د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ژوند چاپيريال ته ورپېښ خطرونه

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن 17.02.2011 22:12

انسان له خپل پيدايښته  راهيسې له خپل چاپيريال سره په مبارزه لګيا دى او هڅه کوي چې د ژوند لپاره مناسب چاپيريال رامنځ ته کړي.
 
ته کړي.که له يوې خواطبيعي پدېدې د انسان جسمي او معنوي اړخونه اغيزمنوي،د ژوندکولو لپاره ورته اسانتياوې برابروي اويايې د ناوړه شرايطو او حالاتو له مخې د طبيعي افتونو او پېښو په وسيله ژوند له خطرونو سره مخ کوي نو له بلې خوا انسان هم لګيادى خپل چاپيريال بدلوي، د طبيعي پيښو د مخنېوي هڅه کوي، له ځمکې، اوبو او هواگټه اخلي،   لومړنۍ اړتياوي پوره کوي اودسوکاله او هوسا ژوند لپاره کوښښ کوي.خو اوس دغه هلې ځلې د اوسني ساينس او تخنيک پر مټ دومره پراخه او بنسټيزې شوي دي  چې د ژوند چاپيريال يې له سترو ننګونو اوخطرونو سره هم مخ کړى دى.

له طبيعي شتمنيو او زيرمو څخه نا معقوله استفاده ددې سبب کېداى شي، چې د اړوندې سيمې طبيعي  سستم ګډ وډشي، له پښو وغورځول شي او بيا ځان ونه شي رغولى.همدارنګه په ډيرو حالاتو کې چاپيريال ته ورپېښه ستونزه سيمه ييزه نه پاته کېږي او نړيوالې اغېزې لري.         يو له دغو ډيرو خطرونوڅخه چې د ژوند چاپرېيال ته ورپېښ دي، په پراخه توګه د طبيعي ځنګلونو پرېکول او له منځه وړل دي. څېړونکې په دې اند دي چې د استوايې ځنګلونو پريکول د نړۍ اقليم اغېزمنولاى شي.نوموړي ځنګلونه د نړۍ د سږو په نامه يادېږي او پر ځمکه د اکسيجن لپاره ډير اړين دي، خو دغه ځنګلونه  اوس د سوداګرۍ، د کرنيزو ځمکو د لاس ته راوړلو او د سرکونو د غزولو لپاره په چټکۍ او بې رحمۍ سره له منځه ځي.                                                      

د امازون د ځنګلونو حالت
  چېرته چې ځنګلونه له منځه ځي هلته بيا اورښت هم کمېږي، کوم اورښت چې کېږي هغه هم نور د ونو او بوټو د رګونو په وسيله نه ساتل کېږي او په دې توګه په اوږده موده کې د اقليم د بدلون سبب کېږي.د خاورى طبقه نازکه او بې حاصله کېږي، باد او اوبه يې په اسانۍ سره تخريبوي او صحرايې کېدل پراختيا مومي.


تخنېکي نوي وسايل داسى د ځنګلونو بيخ وباسي

   د دې تر څنګ د نباتاتو، ژويو او الوتونکو رنګارنګې اوډولونه کمېږي او طبيعي سستم له ستونزو سره مخ کيږي. په افغانستان کې هم طبيعي ځنګلونه د لرګيو د قاچاقو،دسون د توکو په توګه د سوزولو او جګړو له امله له بشپړي له منځه وړنې سره مخ دي. زموږ پر خاوره د لوى خداى دغه لورولى نعمت او طبيعي شتمني د دولت او وګړو د نه پاملرني او ناسمې استفادې له امله په بشپړه توګه له منځه تلونکې ده او د بيا زرغونېدلو او پراختيا مجال نه ورکول کېږي، چې هرومروبه د ژوند پر چاپېريال هم ناوړه او نه جبرانېدونکې اغېزه وکړي. 

 
پر ځنګل پوښلې غر سپور او لغړ شوى دى

 The Greenhouse effect :   شينکوريزه يا شينخونيزه اغېزې له صنعتي انقلاب راوروسته انسان په ډيره زياته اندازه  فوسېلي مواد لکه نفت ، ګاز او د ډبرو سکاره کاروي. دغه توکي په هوا کې د کاربن داى اکسايد د زياتوالي سبب ګرځي. کاربن داى اکسايد له شينکوريزو غازونوڅخه ګڼل کېږي او شين کوريزه اغېزې لري.   

          شين کوريزو غازونو لکه کاربن ، متان،نايتروجن اکسايد او اوزون ځمکه په يوه پوښ کې پوښلى ده او په طبيعي توګه د ځمکې پر مخ د تودوخې درجه په نورمال يا معتدل حالت ساتي.پرته له دغو شنوکوريزو غازونو به پر ځمکه د تودوخى منځنځۍ درجه منفي ١٨ ته رسېدلاى وې. ځکه نو ګټور هم دي. خو که چېرې دا غازونه زيات شي نو بيا لکه د شنو ښيښه ېي خونو په څير چې بوټي او ګلان په کې له کنګل څخه ژغورل کېږي، تودوخه را پرېږدي او د شپې له خوا ېي د بيرته تګ مخ نيسي او په دې توګه د اقليم د بدلون او پر ځمکه د تودوخى د درجې د لوړيدو سبب ګرځي                                                                                                               
 د اوزون د طبقي نازکه کېدل او پر انسان ېي اغېزى:                                                                     
د ځمکې شاو خوا د غازونو يا هوا يوه پوښ يا کري ( اتموسفير) پوښلې ده.له دې غازونو څخه يو هم اوزون دى چې د اوزون طبقه ېي جوړه کړيده. نوموړي طبقه  پر ځمکه  د ژوند لپاره ډيره اړينه ده،ځکه چې نوموړي طبقه ځمکې ته د لمرد ماوراى بنفش د خطرناکو وړانګو د راتلو مخه نيسى.خو او س هم پر طبيعي علت لکه د اور غورځېدنې او سړې هواله امله او هم پر بشري علت يعنې د هوا د ککړتيا له امله نازکه شويده او په ځنو برخو لکه جنوبي قطب کې ورځنې ځمکې ته دلمر زياتو خطرناکو وړانګو د راتېرېدو چانس زيات شوى دى.


  په جنوبي قطب کې د اوزون د طبقي نازکه حالت
څېړ نې څرګندوي چې د اوزون له طبقې څخه دد غو خطرناکو وړانګو راتېرېدل په انسانانو کې د پوټکي د سرطان د ناروغيو سبب ګرځي.
که څه هم په پرمختللي نړۍ کې اوس انسانان د طبيعيت پر وړاندې د خپل ناوړه سلوک او کړنو  منفي پايلو ته متوجه شوي او کوښښ کوي چې د ځنو قوانينو په رامنځته کولو سره د روان  ناورين مخه ونيسي او خاوره، اوبه او هوا له دې زياته ککړه او زيانمنه نه کړي ، خو لا تر اوسه هم  په ډيرو سيمو او هيوادونو کې وګړي د راتلونکو نسلونو ژوند په پام کې نه نيسى او خپل چاپيريال ته نه جبرانېدونکې زيان اړوي.