د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سیافه! د یوې ښځې بندي کول بد کار دی که د څلورو؟

سید ولي حامد 13.09.2013 19:48

 په حدیث شریف کې راځي وايي : (  إذا لم تستح فاصنع ما شئت) وايي کله چې و نه شرمېدې نو بیا هغه څه وکړه چې زړه دې غواړي ‎!
  په رښتیا هم چې شرم او حیا انسان له ډېرو ناوړه چارو نه را ګرځوي، له همدې کبله شرم او حیا د انسان جوهر دی، په چا کې چې شرم او حیا نه وي په هر ځای کې او د هر چا په وړاندې سپک، خو ده ته ځان ښاغلی ښکاري!
  یو له هغو کسانو نه چې د شرم سترګې یې خوړلې دي، عبد الرسول سیاف دی، نوموړی د روسانو پر مهال د جهاد له وختونو په مکارۍ او مداریتوب کې نړیوال شهرت لري، او په همدغه مداریتوب یې خلکو ته ځان د عالم په جامه کې وړاندې کړی، د نوموړي به علم دومره وي او که نه لکه څومره یې چې د ژبې چالاکي او مداریتوب دی!
 مشهوره ده چې د انسان شرم په سترګو کې وي، یو څوک چې کله سترګې پټې کړې او خوله وازه، او یا  خلکو ته مخامخ نه بلکې یوې او بلې خوا ته ګوري، نورو ته دداسې څه په اړه ګوته نیسي چې خپله یې لس ځله کړي وي او لا یې کوي!
  سیاف پرون یو ځل بیا چې د مسعود د مړینې په کلیزه کې اوښکې تویولې، د خپل عادت له مخې یې د تل په څېر خوله د مجاهدینو په رټلو پرانیستله. نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې پر مجاهدینو یوه نیوکه دا وکړه چې د ده همصنفۍ فریبا احمدي يې ولې نیولې وه! او دې خبرې ته یې دومره زور ور کړ چې ګواکي دا د ټولو قوانینو او اعرافو خلاف عمل تر سره شوی! او دا پېښه یې له ښځو سره زور زیاتی وګڼلو، په داسې حال کې چې د خپل خواږه او مداري دوست کرزي په اړه یې هېڅ ونه ویل چې په سلهاوو ښځې یې همدا اوس په زندانونو کې اچولې دي، او تر ټولو ښکاره بیلګه یې د ښاغلي سیاف د ملګرې او همصنفۍ فریبا احمدي په بدل کې د څلورو  مظلومو مېرمنو را خلاصېدل چې ټول عالم پرې خبر شو په ګوته کېدای شي!
  ښايي ښاغلي سیاف په دې اړه ځکه له څه ویلو ډه ډه کړې وي چې یو خو دغه څلور ښځې دده ملګري نه وې، او بل دا چې دده په اصطلاح اسلامي امریکايي حکومت نیولې وې! په دې معنی چې ده او دده د بانډ یارانو ته روا ده چې ښځې په زندانونو کې واچوي او هغه هم د نارینه وو په جرم! او په شل کاله بند یې محکومې کړي!  خو مجاهدینو ته بیا ناروا ده چې دده په زندانونو کې مظلومې مېرمنې را خلاصې کړي!
 او بله وجه یې کېدای شي دا وي چې ښاغلی سیاف د خپلې همصنفۍ په اړه مسولیت لري! ځکه هغه له ده سره په پارلمان کې همصنفۍ ده،  له نورو مظلومو ښځو سره دده څه؟ ښاغلی په داسې حال کې د ښځو د کرامت او افغاني غیرت او اسلامي اخلاقو خبرې کوي چې د لومړي ځل لپاره ده خپله په همدې کابل کې چې اوس هم پکې اوسېږي د شیعه او سني تر منځ د جګړې اورونه بل کړل، چې په ترڅ کې یې په سلهاوو پتمنې او پاک لمنې مېرمنې د ښاغلي د لیوانو او د شیعه ګانو د لیوانو له خوا و داړل شوې! هغه څه چې د افغان ویاړلی تاریخ یې و شرمولو!
هغه چې وايي قیاس کن از بهار من خزان من را! له همدې نه د سیاف انصاف او عدالت پسې قیاسوئ! چې ښاغلی په خپلو خبرو کې څومره ریښتونی دی! زه په پوره بارو سره ویلی شم چې هغه کسان چې ده ته ناست وو او ده دا خبره کوله خامخا به د ډېرو په ذهن کې دا خبره را ګرځېدلې وي چې سړیه! که د ښځو نیول نا سم کار وي، نا ځواني وي! د شریعت او افغاني غیرت سره په ټکر کې وي نو بیا خو ستا پاټکیانو دا کار ستا په امر ډېر مخکې کړی و، خو توپیر یې دا و چې ستا پاټکیانو به د هزاره ګانو پتمنې مېرمنې بې پته کولې او وژلې به یې، وكنت أنت تتقرب إلى الله بقتلهن  ونهب أموالهن وهتك أعراضهن! او مجاهدینو دا کار نه دی کړی او نه یې کوي!
او بل دا چې مجاهدینو یوازې یوه فریبا احمدي د یو څو ورځو او هغه هم د نورو ښځو د را خلاصولو لپاره نیولې وه، خو ستا سګرټي یار کرزي خان په سلهاوو نیولې او په کلونو کلونو بند یې محکومې کړې دي!  چې یوه ښکاره بیلګه یې هغه څلور مېرمنې دي چې همدا ستا د ملګرې په بدل کې مجاهدینو را خلاصې کړې!