د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اقتصاد پلار آدم سمیت

محمد رفیع حسن زی 02.09.2014 15:35

ادم سمیت د اقتصاد د علم بنسټ ایښودونکی او د اقتصاد پلار لقب یې ګټلی دی د پیدایښت نیټه یې په دقیق ډول څرګنده نده ولی ځینی اثاردده د پیدایښت نیټه په دی ډول بیانوي،چی د سکاټلینډ په کرکالډی (Kirkcaldy) ښار کی په 05/06/1723 م کال کې زیږیدلی دی. لومړنی زده کړی د بورغ ښوونځي کې د ریاضیات،لاتین او تاریخ لیکنی په برخه کې ترسره کړي او وروسته بیا ګلاسګو (Glasgow) پوهنتون کې داخل شو،فلسفه یې زده کړه کله چې څوارلس کلنی ته ورسید په کال 1740 م کې د انګلستان مشهور پوهنتون اکسفورډ(Oxford University) ته لار پیدا کړه.
د تحصیل تر بشپړیدو وروسته بیرته خپل ښار ته راغې،د ګلاسګو په پوهنتون کې لومړی د منطق وروسته بیا د اخلاقو او فلسفی استاد په حیث دنده ترسره کړه چې پدی جریان کې ددې یو کتاب(د اخلاقي احساساتو نظریه ) په کال 1759 م کې تالیف او خپور شو د ادم سمیت د شهرت زیاتوالی باعث وګرځید،خاص اعتبار یې پیدا کړ. په وروستي وختونو کې یې خپل نظریات سیاسي اقتصاد خواته وګرځول،د استادی مقدسه دنده یی پریښوده،سفرته یې ملا وتړله،مسافرت یې دوه کاله دوام پیدا کړ،یو څه موده په فرانسه کې پاتې شواو هلته یی فیزیوکراتیانو سره ولیدل،د هغوی نظریات او اثار یې تر مطالعی لاندې ونیول همدارنګه د وخت نامتو پوهانو سره یې هم لیدنی وکړی لکه جمیز واټ،بنیامین فرانکلین،ډیوید هوم،ډاکټر کینی،تورګو،دولتر،دوپن او داسې نور د یادولو وړ دي.
ادم سمیت ستر کار د اتلسمی پیړی په اواخرو کې ترسره کړ.اقتصاد یی د نورو علومو څخه جلا د یو ځانګړی علم په توګه خلکو ته وروپیژنده.نوموړی اقتصاد د شتمنی علم ګني او داسې وایي(اقتصاد داسې علم دې چې د شتمنی پیدایښت،شتمنی تبادله،شتمنی تقسیم او د شتمنی مصرف تر څیړني لاندې نیسي) د نړی ډیر نامتو اقتصاد پوهان هم د ادم سمیت دا نظر تایید او پیروي یی کوي لکه: ولرس(Walrus) جي اس مل ( (J.S.Mill این ډبلیو سینر N.W.Senior)) مالتوس (Malthus)،ډیویډ ریکارډو(David Ricardo) او داسې نور.
څرنګه چې ادم سمیت اقتصاد علم نړیوالو ته د یو ځانګړي علم په توګه وروپیژنده چې نن ورځ یی دومره پرمختګ کړې او په مختلفو څانګو باندې ویشل شوی چی اوس مهال د نړی زرګونه انسانان ددی علم په حاصلولو کې بوخت دي او د ادم سمیت نوم په خوله اخلي.
آدم سمیت د (ملتونو شتمنی)مشهور کتاب په 1764م کال کې په لیکلو پیل وکړ چې لس کاله یې دوام پیدا کړ تر بشپړیدو دری کاله وروسته په کال 1776م کال کې په نشر ورسید،د دغې کتاب په خپریدو سره د ادم سمیت شهرت دوه برابره کړ او د وخت مشهور او نامتوخلکو او پوهانو غوښتل چې ادم سمیت سره وګوری او د هغه له نظریاتو څخه متاثره شی حتی اکثرو حکومتی چارواکو په هغه وخت کې د ادم سمیت نظریې عملي کړي چې پخپله آدم سمیت د انګلستان مشهور صدراعظم پیټ په هکله وایې(دغه پیټ یو عجیب او فوق العاده سړی دی زما نظریات او افکار تر ما هم ښه درک کوي).
اوس سوال دلته را پیدا کیږي چې د ملتونو شتمنی کتاب ولی دومره شهرت پیداکړ علت یې څه و؟
د ملتونو شتمنی کتاب په داسې وخت کې نشر ته ورسید چې د بخار ماشین تر کشفیدو وروسته په انګلستان کې صنعتی انقلاب رامینځ ته شوې و.پدی وخت کې د انګلستان دولت غوښتل چې نړیوال سوداګري باید آزاد پریښودل شي دولت باید په سوداګری کې هیڅ مداخله ونکړي پدې سره به د صادراتو او وارداتو کچه لوړه شي ترڅوپه داخل کې صنعت ښه پرمختګ وکړي او بل علت یی په هغه وخت کې د لیبرالسیم د اصولو په باره کې په فرانسه او انګلستان کې مکتبونه جوړ شوي و،چې د ادم سمیت د نظریاتو تایید اود خپریدو سبب شول.آدم سمیت د ژوند تر اخري سلګیو پورې زیار ویستو چې ازاد اقتصاد لپاره بنسټیزي لیکنی او کار وکړي ترڅو خلک د اقتصاد د علم ارزښت څخه خبر کړي چی پدی برخه کې ستر خدمات او نه هیریدونکی هلی ځلې ترسره کړی او بلاخره په 17/07/1790 میلادي کال کې د 67 کالو په عمر ددی نړی څخه سترګې پټي کړی.