د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ځوانه !

الحاج الھام الدین قیام 30.06.2015 20:39

باطل ته تل باطل وایه،حقپال اوسیږه ځوانه
د حق په لوردعوت ته،توربلال اوسیږه ځوانه

د ننګ اوپت په کارکی د خوشال وصیت ھیرنکړې
په توره اوقلم دواړوسمبال اوسیږه ځوانه

که ځانته درنښت غواړې د درنوپه لاره درومه
درانه ملګري پاله اودروند سیال اوسیږه ځوانه

په تورتوپک نورنه شي په قلم جنګونه زده کړه
قلم د ځان وسله کړه،وسله وال اوسیږه ځوانه

توپک د مرګ په لاره بوتلو،دغه لاره پریږده
قلم اوکتاب دواړوته لیوال اوسیږه ځوانه

د کرکې اونفرت نه دې ځان ساته،ھوښیاراوسه
د مینی په ترویج کی تل فعال اوسیږه ځوانه

وطن درنه زلمیه په میړانه ساتل غواړي
د ھردښمن په وړاندې لکه ډال اوسیږه ځوانه

د جنګ او وروروژنې په ضد پاڅه قیام وکړه
منزل ته دې په تګ کی لوړمورال اوسیږه ځوانه
29/06/2015