د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خلکو !

الحاج الھام الدین قیام 06.01.2015 09:26

د ژوند په ھرحالت کی تحمُل په کاردی خلکو
په کړو وړوکی موھروخت تعقُل په کاردی خلکو

منزل ته لاراوږده ، پکی ستونزی دي پریمانه
پدی لارکی د ستونزو تقبُل په کاردی خلکو

یوازی ، پدی لاره ترمنزله تګ مشکل دی
پدی لاره موتګ ته تشکُل په کاردی خلکو

په پټوسترګوھیڅوخت ، په ھیچاقضاوت مکړئ
د ھرچا په کړو وړوسم تامُل په کاردی خلکو

د یاس اوناھیلۍ څپی مووژني ، پدی پوه شئ
د یاس په ځای په ھیلوتوصُل په کاردی خلکو

د خپلو ارزوګانو تحقُق ته لار پیداکړئ
رښتیاموکه په ژوندکی تحوُل په کاردی خلکو

که خپل( قیام) منزل ته په رښتیارسول غواړئ
افراط اوتفریط پریږدئ ، تعادُل په کاردی خلکو

۲۵/۱۲/۲۰۱۴