د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مرسي لومړۍ شپه په زندان کې... تر سهاره قرآن کریم!

سید ولي حامد 07.11.2013 11:44

تر دې سرلیک لاندې ( د مرسي لومړۍ شپه په زندان کې... تر سهاره قرآن کریم ) القدس العربي عربي ورځپاڼې لیکلي: (  په مسلسله توګه له لمازدیګره تر سهاره لمنځونه او د قرآن کریم تلاوت، په منځ کې یې  لږ لږ د تلویزیون د ځینو پروګرامونو کتل... په دې توګه محمد مرسي د مصر لیرې کړای شوي ولسمشر خپله لومړۍ شپه د برج العرب زندان په روغتون کې تېره کړه )
    تر برج العرب زندان را تاو صحرايي سیمه چې د اسکندریې ساحلي ولایت لوېديځ او د مصر شمال ته پرته ده، پرون د مرسي له ور رسېدو سره سم  نظامي اډې ته ورته شوې ده!  مرسي هلته ددې لپاره وړل شوی تر څو په نوموړي زندان کې د احتیاطي بند موده، د هغه محاکمې په تمه پوره کړي کومه چې  د الاتحادیه قصر د پېښې د راتلونکي جنوري په اتمه تر سره کېږي، په نومړې پېښه کې چې هغه وخت مرسي برحال ولسمشر و څو لاریون کوونکي وژل شوي وو. او مرسي یې په دې تورن کړی چې ګواکي د لاریون کوونکو د وژلو په اړه یې هڅونې کړې دي!
  یوې مسولې امنیتي سرچینې چې غوښتل یې نوم یې وا نخیستل شي، وویل: مرسي د زندان جامې واخیستې، چې هغه د سپورت سپینې جامې دي، او خپلې ملکي جامې یې چې اغوستې يې وې هغه یې د زندان ادارې ته وسپارلې، نوموړې جامې په زندان کې د امانتونو په ډيپو کې کېښول شوې!  
  دا خبر القدس العربي ورځپاڼې خپور کړی، د یادونې ده چې دکتور محمد مرسي په انجینرۍ کې دکتوراه لري، او د قرآن کریم حافظ دی! دا په ټوله اسلامي معاصره نړۍ کې لومړی ځل و چې د یو اسلامي ملک ولسمشر داسې کس کېږي چې قرآن کریم یې حفظ وي!
 مونږ اورېدلي وو، او په کتابونو کې به مو لوستل او اوس لوستل کېږي چې په پخوا زمانو کې به زاهدانو او متقیانو داسې عبادتونه کول چې له ماسخوتنه تر سهاره به نه بېده کېدل، ټوله شپه به یې یا د قرآن کریم تلاوت کولو او یا به یې لمنځونه کول! او دا په رښتیا هم چې د ډېرو لپاره دتعجب وړ خبره وه! خو اوس دا دي په یو ویشتمه پېړۍ کې یو ولسمشر له ماسخوتنه نه، بلکې له مازدیګره تر سهاره او هغه هم په دې اوږدو شپو کې ټوله شپه د الله جل جلاله په عبادت رڼوي! او هغه هم په زندان کې ! یقینا چې دا د الله جل جلاله له ځانګړي توفیق پرته ممکن نه دي! الله جل جلاله دې هر مسلمان ته دا ډول توفیق ور په برخه کړي!
پاتې دې نه وي چې په عام ډول به په هر ځای کې اوس هم د الله جل جلاله ډېر داسې مخلص او ريښتیني، متقي او زاهد بنده ګان شته وي چې شپه او ورځ د الله جل جلاله عبادت کوي، له ماسخوتنه تر سهاره او له سهاره تر بیګاه!  خو د یو ویشتمې پېړۍ یو ولسمشر او هغه هم په زندان کې! یقینا چې د غور او پام وړ خبره ده!