د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سعودي مېرمني امر بالمعروف والا په امریکا تهدید کړل!

سید ولي حامد 20.10.2013 23:51

 مېرمنې د امر بالمعروف له غړو سره مقاومت وکړ، د هغوی خبرو ته یې غوږ ونه نیو، بلکې زیاته یې کړه چې که یې خوشې نه کړي نو دا به د امریکې سفارت او د بشر د حقوقو ټولنې ته په پناه ور وړي! ورځپاڼې ددې لامل څرګند نه کړ چې  نوموړې مېرمنې ولې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر کسان امریکايي سفارت ته به پناه ور وړلو تهدید کړل!
له نوموړي تهدید سره سره مېرمنه او سړی دواړه د پولیسو د سلام برخې ته د تحقیقاتو د بشپړولو لپاره ور سپارل شول، او ښځه عام زندان ته ولېږل شوه، او دا وروسته له هغه چې د نوموړې پېښې په اړه دوسیه ولیکل شوه!  نوموړې ورځپاڼه زیاتوي چې د پېښې په ځای کې شته خلکو د خپلو موبایلونو د کامرو په واسطه د هغه څه تایید وکړ کوم چې نوموړې مېرمنې تر سره کړي وو، او ویې ویل چې که امنیتي لوري له دوی نه د  ګواهۍ ور کولو غوښتنه وکړه دوی تیار دي چې په دې اړه ګواهي ور کړي!
په دې هکله څو ټکي د پام وړ دي:
لومړی: سعودي چې په ټوله اسلامي نړۍ کې د حرمنیو شریفینو او صحابه کرامو رضی الله عنهم د آثارو له وجې د ټولو مسلمانانو په زړونو کې یو ځانګړی احترام او درناوی لري، د دا ډول پېښو پېښدل پکې د اندېښنې وړ دي!
دوهم: دا لومړی ځل نه دی، چې په سعودي کې سعودیانې له امر بالمعروف او نهی عن المنکر سره لاس او ګرېوان کېږي، له دې مخکې څو څو ځله داسې پېښ شوي چې ځینو سعودي ښځو له امر بالمعروف اونهی عن المنکر سره له دې وجې د دوی دغیر شرعي کړنو مخه یې نیوله لاس او ګرېوان شوې دي.
دریم: دا لومړی ځل دی چې یوه سعودۍ ښځه د امر بالمعروف غړي په امریکا باندې یروي! دلته یوې خوا نوموړې ښځه او ددې په څېر نورې په دې پوهېدلې دي چې د سعودي حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د پاسه یوه بله د امر بالمنکر او نهی عن المعروف امریکايي اداره هم شته! او هغه کولی شي چې د سعودي حکومت کړنې وڅاري او په اړه یې پوښتنې ترې وکړي!
څلورم: په ځانګړي ډول په سعودي کې له امر بالمعروف او نهی عن المنکر سره دښځو لاس او ګرېوان کېدل د یو منظم پروګرام له مخې تر سره کېږي، ډېره لیرې نه ده چې په دې لوبه کې خپله د سعودي حکومت هم شامل وي، ځکه دسعودي حکومت پر خلاف یو وړوکی ګام پورته کول له خپل سر سره لوبې کول دي، که یو څوک هسې لږ د سعودي حکومت پر خلاف څه ووايي، او یا یې مخالفت وکړي، سمدستي تر ځمکه لاندې زندان ته اچول کېږي، چې تر شلو او دیرشو کلونو پورې یې بیا څوک را ایستلی نشي! او نه يې څوک پوښتنه کولی شي!
څو کاله وړاندې ځینو هغو مېرمنو چې خاوندان یې له کلونو کلونو راهیسي زندانیان وو، دخپلو خاوندانو د را خلاصېدو غوښتنې یې کولې، او په همدې موخه حکومت ته ورغلې وې، پایله یې دا شوه چې دوی هم د زندان میلمنې شوې!
مطلب دا چې د سعودي حکومت ددې پروا نه ساتي چې دا نر دی که ښځه! خو چې چا یې مخالفت وکړ ځای یې زندان دی، له همدې کبله څوک ددې جرات نشي کولی، خو دا چې اوس یوه ښځه را پورته کېږي، غیر شرعي کړنې تر سره کوي، او کله چې نیول کېږي بیا حکومت د امریکا په سفارت یروي! یقینا چې د لویې اندېښنې ځای دی! الله دې رحم وکړي!