د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ننګرهار تاريخي جغرافيه

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن 17.10.2010 01:04

لومړى څپرکى

د ننګرهار جغرافيايي موقعيت:

ننګرهار زموږ د ګران، تاريخي او لرغوني هېواد يوه برخه ده. ددې ولايت د تاريخي سابقې، مذهبي، کلتوري، سوداګريز او اقتصادي اهميت څخه سترګې نه شو پټولاى. دا تاريخي ولايت چې د هېواد په ختيځه خوا کې د کابل څخه د (٨٢) کيلو مترو په واټن پروت دى، پراخوالى يې اويا زره کيلو متره مربع ته رسېږي چې د ختيځ طول البلد په (٧٠) درجو، (٤٧) دقيقو او (٥٣) ثانيو او د شمالي عرض البلد په (٣٤) درجو، (٥٦) دقيقو او ٢) ثانيو کې موقعيت لري.(١)
د ننګرهار ولايت چې د تاريخي هويت، اوبو او هوا(اقليم)، ميوو، حاصلاتو او طبيعي مناظرو له امله يې د هېوادوالو پاملرنه ځانته را اړولې ده، د شمال له خوا څخه يې يو څه برخه د کنړونو او يو څه يې د لغمان ولايت پورې نښتې ده. د لويديځ له خوا د کابل او لوګر د ولايتونو پورې تړلې او د سوېل(جنوب) خواته يې سپين غر له پکتيا او پښتونخوا څخه بېلوي. همدارنګه ختيځه او سوېل ختيځه خوا يې له پښتونخوا سره هم سرحده ده.
ښه به وي تر څو د ننګرهار د سيمې د موقعيت او مساحت په هکله د چيني ګرځندوى هېوان تسنګ نظر ،چې ددې سييمې تاريخي مرکز (هډې) ته د سياحت لپاره راغلى و او هلته يې د بودا د مجسمې زيارت کړى و هم دلته راوړم. نوموړى ليکي:
((ددې سيمې اوږدوالى له ختيځ څخه لويديځ ته (٦٠٠) لى او پلن والى يې له شمال څخه جنوب ته (٢٠٠) لى دى، چې نږدې (١٢٠) ميلو او (٥٠) ميلو ته رسېږي. نوموړى ليکي چې ددې سيمې څلورو خواو ته سخت غرونه پراته دي مرکز يې (٢٠) لى احاطه لري پاچا په کې نه شته، ځکه چې دا ولايت په کاپيسا پورې تړلى دى.))
دغه چيني ګرځندوى په خپلوڅو ليکنو کې نوموړى سيمه د ( Nagar) ناګار په نامه چې ښايي د ننګرهار د اوسني نامه يوه برخه يايې لنډ شکل وي يادوي. هيوان تسنګ ددې سييمې په هکله زياتوي چې غلې دانې په کې ډېرې کېږي، هوا يې نرمه او برابره ده، خلک يې زړور، خوشخويه او څه قدر شتمنه دي، پوهه يې خوښه ده، زيات بودايان دي او د نورو دينونو پيروان په کې لږ دي. بودايي عبادتخانې او يادګارونه په کې ډېر دي او زيات پيروان لري، پنځه برهمني او نږدې (١٠٠) غير بودايي عبادتخانې په کې دي. همدارنګه د هيوان تسنګ د ژوند د پېښو په کتاب کې ليکل شوي دي چې د مرکزي ښار په ختيځه خوا کې د (٢) لى په فاصله د تيږو يوه استوپه ده، چې (٣٥٠) ګامه جګه ده او درانده او لوى هيکلونه لري. له دغو استوپو سره جوخت د لمر پرېواته خوا ته يوه عبادتخانه ده او ورسره جوخت سويل خواته يوه کوچنۍ استوپه هم شته. وايي چې دغه لومړنۍ لويه استوپه اشوکا پاچا جوړه کړې ده.(٢)

