د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خادم الحرمین که هادم الحرمین؟

سید ولي حامد 18.08.2013 12:55

آخره زمانه شوه، ظاهر د باطن برعکس شوی، ځانپالنه او ځان غوښتنه د ورځې نرخ ګرځېدلی، د حق او انصاف معیار زور او زر ګرځېدلي، څوک چې زر یا زور لري تر بل هر چا ښکلی او ښاغلی ګڼ کېږي، زورور او زردار هر څه کولی شي، وحشت او دهشت یې انسانیت، وژل، کړول او ځورول یې امنیت، سوځول او ړنګول یې رغول او آبادول ګڼل کېږي!
 په دې خو ټول خبر دي، سهار او بیګاه یې وینې چې د مصر فرعوني پوځ د خپل نیکه فرعون تاریخ له ډېرې مودې وروسته را ژوندی کړ، سوله ایز لاریون کوونکي چې ښځې، ماشومان، بوډاګان او تش لاس ځوانان پکې وو په مخامخ ډزو یې ووژل! له طیارو نه یې وویشتل! په جوماتونو کې یې وسوځول! او جوماتونه یې هم ور سره وسوځول! قرآن کریمونه یې وسوځول!
 هو! امریکایانو چې د نړۍ په کچه په وحشت او بربریت کې نوم لري، زمونږ په هېواد کې یې د شهیدانو جسدونو ته اور واچولو! د شهیدانو د جسدونو سپکاوی یې وکړ! خو د مصر فرعون سیسي له امریکایانو هم ور واړوله!
امریکایانو د جګړې په ډګر کې د شهیدانو جسدونه وسوځول! د مصر فرعونیانو په جوماتونو کې وسوځول! امریکایانو خپل هغه مخالفین چې له دوی سره یې جګړه کوله وسوځول! د مصر فرعونیانو د د ښځو، ماشومانو او بوډاګانو په شمول د سوله ایزو لاریون کوونکو جسدونه وروسته له هغه چې ویې وژل وسوځول!
هو دا هر څه ټولې نړۍ د سر په سترګو ولیدل او لا یې ګوري! نه خیال دی او نه تصور! بلکې د مصر پر ځمکه ريښتیني واقعیتونه! هغه واقعیتونه چې ړندو ته ځان ورښيي! او کاڼه اوروي! نه ړانده انکار ترې کولی شي او نه کاڼه!
خو له دې ټولو سره سره د نړۍ سترګې داسې ړندې شوې دي، او غوږونه یې داسې کاڼه شوي چې نه د مصر په سرکونو او کوڅو کې دوینوسیلابونه ویني! او نه د لارو او کوڅو پر سر قصابخانې او  نه د زرهاوو شهیدانو په سرو وینو لړلي جسدونه ویني! نه د ښځو او ماشومانو پر مخ را روان د اوښکو سیلابونه ویني او نه یې کوکارې اوري!  نه د بوډاګانو او ځوانانو زګیروي اوري! او نه په زندانونو کې د زرهاوو لاس تړلو مظلومانو آوازونه اوري!
  تر ټولو لوی او ښه ځوان هغه دی چې د مصر فرعونیانو ته ووايي چې دا څه کوئ! داسې مه کوئ! دا ښه کار نه دی! له انسانیت او بشریت سره په ټکر کې دی! د مصر فرعونیان دغه رنګه خلک خپل تر ټولو سر سخت دښمنان بولي! سپکې او سپورې ورته وايي!
   او هغوی چې یوازې هسې په نیمه خوله ورته ووايي چې سړیه لږ ګوزاره کوه! وژنه یې! وهه یې! ټکوه یې! خو هسې لږ لږ ورته ګوره چې ډېرې چېغې او بغارې ونه کړې!  تر څو د چا در پام نشي! فرعونیان دا هم خپل دښمنان ګڼي!
هغوی چې پټه خوله دي فرعونیان هغوی هم د ځان پلویان ګڼي، اعلانونه کوي چې دا زمونږ وحشت تاییدوي، خو ډېر وخت نه وي تېر شوی چې هغوی یوازې دومره ووايي چې مونږ د چا ملاتړ نه کوو! که د مظلومانو ملاتړ نه کوو نو دظالمانو هم نه کوو! دا کار لیبیا وکړ! او په رښتیا چې ډېره لویه توره یې وکړه! فرعونیان ته یې ځواب ورکړ!!!
