د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خدایه !

الحاج الھام الدین قیام 27.10.2015 12:11

په مونږد غم د پاسه غم راځي
یوېې تېرنه وي بل ماتم راځي

رښتیاچی غم له غمه نه شرمیږي
د غم لښکرپه مونږ یکدم راځي

دلته د ویرټغرټول شوی ندی
یوغم په بل پسې پیھم راځي

یوندی،دوه ندي چی وېې زغمو
چوراوتالان زمونږپه زغم راځي

پخپل قلم دومره غمونه لیکم
خولې ته ژړا اوس د قلم راځي

مونږافغانان ھم انسانان یوخدایه
په مونږ به کله ستا کرم راځي

په ھر(قیام)کی جنتونه غواړو
خوپه قسمت مو جھنم راځي
26/10/2015