د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د شيکاګو کنفرانس به د امنيت تضمين وکړاى شي؟

سيدعاصم نږدې 13.05.2012 03:34

که د شیکاګو کنفرانس په اړه د افغان ولس او چارواکو هيلو او غوښتنو ته ځيرنه وکړو؛ نو دې پايلې ته به ورسېږو، چې د افغانستان د ستونزو او نا امنيو د حل کونجي يوازې او يوازې همدا د شيکاګو کنفران دى. دا ځکه چې له يوې خوا تر دې وړاندي کنفرانسونو کې د افغانستان د امنيت او ټيکاو لپاره کوم ځانګړى ضمانت او بودجه نه وه اعلان شوې يوازې د ژمنو او همکاريو خبره شوې وه او له بلې خوا ټاکل شوې، چې له دوه زره او څوارلسم کال څخه وروسته يو شمېر نړيوال ځواکونه خپل پوځونه له افغانستان څخه وباسي او په عين حال کې تر هغه پورې به له افغانستان سره د امريکې ستراتيژيک مسوده هم تصويب شوې وې او دوى به له يادې نېټې وروسته د امنيت د ټېکاو تضمين کوي؛ خو دا هر څه ځکه په دې کنفرانس کې ډېر مهم دي، چې ښايي د افغانستان لپاره وروستى برخليک ټاکونکى کنفرانس همدا وي او بيا افغانستان داسې د سرو زرو چانس پيدا نه کړاى شي، چې نړۍ ته د خپل امنيت او اقتصادي ستونزو په اړه د ژړا ترڅنګ خپل د سوال کچکول اوږد کړي؛ خو د دغه کنفرانس نښو نښانو او حالاتو ته چې وينو نو بيا يې هم ولس ته يو ډول رواني او ذهني ستونزې زېږولي او ولس داسې فکر کوي، لکه چې دا کنفرانس هم د افغانستان د امنيت او ټېکاو تضمين ونه کړاى شي؟
په دې معنا په دې وروستيو کې يو شمېر رسنيو رپوټونه خپاره کړل، چې دغه کنفرانس ته پاکستان نه دى ور بلل شوى او پاکستان هم په دې اړه څرګند دريځ لا نه دى څرګند کړى يوازې يې په مبهمو الفاظو خلکو تېرويستي دي، که څه هم په ظاهره يې دا رپوټ رد کړى، چې ګواکې دوى ته په کې بلنه نه ده ورکړل شوې؛ خو د ناټو د عمومي مشر انډريس فوک راسموسن له څرګندونو ښکاري، چې کيسه همداسې ده، راسموسن د رسنيو د يوې پوښتنې په ځواب کې وايي: موږ به د شیکاګو په کنفرانس کې په افغانستان کې د خپل کار ترڅنګ پر سيمه ييزو همکاريوو هم خبرې وکړو او په ځانګړي توګه که د افغانستان لپاره اوږدمهاله امن او ثبات غواړو؛ نو د پاکستان سره مثبتو اړيکو ته ضرورت لرو. موږ د افغانستان ځينې ګاونډي، د مرکزي ایشيا هيوادونه او روس راغوښتي دي ځکه چې هغوی زموږ د عملياتو لپاره ځينې اړين ترتيبات او لارې برابروي. خو تاسې ته معلومه ده چې د پاکستان له خاورې زموږ د رسد لاره بنده ده. موږ بايد د پاکستان سره په دې اړه خپلې خبرې جاري وساتو ځکه چې دا د انديښنې وړ ده.
اوس که سړى د راسموسن خبرو ته په دقيقه توګه توجه وکړي دې پايلې ته به ورسېږي، چې دا کنفرانس هم د امريکې او پاکستان د ستونزو د هواري لپاره جوړېږي نه د افغانستان او سيمې، ځکه راسموسن په خپله وايي، چې دا کنفرانس د نورو ټولو خبرو ترڅنګ به ډېره پاملرنه د افغانستان او سيمې امنيت ته وکړي او دې ستونزې ته به يوه د حل لاره پيدا کړي؛ خو په وروستۍ برخه کې بيا د امريکې او پاکستان ستونزو ته نغوته کوي؛ نو که توجه وشي نه به ټول عمر نړيوال ځواکونه په افغانستان کې مېشته وي او نه نور افغان ولس د دې وس لري، چې هره ورځ قربانۍ ورکړي او نه هم د دې اوسېله ورپاتې ده، چې د بهرنيو ځواکونو وحشت او تېريو ته غاړه کېږدي، ځکه په لومړي سر کې خو يې په دې نامه پر خوله مهر لګولى و، چې ګواکې دوى د امنيت د ټيکاو او د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره راغلي؛ خو په وروستيو کې د نړيوالو ځواکونو کړنو دا زباد کړه، چې لومړنۍ موخه يې لږه او شخصي موخې يې ډېرې دي او دوى يوازې او يوازې د خپلو موخو د ترسراوي لپاره افغانستان ته راغلي که چېرې داسې نه واى؛ نو لس کاله کافي او شافي وخت دى؛ خو دوى په دې لس کالو کې نه يوازې ترهګري له منځه يو نه وړه؛ بلکې لا يې وغځوله او بچيان يې وزېږول؛ اوس نو که نړيوال غواړي، چې په رښتيني معنا په افغانستان او سيمه کې امنيت راشي او د ټېکاو تضمين وکړي؛ نو په کار ده، چې د ناټو او پاکستان خپل منځي شخړۍ په تاخچه کې کېږدي او د افغانستان د امنيت په اړه فکر وکړي د افغانستان امنيت پر پاکستان پورې تړلى او پاکستان ته بايد په دې کنفرانس کې نه يوازې بلنه ورکړاى شي؛ بلکې ضمانتونه دې هم ترې واخيستل شي، چې نور د پاکستان له خاورې د هېڅ افغان کور بمبار نه شي او نه هم بيا کوم افغان د وير پر ټغر کېني او که داسې ونه شي او پاکستان دغه کنفرانس ته ور ونه بلل شي؛ نو بيا به هم د زوړ ملا او زړې تراويحو کيسه وي او ګومان نه کوو، چې دا وړۍ دې شړۍ شي.