  د فرعونیانو دوستان هغه څوک دي چې ورته وايي: ټینګ یې نیسه! کلک یې وهه! ښې زیاتې وینې یې تويې کړه! جوماتونه وسوځوه! خو پام چې کلیساوې څوک در څخه ونه سوځوي! او که وسوځېدلې نو سمدستي یې د ولس د وینو په بیه بیرته د آبادولو حکم وکړه! قرآن کریم سوځوه! په جوماتونو کې د ښځو، ماشومانو او بوډاګانو جسدونه سوځوه! د جوماتونو منارې ضربه کوه! کړکۍ او دروازې یې ماتوه! ښه زړه پرې یخ کړه! زه دې تر څنګ ولاړ یم! د ریالونو او دراهمو شنې وريځې در لېږم! چې شړکنده بارانونه در باندې وکړي!  
   پوهېږئ چې دا به څوک وي؟ یهود؟ نصارا؟ مشرکین؟ کمونیستان؟ ملحدین؟ او له کوم ځای نه به وي؟ له امریکې نه؟ له روسيې نه؟ له چین نه؟ له اروپا نه؟ نه، نه، نه، او بیا هم نه، دا هغه څوک دی چې ځان د ټولې اسلامي نړۍ بې بې واکه او بې تاجه پادشاه بولي!! دا هغه څوک دی چې ځان د ټولې نړۍ د مسلمانانو غمخور او د انسانیت پلار او ملک بولي!!! دا هغه څوک دی چې ځان د ځمکې پر سر د الله جل جلاله تر ټولو د سپېڅلي کور ( بیت الله شریف ) او دمسلمانانو د فکر او عقېدې د سرچیني خادم بولي!!
 دا هغه څوک دی چې ځان د بیت الله الحرام خادم بولي! خو د مصر فرعون سیسي ته وايي چې زه له تا سره یم! وژنه! مسلمانان وژنه! ښه په خوند یې وژنه! ځکه دا تروریستان دي! فتنه انګیزان دي! ګمراهان دي! ښځې هم تروریستانې دي، ماشومان هم تروریستان دي، بوډاګان هم تروریستان دي! جوماتونه وسوځوه! منارې یې ووله! دروازې او کړکۍ یې ماتې کړه! ممبرونه او محرابونه یې مات او ړنګ کړه! ځکه چې دا د تروریستانو، فتنه انګیزانو او ګمراهانو ځالې او پالنځایونه دي! یوازې په دې بسیا نه کوي، بلکې نورو ته  وايي چې تاسو هم زما په څېر خادمان شئ! له فرعونیانو سره ودرېږئ! ملا یې وتړئ!  تر څو تروریستان ووژني! فتنه انګیزان ورک کړي! ګمراهان وشړي! او ځالي یې وسوځوي!
  ښاغلی خادم خان وايي: دا کار زه ځکه کوم او تاسو ورته رابولم چې د سبا ورځې غم دی را سره! که مونږ نن له فرعونیانو سره ونه دریږو، ملاتړ یې ونه کړو! نو سبا به زمونږ تختونه په هوا وي! زمونږ تروریستان به هم را ویښ شي! چوکې او ډانګونه به را پسې را واخلي! ددې لپاره چې سبا له خپلو تروریستانو نه بې غمه وو تعقل او تدبر دا دی چې نن په مصر کې د تروریستانو، ګمراهانو او فتنه انګیزانو نطفه خنثی کړو!
د دا رنګه وحشت او دهشت هیله مسلمانانو له یهودو،نصاراوو، مشرکینو او ملحدانو څخه لرله، نه له هغه چا څخه چې ځان خام الحرمین بولي ، د عبد العزیز د ناولي او ناشولته زوی له کړنو معلومه شوه چې دی خادم الحرمین نه بلکې په حقیقت کې هادم الحرمین دی! ځکه الله جل جلاله د حرم په ړنګولو دومره نه خپه کېږي لکه د یو مسلمان وینه چې په ناحقه تویي شي، د عبد العزیز زوی د یو مسلمان نه بلکې د زرهاوو بې وزلو او بې کسو ښځو، ماشومانو او بوډاګانو په بې دریغه وینو تویولو کې د ټولې نړۍ په مخ کې او په ښکاره ډول خپل لاس لرل او له خونخوارانو او د انسانیت له قصابانو څخه په نره خپل ملاتړ اعلان کړ!  نوموړي په دې توګه خپله کرغېړنه څېره ټولې نړۍ په ځانګړي ډول اسلامي امت ته وښودله! چې څوک دی؟ څه کوي؟ او د چا لپاره یې کوي؟