د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مرکزي بانک تاریخچه

محمد رفیع حسن زی 29.06.2015 11:30

د مینځنیو پیړیو د مینځه تللو سره، د رسانس دوری رامینځ ته کیدو سره او د کلیسا ضیعف کیدو سره بانکداری صنعت د یهودیانو د ولکی څخه خلاص په اروپا کی په یو خاص بڼه رامینځ ته شو.ویل کیږي چی لومړنی مدرن بانک کیدای شی چی د فرانسی بانک وي چی ۱۷۱۶ میلادي کال کی د دولتی جواز ترلاسه کولو سره د خصوصي بانک په ډول جوړ شو،دغه بانک خلکو څخه امانتونه اخستل،پورونه یی ورکول او بانکنوټونه خپرول،د فرانسی بانک په ۱۷۱۸ میلادي کال کی دولت د سهم لرونکو ټول سهام واخستل په مکمل ډول د فرانسی بانک په دولتي بانک باندی تبدیل شو.

د فرانسی بانک رامینڅ ته کیدو سره په اروپا کی بانکداری صنعت هم ځانته نوی او پرمختللی څیره غوره کړه،مختلف بانکونو په مختلفو برخو کی خپل فعالیتونه پیل کړل.د دولت له خوا په بانکی چارو کی قانوني نظارت نه موجودیت او بانکونه په خپل سر پریښودل،د وخت او زمان په تیریدو سره هغه بانکونو ډیر زیات پرمختګ وکړو چی بانکنوټونه یی چاپ کول،د بی شمیره بانکنوټونو خپرول،د امانتونو په اخستلو کی تند روي او د حد څخه زیات پورونه ورکول ددی سبب شول چی دولت په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د بانکداری سکتور کی لاسوهنه وکړي او یو نوی بانک تاسیس (مرکزي بانک) او بانکنوټونو خپورولو انحصار په لاس کی واخلي. په اروپا کی اکثر مرکزي بانکونه په نولسمه پیړی کی رامینځ ته شويدي.

کله چی لومړنی نړیواله جګړه پای ته ورسیده په ټول نړی کی د پیسو بحران رامینځ ته شو،ټول هیوادونه دی نتیجی ته ورسیدل چی د خپلو پیسو ارزښت باید وساتی. په ۱۹۲۱ میلادي کال کی د بروکسل په کنفرانس کی يو شمیر هیوادونو مالی وزیران سره راټول شول او د مرکزي بانک جوړیدو نظریه ټولو هیوادونو لپاره وړاندی کړه دا یی په ټولو هیوادونو لازم وګنله چی مرکزي بانک باید جوړی کړي او یا هغه هیوادونه چی مرکزي بانکونه یی لرل له مینځه تللی ول باید بیا ورغول شي.مرکزي بانک کولی شی چی د پیسو ارزښت وساتی،د پیسو مقدار په بازار کی کنترول کړي،مالی پالیسی جوړی کړی،تجارتی او تخصصی بانکونو څارنه او نظارت وکړی ترڅو وشی کولی چی د پیسو بحران مخنیوي او د هیواد په اقتصادي پرمخټګ کی مهمه دنده ترسره کړي.

د مرکزي بانک نوم لپاره لاتراوسه پوری کوم خاص ترمینالوژی پکار وړل شوی نده هر هیواد د مرکزي بانک لپاره په خپل زړه نوم غوره کړی دی لکه د افغانستان بانک چی د افغانستان مرکزي بانک دی،بینک آف انګلینډ چی د انګلستان مرکزي بانک دی.اکثر مرکزي بانکونو نومونه د هغه هیواد په نوم سره شروع کیږي لکه د افغانستان بانک،د کاناډا مرکزي بانک،بینک آف انګلینډ، د ځینو هیوادونو مرکزي بانک لپاره ملی کلیمه پکار وړل شوی لکه د اوکرین ملی بانک(National Bank of Ukraine) ځینو هیوادونو بیا مرکزي کلیمه استعمال کړی ده لکه د برازیل مرکزي بانک Brazil)‌(Central Bank of ،همدارنګه ځینوهیوادونو(Reserve) یعنی ذخیري کلیمه کارولی ده لکه د استرلیا مرکزي بانک (Reserve Bank of Australia) د هندوستان مرکزي بانک (Reserve Bank of India) ولی د امریکا متحده الات فیدرالي سیستم (Federal Reserve System) لري.

مرکزي بانک یوه داسی اداره ده چی د مملکت مالی نظام پیاوړتیا ملاټر(‌ذمه دار) دي،د مالی او اقتصادی پیاوړتیا لپاره هر راز کوښښ کوي.مرکزي بانک د نورو بانکونو څخه جلاء دي ځکه چی مرکزي بانک موخه او هدف د ګټی ترلاسه کول ندي بلکی په هیواد کی د مالی نظام پیاوړتیا لپاره کار کوي.