د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کابل حکومت حقیقت نور هم ښه څرکند شو!

سید ولي حامد 19.10.2014 12:01

څو ورځې وړاندې د کابل حکومت د امنیت ادارې د یوې نادرې پېښې په اړه یو په یو نادرې څرګندونې وکړې، نوموړې د خپل واړه ویاند په خوله ډېره لویه خبره وکړه، ویل د حقاني شبکې د مشر مولوي جلال الدین حقاني زوی انس حقاني او یو بل کس یې د پېچلو عملیاتو په ترڅ کې نیولي.
په لومړي سر کې دا خبر د د آریانا تلویزیون او د ترکیې مشهورې ورځپاڼې الاناضول خپور کړ. د آریانا خبر خورا لنډ او مجمل و، خو د الاناضول خبر یو څه اوږد و. دواړو رسنیو د خپل خبر سرچینه د ملي امنیت اداره په ګوته کوله.
الاناضول ویلي وو چې د کابل دامنیت د ادارې ویاند زمونږ ددې پوښتنې په ځواب کې چې دا کسان مو چېرته نیولي؟ له څه ویلو ډه ډه وکړه.
سبا ته خبر نورو رسنیو هم راواخیست. په ټولو کې د نوموړو کسانو د نیولو ځای څرګند نه و، که څه هم چې ځینو رسنیو خبر په داسې ډول خپور کړی وو چې ښودله یې نوموړي کسان د خوست په ولایت کې نیول شوي. ور پسې ورځ خبره نوره هم یو څه زړوره او جوته شوه، په رسنیو کې راغلل چې د امنیت ریاست وايي  نوموړي کسان یې په خوست ولایت کې نیولي!
ملي امنیت په لومړي سر کې خبره ځکه یو څه ګونګه غوندې کوله، تر څو معلومه کړي چې طالبان په دې اړه څه وايي، داسې نه چې دوی اوس خبره پوره وکړي، او وروسته بیا طالبان بل څه ووايي، طالبانو هم غوږ نیولی وو، کله چې د کابل امنیت ډاډه شو چې طالبان څه نه وايي، نو یې خبرې ته لکۍ ور کړه چې دا کسان یې په خوست کې نیولي!
  ملي امنیت د نوموړو کسانو نیونه د ځان ویاړ ګڼلو، خو حقیقت بیا بل څه شو، په دې اړه به دوی فکر کړی وي چې که خبره بل ډول شي هم، مونږ ویلی شو چې مونږ او امریکایان یو، یو! سره دوستان یو! موخه مو یوه ده، کار مو یو دی. فکر مو یو دی، دښمن مو یو دی، نو که دوی نیولي هم داسې دي لکه مونږ چې نیولي وي!
  څلور پنځه ورځې وروسته طالبانو یوه مفصله اعلامیه خپره کړه، په اعلامیه کې د پېښې ټول اړخونه په بشپړه توګه څرګند شوي وو، په اعلامیه کې راغلي وو، چې محمدانس حقاني د جلال الدین حقاني کشر زوی دی، فعلا یې درسونه ویل، په همدې کال له مدرسې څخه فارغېدو، په سیاسي فعالیتونو کې یې کومه برخه نه درلوده. او قاري عبد الرشید د محمد عمر زوی، له ګوانتانامو زندان څخه د راخلاص شوي طالب مشر محمد نبي عمري کشر ورور دی، دوی دواړه د محمد نبي عمري د کورنۍ دغړیو په بلنه قطر هېواد ته د هغوی د لیدو لپاره ورغلي وو.
  هلته له یوې هفتې شاوخوا وخت تېرولو وروسته چې کله بېرته د کور په لوري را روان شوي، په بحرین هېواد کې امریکایانو نیولي، له  هغه ځای نه یې قطر ته، او له قطر نه یې دبۍ او له هغه ځای نه یې کابل ته سپارلي دي.
   طالبانو دا یادونه هم کړې چې له ګوانتانامو زندان څخه له راخلاص شویو بندیانو سره تعهد شوی وو، چې ددوی خپل او خپلوان کولی شي ددوی لیدو ته راشي. خو له دې سره سره بیا هم نوموړي کسان ونیول شول. په پای کې طالبانو امریکې ته ګواښ کړی چې که دا کسان بېرته آزاد نشي په راتلونکې کې به ددوی په اړیکو بد اغیز وکړي.
 په هر صورت اصلي خبره د کابل حکومت د امنیت ادارې وه، چې دوی د څه لپاره دومره لوی درواغ وویل! چې دا کسان دوی خپله نیولي، او هغه هم د یو لړ پېچلو عملیاتو په ترڅ کې، او د هېواد په دننه کې! کیدای شي دوی فکر کړی وي چې په دې توګه به په سیمه او نړۍ کې ځان ځواکمن وښيي چې کولی شي داسې پيچلي عملیات تر سره کړي او پېچلي کسان ونیسي! داسې برېښي چې په دې فکر کې به امریکه هم ور سره شریکه وه، ځکه هغې ته خو حقیقت معلوم و، چې لوبه څه ډول وه! خو چې  خوله یې پټه نیولې وه، مطلب یې  دا و چې هو، دا کار ملي امنیت تر سره کړی!
 ملي امنیت به ځکه بحرین نه شو یادولی چې بیا به خلک باور پرې ونه کړي، او کیسه به بېرته د امریکې لوري ته لاړه شي، ځکه چې ملی امنیت څه ډول ځان ته مطلوب کسان په بحرین کې نیولی شي! په داسې حال کې چې دلته په کابل کې ترې نه تنګ دي!
په نړۍ کې هغه استخبارات ډېر ځواکمن او پیاوړي ګڼل کېږي چې څرګندونې یې له حقایقو او واقعیتونو سره سر خوري، هغه څه وايي چې کړي یې وي، او یا یې کولی شي، پیاوړي استخبارات داسې څه نه وايي چې یا یې نه وي کړي، او یا یې نشي کولی، په ځانګړي ډول په رسمي ډول خو هېڅکله داسې څه نه وايي! ځکه که یې ووايي خلک یې په حقیقت پوهېږي، چې کیسه یې کمزورې ده.
 دا چې کار امریکایانو کړی، او ویاړ یې ملي امنیت ته بښلی، یا ملي امنیت په خپله اخیستی، او خبره اوس بل ډوه شوه، له دې نه معلومه شوه چې ملي امنیت په لوی لاس درواغ وايي، غواړي ځان ته جعلي حیثیت پیدا کړي. تر څو دخلکو باور پرې ټینګ او زیات شي، خو اوس کیسه بل ډول شوه، نه یوازې دا چې  خلکو باور ټینګ او زیات نشو، بلکې نور هم سست او کم شو!
  که په غور فکر وشي، څرګندېږي چې دا لوبه په حقیقت کې په ملي امنیت امریکې کړې ده. او دا چې امریکې ولې ځان له کیسې نه بهر کړی، کیدای شي موخه یې دا وي چې وښيي دوی غیر قانوني او غیر اصولي کړنې نه کوي، تر څو له یوې خوا یې نړیوال حیثیت نور هم زیانمن نشي، او له بلې خوا له طالبانو سره اچولی مزی یې پرې نشي. خو د طالبانو اعلامیې د دوی لوبه هم بربنډه کړه.