د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستانه! دا لېوني دې در وتړه

سيدعاصم نږدې 12.06.2012 21:19

هوښياران متل کوي، چې مېږي ته خداى په قهر شي؛ نو وزرې ورکړي، اوس داسې ښکاري، چې پاکستان ته هم خداىﷻ په غوسه شوى دى؛ ځکه په دې وروستيو کې وينو، چې پاکستان هغه د چا خبره له فيلانو سره ټانټې ژوي او هڅه کوي، چې په دغو خورو ورو خبرو افغانستان وډار کړي، چې له ځينو کارونو لاس واخلي.
دا لومړى ځل نه دى، چې پاکستان داسې بې نزاکته او بې مسووليته خبرې کوي؛ بلکې له دې وړاندې يې هم څو څو ځلې داسې ترخې او له نېشه ډکې خبرې کړې وې، چې افغان حکومت او نړيوالو پرې ځان ګوڼ کړى و؛ خو دا ځل ښکاري، چې نور يې زغم ونه لري او ځواب يې ورکاندي؛ په دې معنا د پرويز مشرف په واکمنۍ کې هم مشرف د افغانستان موجوده ولسمشر فيلمرغ بللى و او ويلي و، چې د خبرو پر ځاى فکرونه ډېر کوي، چې له امله يې د افغانستان د ټولو وګړو غوسه را پارېدلې وه؛ خو ولسمشر او حکومتي چارواکو پر يادې خبرې برغولى کېښود او غوږ يې پرې هم ونه رپاوه، بيا څه موده وروسته د زرداري په وخت کې د اى ايس اى پخواني مرستيال له سي ان ان ټلويزيوني شبکې سره په مرکه کې ويلي و، چې افغانستان د پاکستان يوه صوبه او برخه ده او افغانستان هېڅ کار بې د پاکستان له اجازې پرته نشي کولاى، دغه راز تېره ورځ يو ځل بيا د پاکستان زاړه شړل شوي واکمن پرويز مشرف د افغانستان په اړه خپل شومه موخه او ډار څرګند کړ او ويې ويل، چې د افغانستان او هندوستان ترمنځ ستراتيژيک تړون او د هند په وسيله د افغان پوځيانو روزل د هند په خوښه کار دى، چې غواړي په دې وسيله پاکستان ته زيان ورسوي، که څه هم په دې کار کې امريکا د هند ملاتړې ده؛ خو دا کار په حقيقت کې سيمې ته نا امني او ګواښ پېښوي. د مشرف په وينا که چېرې ولسمشر کرزى په رښتيا هم دا کار کول غواړي؛ نو له هند وړاندې پاکستان افغانستان ته بلنه ورکړې وه او لا پخوا پاکستان افغان سرتېرو ته په خپله خاوره کې د روزنې بلنه ورکړې وه؛ خو ولسمشر کرزي ونه منله، خو...
