د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دښمنه!

الحاج الھام الدین قیام 24.08.2015 16:11

که وخت راغی ستا ترکوردرځم دښمنه
په پوښتنه د خپل پور درځم دښمنه

ترقیا مته به بیکس او بیوس نه یم
یوه ورځ خو به ضروردرځم دښمنه

ښه مې پیژنې چی زه ھغه پښتون یم
چی په پښو به ستا په لوردرځم دښمنه

که مې دواړه پښې لاسونه رانه پرې کړې
په سینه به تر لاھور درځم دښمنه

که مې وخت د قیام راغی بیابه ګورې
چی ھرو مرو په شور درځم دښمنه