د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کې د ايران د ښکاره لاسوهنو بله بېلګه

سيدعاصم نږدې 06.05.2012 19:10

سړى نه پوهېږي، چې دا افغانستان دى او که د ايران کومه صوبه يا ولايت، بس په هر کار کې به د دوى کار وي، که افغانان چېرې هم له هندوانو سره د مېلمستيا لپاره لاړ شي؛ نو سم له واره پرې ايران او پاکستان شکونه کوي، چې بيا يې کوم پلان جوړ کړى او لا ورځ نيمه نه وي تېره، چې پاکستان ځانمرګي او ايران خپلې او لاسپوڅې رسنۍ په شعارونو او ګواښونو ډکې کړې وي، هغه خو يې لا څه، چې آن په ډېرې سپين سترګۍ د ځينو ادارو چارواکو ته په غوسې او ګواښ سره وايي، چې بايد داسې ونه کړئ او دا مه کوئ، ځکه چې ايران ته په کې زيان دى او يا د ايران ملي ګټو ته په کې ګواښ دى؛ خو که لږ په ګرېوانونو کې سره ورکښته کړي؛ نو په خپله دې پايلې ته رسېږي، چې تاسې کومه داسې د پت پوزې پرېښې، چې لا اوس د ګاونډي توب او د خپلو ملي ګټو د مضبوطولو تمه له موږ څخه لرئ.
په هر حال د همدغو سپين سترګيو او لاسوهنو په سلسله کې تېره ورځ د ايران سفير د افغانستان د مشرانو جرګې له مشر فضل هادي مسلميار سره کتلي او په ډېره جدي لهجه يې ورته ويلي، چې د افغانستان او امريکې ترمنځ ستراتيژيک تړون د ايران د ملي ګټو پر ضد دى او مشرانو جرګه بايد دغه مساله په جدي توګه تقيب او رد کړي او دې تړون ته دې د همغږۍ رايې نه ورکوي، د مشرانو جرګې د يو شمېر سناتورانو په وينا، چې په دغه غونډه کې يې ګډون درلود وايي: تېره چهارشنبه د ايران نوى سفير هلته ورغلى و او د مشرانو جرګې له رئيس سره يې د هغه په خونه کې وليدل، د سفير لومړنۍ غوښتنه دا وه، چې دا تړون د ايران په تاوان دى او بايد رد شي، سفير چې کله د مشرانو جرګې د مشر ورته غبرګون هم وليد؛ نو په عصباني لهجه يې وويل، نه يوازې وويل بلکې خبر دارى يې ورکړ، چې که چېرې د امريکا او افغانستان ترمنځ ستراتيژيک سند تصويب شي ايران به چوپ پاتې نه شي او ډېر ژر به غبرګونونه وښيي؛ خو په ځواب کې يې د مشرانو جرګې مشر هم ورته خپله غوسه څرګنده کړې او ويلي دي، چې افغانستان د يو خپلواک هېواد په توګه په خپله ددې سند په اړه د پرېکړې واک لري او ايران حق نه لري، چې د افغانستان په چارو کې مداخله وکړي.
اوس که د ايران د رسمي استازي يا سفير څرګندونو ته ځير شو؛ نو له ورايه ترې څرګندېږي، چې دا نظر يوازې د ده نه؛ بلکې د ايران د حکومت دى او دا ښکاره خبره ده، چې د تاريخ په اوږدو کې ايران تر اوسه پورې له افغانستان سره نه خواخوږي کړې او نه يې هم د ګاونډي توب خيال ساتلى، ان تېر کال يې يو شمېر افغانان پر سړک په ګوليو سوري سوري کړل او بيا يې په ډېره وحشيانه توګه پر هغوى مسخرې وکړي او خندنۍ يې ورپورې جوړې کړې، پر دې سربېره تر اوسه پورې افغان کډوال د ايران د حکومت له خوا له سلګونو ډوله ستونزو او کړاونو سره مخ دي، هره ورځ يې يوه نوي پلمه او ستونزه ورته جوړه کړې وي او د تورو تمبو شاته يې اچوي؛ خو افغان حکومت بيا هم ځان غلى نيولى او غږ نه کوي؛ خو اوس د ايران سپين سترګي او رضالت آن تر دې پولې را ورسېد، چې د ټولو ديپلوماتيکي او کونسلي اړيکو پر خلاف را پاڅېږي او د افغان دولت يو لوړ پوړي دولتي چارواکي ته په ډېرې سپين سترګۍ او ګواښ وايي، چې دوى بايد د دغه تړون مخالفت وکړي او پرې نږدې، چې دا تړون تصويب شي. اوس سړى نه پوهېږي، چې افغان حکومت او نړيواله ټولنه به تر څه وخته د دوى دغه ډول کړنو ته لاس تر زني او خاموش ناست وي او ديپلوماټيکي اړيکې به په پام کې نيسي، ايا د سوونو کډوالو افغانانو وژنه، بې عزتي او بې حرمتي، په ناحقه جېل ته اچول او ظلم زياتى پرې کول بسنه نه کوي، ايا په هره برخه کې يې ښکاره لاسوهنې او خپلسرۍ بسنده نه دي او ايا په افغانستان کې يې لاسپوڅې رسنۍ نوره بسنه نه کوي؟!
اخر تر څو پورې به افغان هېواد او افغان وګړي د دوى له خوا ګواښل کېږي او سپکېږي، نور نو افغان حکومت او نړيوالې ټولنې ته په کار ده، چې د سوک ځواب په سوک او د څپېړې ځواب په څپېړې ورکړي او که داسې ونه کړي؛ نو لرې نه ده، چې زموږ په کاسه کې به هم خپله ... پښه کېږدي.