اوس که د پرويز مشرف او بيا د پاکستان د دغو ټولو ښاغلو، چې له لېونيانو زيات ارزښت نه لري څرګندونو ته توجه وکړو؛ نو په ډاګه ترې څرګندېږي، چې د پاکستان هم د زوال وخت را رسېدلى او د مېږي په شان خداى ورته وزرې ورکړي؛ په دې معنا د سياست په ډګر کې مشهوره مقوله داسې ده، چې که چېرې يو هېواد په خپله زبر ځواک نه وي؛ نو هڅه دې وکړي، چې له زبر ځواکونو هېوادونو سره تړونونه لاسليک کړي، چې دا کار افغانستان وکړ او له امريکې سره يې تړون لاسليک کړ، چې له امله يې تر اوسه پورې پر ايراني رسنيو سربېره نړيوالې رسنۍ هم د ايران د چيغو او کوکو شاهدانې دي، اوس پاکستان هم د داسې کوکو اوچتول غواړي؛ خو په بله بڼه او هغه داسې، وړاندې تر دې، چې افغانستان ورته خپل دريځ څرګند کړي پاکستان د ډار جغ داسې اوچت کړ، چې له امله يې زموږ ډارول غواړي؛ خو اوس نړيواله ټولنه هم په دې پوه شوې، چې خبره چېرته ده او څه کول په کار دي؛ نو ځکه امريکې له هند سره د ا فغانستان د اړيکو مضبوطول غواړي، خو دا په دې معنا هم نه ده، چې ګواکې د افغانستان او هند اړيکې اوس مخ په ښه کېدو دي؛ بلکې تر دې وړاندې هم افغانستان د هند په ګډون له خپلو ټولو ګاونډيانو سره ښې اړيکې لرلې او پاللې، چې تر اوسه پورې همدا کار کوي؛ خو پاکستان وايي، چې ميم زرما او ټوله زما، ځکه همدا پاکستان و، چې د جهاد او مقاومت په نامه يې افغانستان در په دره او خاوره په سر کړل، په ميليونو بې ګناه افغانان يې شهيدان، يتيمان، معلول، معيوب او ګونډې کړې، په زرګونو کورونه او کلي يې د دې او هغې په نامه وران او ويجاړ کړل او آن په سوونو او زرګونو ښځې يې بې ستره او عورت يې په بازارونو کې ورته ليلام کړ، چې دا ټول د همدغه ښه ګاونډيتوب او او مسلمانۍ په نوم ترسره شول، هغه خو لا څه چې همدا اوس هم په سوونو او زرګونو بې ګناه او معصوم ساده زړي افغانان د خپل هېواد پر وړاندې داسې استعمالوي، چې ګواکې افغانستان مظلوم او غلام شوى هېواد دى، دلته ښکېلاک او زبېښاک واکمن دى؛ په داسې حال کې چې همدغه ښکېلاک او وېشاک ته همدغه پاکستان زمينه مساعده کړه او د همدوى له برکته نړيوال افغانستان ته راننوتل، پاکستان دا خبره هيروي، چې هېڅکله افغانستان پرې له شاه نه ګوزار نه دى کړى، سردار داود هم په دې نيامت د پښتونستان خاوره له پاکستان څخه جلا نه کړه، چې پاکستان يې سيال او جوګه نه و او نه يې هند ته د ده ملا ور ماته کړه، بيا د ولسمشر کرزي هغه ښېګڼه يې هم هېره کړه، چې نړيوالو رسنيو ته يې په ځواب کې وويل، چې که چېرې امريکا پر پاکستان يرغل وکړي؛ نو افغانستان به د پاکستان سره په خوا کې ولاړ وي، په داسې حال کې چې تر دې مهاله د افغانستان د بودجې ډېرى برخه د امريکې له لارې تمويلېږي؛ خو افغانستان د اسلام او ګاونډيتوب د درناوي په پار هر څه قربان او ځان يې د يو رښتيني مسلمان په توګه زباد کړ؛ خو پاکستان د لستوڼي د مار په څېر هر وخت افغان ولس ته ټک ورکوي، چې ښه بېلګه همدا شپې او ورځې دي، چې د افغان کډوالو پسې يې ډانګ را اخيستى او را باسي يې.
په هر حال متل دى، چې وايي: وه ملا عثمانه په کور دې کاڼې پرېوزه له اسمانه، موږ به هم وايي، چې وه پاکستانه په کور دې کاڼه پرېوزه له افغانستانه او هندوستانه، چې ته هم پوه شې، چې څه کيسه ده او ګاونډى بايد له خپل ګاونډي سره څنګه اړيکه ولري، ځکه پاکستان ته نور خداى په قهر شوى او لرې نه ده، چې د همدغه لويدلي افغانستان څخه به ماته خوري او بيا به ورته وايو:
ټيټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه
زه په دې افتاده ګۍ کې لوى ګړنګ يم