د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جنرال دوستم بايد دا ځل محاكمه شي

سيدعاصم نږدې 12.06.2012 22:19

د سياسيونو په وينا ډېر ځله، چې په افغانستان كې قانون نه پلي كېږي او امنيت نه راځي؛ نو د نورو ټولو ستونزو او ناخوالو ترڅنګ يې يو اساسي او بنسټيز لامل دا هم دى، چې په افغانستان كې يوازې هغه كسان د محكمې تر وره پورې را كاږل كېږي، چې هغه په خپله مظلوم او بې څوكه وي، په دې معنا چې په حكومتي ادارو كې كومه مضبوطه كونده ونه لري، چې وروسته د ده پوښتنه وكړي او يا يې په هماغه لومړي سر كې پوښتنه وكړي؛ نو ځكه ډېر ځله قانون په عامو ولسي وګړو تطبيقېږي او لويان كه غلا، غبن، تالا، زياتى، ظلم او وژنې وكړي بيا يې هم څوك مخې ته نه ورځي او نه يې هم د مجرم په توګه د محكمې تر مېزونو راكاږي. دوى د خپلې خبرې د پخلي لپاره د چكري، فطرت، فرنود، سيمه ييزو قومندانان او بالاخره جنرال دوستم هغو نارواوو ته ګوته نيسي، چې يو ځل يې د اكبر باى پر كور يرغل وكړ او د رسنيو په وينا د هغه ناموس او عزت ته يې پر سپكاوي اړولو سربېره وهل ټكول هم وركړل او دويم دا د هېواد د ملي ګټو پر ضد داسې يو لوى كار ته لاس اچول دي، چې نه يوازې حكومت ته سپكاوى دى؛ بلكې د ولس د وينو د زبېښلو معنا هم ښندي؛ خو د حكومت مخالفين او سياسي ډله بيا ډېر ځله جنرال دوستم اوس هم د زمزم پر اوبو لمبېدلى ولس ته معرفي كوي او وايي، چې په دې پېښه كې هم جنرال دوستم نه، بلكې حكومت ګرم دى، د حكومت پخوانى مرستيال ولسمشر او اوسنى د اپوزيسيون چارواكى احمد ضيا مسعود وايي، چې حكومت غواړي د سياسي خوځښتونو مشرانو ته د دسيسو د جوړولو له لارې د حكومت دوره اوږده كړي.
نوموړى زياتوي، جنرال دوستم د نفتو د استخراف مخه نه ده نيولې، بلكې غوښتي يې دي، چې په دې پروژه كې د سيمې خلك استخدام شي. دى همدا راز د حكومتي چارواكو د ټكولو په ترڅ كې وايي، چې هېڅوك حق نه لري، چې موږ او يا هم جنرال دوستم ته خاين ووايي، ځكه ملي خاينين موږ نه بلكې هغه كسان دي، چې په كابل بانك كې يې چور وكړ، هغه كسان دي، چې د دفاع وزارت په پيسو يې په كندهار ولايت كې ښار ګوټى جوړ كړ او هغه كسان دي، چې په درغليو يې ځانونه ولسمشران كړل.
كه د ضيا مسعود او د ده په څېر د نورو ښاغلو دريځونو او څرګندونو ته ځيرنه وكړو؛ نو ښايي په ټول عمر كې هم ځانته يوه سمه او اساسي د حل لار پيدا نه كړو او نه به په ټول عمر كې د افغانستان ستونزې هوارې وبللاى شو؛ ځكه تر پرونه چې همدغه ښاغلى د موجوده نظام مرستيال و؛ نو هېڅ ډول ستونزې يې په حكومت كې نه ليدلې او همدغه ښاغلي غوښتل، چې د جنرال دوستم په څېر كسان د محاكمې مېز ته راكاږل شي؛ خو نن چې په نظام كې نه شته، نو بيا نظام فاسد دى او جنرال دوستم پر حقه، دا سمه ده، چې اپوزيسيونونه بايد د حكومتونو پر ضد وي او پر كړنو يې نيوكې وكړي؛ خو دا مخالفتونه بايد هېڅكله د هېواد او ولس پر ضد نه وي؛ ځكه دوى چې كومه مبارزه پيلوي نو د هېواد د ښېرازۍ او سوكالۍ په نامه او يا يې هم لپاره پيلوي؛ خو كه چېرې دا مبارزه د هېواد او ولس پرضد وي؛ نو بيا دا مبارزه نه بلكې ځان غوښتنه او ميم زرما ټوله زما ده، بيا نو كېدلاى شي، چې د غلا نوم وركړل شي. اوس نو دوستم د هېواد په كچه غلا ته ملا تړلې او غواړي، چې د هېواد د هغو مظلومانو، كونډو، يتمانو او معيوبينو حق وتروړي، چې د دې هېواد د ابادۍ او سوكالۍ لپاره يې ځانونه او يا هم د وجود غړي قربان كړي؛ خو نن يې ياد ښاغلى او ښاغلي د خپل عېش او نوش لپاره را خپلوي او بيا هم د تل په څېر د مظلوم پر مخ څپېړه او په خوله وينې ور ديكه كوي. جنرال دوستم، ضيا مسعود او يا بل هر هغه څوك، چې ځان افغان بولي او د افغانستان د ملي ګټو لپاره مبارزه كوي دا حق نه لري، چې نور د افغان ولس پر سر معامله وكړي، افغانستان د څو ځيره خورو امريكايانو او ملاتړو غلو په وسيله ټوټې ټوټې او زره زره كړي او د فډراليزم چاړه پرې را كاږي او يا هم د قوم او مليت په نامه يې سره ټوټه ټوټه او زره زره كړي؛ ځكه ولس اوس پوه شوى، چې دوى هېڅكله په خپل منځ كې ستونزه نه لري او نه به يې پيدا كړي؛ ځكه دوى په خپلو كې سره خپلوۍ كړي او داسې اغږل شوي، چې جلا كول يې ناشونې خبره ده؛ خو دا دوى دي، چې پر ولس معاملې او تجارت كوي او كله يې د اسلام او كله يې هم د قوم او مليت په نامه په پاكستان، شوروي، فرانسې او ايران پلوري او دوى پرې مزى او چړ چې كوي؛ نو نړيوالې ټولنې، حكومت او ولس ته په كار ده، چې نور دغه ډول فاسد او استفراق شوي اشخاص ونه زغمي او نه يې په خبرو وغولېږي او نور يې د جبر جغ پر غاړه وګرځوي، ځكه د رمضان بشر دوست په خبره درې دېرش ميليونه نفوس بايد د پنځه سوه غلو قرباني نه شي او دا د ډار طلسم بايد او بايد او بيا هم بايد نور مات شي.