنی سوداګریز بانک،ګروي او تعمیراتی بانک،کرهنی پرمختیایي بانک،صنعتی پرمختیایي بانک او صادراتو پرمختیایي بانک نومونه د یادولو وړ دي. د بانکونو پرمختګ او ترقی لسیزه ۱۳۴۲-۱۳۳۰ ه ش کالونه و چی بانکداری پکی ډیر زیات وده او پرمختګ وکړو.

د روسانو د یرغل او د کورنیو جګرو پیل کیدو سره د هیواد ټول سکتورونه ویران او ویجاړ شول خصوصا د بانکداری سکتور هم ډیر زیات زیانمن شو د پیسو پړسوپ رامینځ ته شو پنځه زریز افغانیګی (۵۰۰۰) او لس زریز افغانیګی (۱۰۰۰۰) چاپ شول چی لس افغانیګی(۱۰) شل افغانیګی (۲۰) پنځوس افغانیګی (۵۰) او سل افغانیګی (۱۰۰) له چلښت (دوران) څخه وغورځیدل د افغانیو پړسوپ دومره لوړه شو چی افغانیو لیږ را لیږ په لوړ حجم سره کیده ارزښت ئی د خارجي اسعارو په مقابل کی دلاسه ورکړ.کله چی د حامد کرزی حکومت مینځ ته راغی او په ۱۳۸۲ ه ش کال کی د بانکداری نوی قانون تصویب شو یو ځل بیا سوداګریز بانکونو د افغانستان بانک څخه چی د هیواد مرکزی بانک دی د فعالیت جوازونه ترلاسه په فعالیتونو ئی پیل وکړو،پدی سره بانکي سکتور یو ځل بیا وغوړیدو د افغانستان بانک وشو کولای چی د نوی افغانیو چاپ کیدو سره د پیسو پړسوپ بحران مهار کړ او د لمړی ځل لپاره پنځه کلن ستراتژیک پلان له ۱۳۸۸ څخه تر ۱۳۹۲ کاله پوری جوړ کړه.
اوس مهال په افغانستان کی ۱۴ خصوصی او ۳ دولتي بانکونه فعالیت لري د یو راپور له مخی چی د افغانستان د بانکونو اتحادیی ریس ښاغلی خلیل صدیق ویلی((د افغانستان فقط څلور سلنه ۴٪ وګري بانکداری سیستم ته لاس رسی لري او هغه امانتونه چی د افغانستان خصوصي او دولتي بانکونو کی د پیریدونکو لخوا ایښودل شویدي ارزښت ئی پنځه بلیون ډالرو ته رسیږي)) دا باید هیر نکړو چی تیرو دولس کالونو کی د بانکداری سیستم په افغانستان کی بی ساری پرمختګ کړيدي او نړیوالو معیارونو سره برابر خدمات خپلو پیرودونکو لپاره وړاندي کړي.
اوس پوښتنه دا رامینځ ته کیږي چی بانکداری سکتور ته ولی خلکو لاس رسی کم او دا سکتور کوم خنډونو سره مخ دی؟
لمړی : دا چی افغانستان یو وروسته پاتی هیواد دی د نفوس زیاته برخه د فقر کرښی لاندی ژوند تیروي سپما نشی کولای حتی د ژوند لمړنی اړتیاوي هم نشی پوره کولی.
دویم : دا چی افغانستان یو زراعتي هیواد دی چی ۸۵ سلنه وګري په زراعت کی بوخت دي. د زراعت څخه ترلاسه شوی عاید دوامدار نه وي نو دوامداره سپما هم نشی کولی.
دریم : دا چی د افغانستان اکثر وګړي د بانکداری سیستم سره نا اشنا دي د بانکي سیستم په ګټو او فوایدو باندی نه پوهیږي.
څلورم : دا چی د بانک تعریف نیمګرتیاوي لري او په داسې الفاظو سره چی په هغه کی د سود یا ربا خبره کیږي چې دا د امته مسلمه لپاره د منلو وړ ندې نو ځکه افغانان په بانکونو کی د امانت ایښودلو ته زړه نه ښه کوي.
پنځم : دا چی افغانستان کی بی ثباتي،امنیت نشتوالی او فساد هغه عوامل دي چی پانګوال پانګه اچوني ته زړه نه ښه کوي خپله پانګه د داخلی بانکونو څخه بهرنیو بانکونو ته انتقالوي.
شپږم : دا چی سوداګریزو بانکونو باندې د مرکزي بانک لخوا دوامدار څارنه نشته همدا وجه وه چی کابل بانک د مالی بحران سره مخ شو،د خلکو اعتماد په بانکی سکتور کم شو.
اووم : دا چی د افغانستان سوداګریز بانکونه په لوړه کچه پانګه نه لري چی د پانګوني زیر بنائي پروژو لپاره پانګه اچونه او اوږد مهال پورونه ورکړي.