د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غولول شوي څوک دي، مشران او که ولس؟

سيدعاصم نږدې 21.04.2012 14:45

يوه د حيرانتيا فضا په افغانستان کې رامنځته شوې ده، سړى نه پوهېږي، چې له کومه يې پيل کړي او په څه خبره يې پيل کړي، هر څوک چې په نظام کې وي، مزې او چړې يې وي؛ نو نظام سم، رښتينى او روڼ نظام وي؛ خو که چېرې له نظامه لرې شو؛ نو بيا سم له واره اپوزيسيون ته مخه کوي، په نامه جبهې جوړې کړي او په لسګونو تورونه په حکومت او نظام پورې کړي، چې دا نظام فاسد دى، رشوت په کې دى، اداري فساد يې اوج ته رسېدلى څه او څه په کې دي.
دا خبره مې په نامه د ملي متحدې جبهې د مشر احمدضيا مسعود پورې وويله، چې تر پرونه په نظام کې و؛ نو هېڅ خبره نه وه خير او خيرت و، هر څه سم و، نه ستونزه وه، نه فقر و، نه خلک له ترهګرو سره مخ ول او نه هم طالب ته د ورور ويلو په کلمې باندې څوک شرمېدل او يا يې بده ګڼله؛ خو نن، چې په نظام کې تشريف نه لري نو بيا سم له واره ځان يې د مايک شاته رسولى او وايي، چې د بن په لومړي کنفرانس کې د جهاد او مقاومت مشرانو ته فريب ورکړل شو او له شاوخوا لسو کلونو راهيسې په افغانستان کې لاسپوڅى حکومت حاکم دى.
نوموړى په داسې حال کې دا خبرې وايي، چې دى په خپله د ولسمشرۍ په تېره دوره کې د ولسمشر حامد کرزي لومړى مرستال و.
د افغانستان لپاره د بن لومړى نړيوال کنفرانس د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته په ١٣٨٠لمريز کال کې جوړ شو. د دې کنفرانس له لارې په افغانستان کې لنډ او منځمهالي حکومتونه رامنځته شول.
ضيا مسعود نه يوازې د نظام په موجوده بڼې باندې نيوکه لري؛ بلکې په ولسمشر هم نيوکه کوي او وايي، چې نوموړي نظام ته قومي بڼه ورکړې او ټول په کې د يو قام خلک راټول دي په داسې حال کې، چې په رياستي او ډيموکراتيو نظامونو کې داسې خبرې نه وي.
اوس که سړى د نوموړي خبرو ته په دقيقه توګه ځيرنه وکړي؛ نو لومړى دى په خپله تر نيوکې لاندې راځي. په دې معنا تر پرونه پورې دى هم په همدې نظام کې مرستيال و او د همدغه نظام د ګټو او موخو لپاره يې کار کاوه او که چېرې ده د موجوده نظام د ګټو او موخو لپاره کار نه وي کړى؛ نو بيا خو دى بايد محکمو او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي، چې ولې يې د افغانستان له ميليونونو وګړو له رايې سره خيانت کړى او د هغوى لپاره يې کار نه دى کړى؛ ځکه ولس خو چې ولسمشر ته رايه ورکوي نو ورسره مرستيالانو ته يې هم رايه ورکوي، چې د دې هېواد او ولس د ملي او اسلامي ګټو لپاره کار وکړي؛ خو د ده له څرګندونو څخه ښکاري، چې ده دې دواړو ته کار نه دى کړى او دويمه خبره دا، که چېرې د ده موخه له يو قوم څخه د پښتانه وي؛ نو راځئ له همدا نن څخه به يې پيل کړو او وبه وينو، چې په کومه اداره کې څوک زيات دي او همدا اوس هم د چا په واک کې واک او ګدۍ ده، څوک يې مشري کوي او د چا له خوا وزيران او آن تر عادي قومندانانو پورې ټاکل کېږي، د حيرانتيا خبره ده، چې هم اپوزيسيون خوري او هم حکومت او بيا يې تر ټولو ډېرې نيوکې هم په حکومت کوي، چې حکومت دا کوي او دا؟
ايا تر دا اوسه پورې د پښتون پر کور بم نه غورځي، پښتون نه تباه کېږي، ښوونځي د پښتون نه سوځول کېږي، ځوانان د پښتون نه وژل کېږي، سړک د پښتون نه ورانېږي، کور د پښتون نه پلټل کېږي او داسې په لسګونو ډوله نورې ستونزې او ربړې پښتون ته نه پېښېږي؛ نو بيا څنګه دغه ښاغلي خپلو وحشيانه کړنو او تېروتنو ته د بل نوم ورکوي او يو قام بدناموي، چې ګواکې داسې کوي او داسې. که نفرت کوي نو بايد له تا يې پښتون ډېر وکړي، چې طالب همده ته ډېرې ستونزې پيدا کړي او همدى وژني ته خو په ماڼۍ کې ناست يې مزي او چړچې کوي، نن په کابل، سبا په دوبۍ او بله ورځ هم په امريکې کې د سناتورانو سوال ته ناست يې، چې د افغانستان په زړه راته چاړه را تېره کړه او زما برخه ترې جلا کړه؛ ځکه زه نور له دوى سره نه جوړېږم، که ساده يې راباندې وايې تا خو ټول عمر همدا کيسې کړې او نن، چې دې څوک دغه ډول کړنو ته نه پرېږدي؛ نو بيا نظام فاسد بولي او جهاديان غولېدونکي، چې نورو غولولي، بس دى د خداى لپاره بس دى، د جهاد، مقاومت او قوم په نوم دې ډېرې پيسې پيدا کړې؛ نور نو لږ دا ولس هم ژوند ته پرېږده، چې لږ په ارام ساه واخلي او ژوند وکړي؛ ځکه په دې خو نور ته هم ښه پوه يې، چې څوک دې په خولې پياز هم نه خوري؛ خو په دې هم پوه شه، چې دا ژبغړانګې به دې نور هېڅ ځاى ونه نيسي.