د ننګرهار کليمه:
د ګندهارا په مشهوره دره کې چې د کابل ټوله دره سرترپايه په خپل بر کې نيسي د نګاراهارا سيمه چې اوس د ننګرهار په نامه يادېږي د ګندهارا منځنۍ برخه يا په بل عبارت د ګندهارا زړه بلل کېږي.
ننګرهار يا (Nagarahara) نګاراهارا خورا زيات لرغون توب لري. سره له دې چې د ننګرهار د کليمې په هکله د پوهانو ترمنځ د نظر توپيرونه شته، خو دا توپير بنسټيز توپير نه دى او کمزوري او قوي نظرونه په کې له ورايه معلومېږي. ځينې پوهان داسې نظر څرګندوي چې، د ننګرهار کليمه يو نون لوى او بل نون يې د وخت په تېرېدو سره زيات شوى دى. وايي چې اصل نوم يې نګرهار دى او په لرغونو نسخو کې هم دا کليمه نون نه لري، چې اوس يې هم په پښتو ژبه کې ځينې بېلګې ليدلاى شو، لکه د نږور په کليمه کې چې په زياتو کتابونو کې د نږور په ځاى ننږور ليکل شوې ده. داسې نور مثالونه يې هم راوړاى شو چې يو نون ته اړتيا وي بل نون ورسره راغلى وي. همدارنګه د ننګرهار اصلي بڼه نګاراهارا، نګارارا او نګرهار دى.(٣)
ښاغلى کهزاد د افغانستان د تاريخ په دوهم ټوک کې ليکي: د هيوان تسنګ په باور ناګار د يوې ټينګې کلا په معنا و چې د شاهي ارګ په توګه يې کار ورکاوه. همدارنګه د (ناکالوهو) کليمه هم دغه معنا ورکوي، چې (ناکا) هغه (ناګار) د کلا او لوهو د ټينګې مانا ورکوي. د (نګرکوټ) او (ناک کوټ) دوه کليمې چې اوس هم شته د (ناکالوهو) او ناګار غوندې دي.
البيروني هم د (نګر کوټ) د ښار يادونه کوي چې دا هم پاسنۍ نظريه تائيدوي. د نګر او (نګار) د کليمو ترمنځ هم توپير شته، ځينو (نګر) د ښار په مانا راوړى دى او ځينو د هغو نګ او نک ته پاملرنه کړې ده چې هغه هم د سانسګرت له (ناګاى) نه اخيستل شوى او د مار، لمر، غره او فيل مانا ورکوي. په ننګرهار کې غر او دښته د مار په نسبت ډېر نوم لري، همدارنګه له کتيبو او تاريخي اثارو سره هم اړيکه لري. که (نګر) د غره په معنا واخيستل شي د ننګرهار معنا غرنۍ سيمه يا غرستان کېږي چې د ننګرهار غرنى توب ټولو ته معلوم دى که (ناګار، نګر) د ښار او ټينګې کلا معنا ورکړي، د ننګرهار معنا په څرګنده توګه شهرستان او د ښارونو مور کېداى شي.(٤)
همدارنګه لکه څرنګه چې مو مخکې وويل د ننګرهار د کليمې په هکله بيلابيلو پوهانو نظرونه ورکړي دي او لږ توپيرونه سره لري خو دا نظرونه له موږ څخه اصلي موضوع نه شي ورکولاى اوهغه داچې دا ټول نظرونه په يوه اساس او بنسټ ولاړ دي، چې هغه د ننګرهار ولايت په تاريخي لرغونتوب ، د هغه په تمدن او غوره جغرافيايي موقعيت دلالت کوي.
د ننګرهار د کليمې په هکله ښاغلي صديق الله رښتين داسې ويلي دي: د نګاراهارا په کليمه کې د نګار لرغونتوب د فارسي له نګار سره اړيکه لري. ځکه دواړه اريايي ژبې دي او ريښه يې يوه ده. د نګار کليمه په فارسي قاموسونو کې د سنګار، نقش، تصوير، بت او معشوقې په معنا کښل شوي ده، نو هغه وخت چې ننګرهار ته بوديزم راغلو او په ټولو سيمو کې خپور شو، ننګرهار د ارت ا و هنر مرکز وګرځېده چې هډه يې د يوه موزيم په توګه وپېژندل شوه. دلته به ښکلې صنايع او بوتان جوړېدل نو کېداى شي چې د نګاراهارا نوم يې له دې کبله ځانته غوره کړى وي. همدارنګه د نګين کليمه هم دلته يو څه اړه لري. په دې کليمه کې ښکلى توب چې اصل ماده يې په سانسګرت کې (نک) دى په خاص ډول تر نظر لاندې نيول کېږي.
دلته د انګرېزي جنرال کننګهم نظر هم د پام وړ بريښي . نوموړى ليکي او وايي چې: هغه وخت چې هيوان تسنګ د دوهم ځل لپاره د اګست پر (١٥) په (٩٣٠)م کال کې دلته راغى او پوره مياشتې يې تېرې کړې، نو هغه په خپلو يادښتونو کې ليکلي دي چې بطليموس په خپله جغرافيه کې ددې سيمې نوم نګره ليکلى، سره له دې چې په سانسګرت کې ددې سيمې نوم نګره هارا راغلى دى.
پروفيسور لاسن هم ليکي چې نګره د بطليموس په جغرافيه کې راغلى ده او د ننګرهار اوسنۍ سيمه ورځنې مراد ده.(٥)
همدارنګه غوره ګڼم چې دلته د انګرېزي لرغون پېژندونکي (بيلو) نظر ته هم ځاى ورکړم، خو د چې کوم نظر ورکړى دى هغه کوم اساس او قوي بنسټ نه لري. د بيلو نظر په دې ډول دى او ليکي چې د ننګرهار کليمه د (نوو يهار) له کليمې نه راوتې ده چې وروستى تورى سانسګرت دى د معبد په معنا، په داسې حال کې چې نورو تاريخ پوهانو او لرغون پېژندونکو په ننګرهار کې د زرو معبدونو يادونه کړې ده، اما که چېرې موږ دا کليمه له (نوو ينار، نو ويناړ) نه راوتې وبولو معنا به يې (٩) سيندونه شي ځکه چې (تاړ) په پښتو او پشه يي ژبو کې د يو (١) په معنا دى او هغې کږې وږې شېلې ته وايي چې تل په کې اوبه روانې وي، لکه چې د کنړ معنا هم په پشه يي کې څو سيندونه کېږي. داسې نظر د ننګرهار د (٩) سيندونو له روايت سره چې ملا دروېزه يې په خپلو ليکنو کې يادونه کوي سمون خوري. همدارنګه که چېرې دا کليمه له (نوګار) څخه راوتې وي معنا به يې (٩) غرونه شي دا هم دومره له واقعيت نه ليرې نه ښکاري ځکه چې (٩) سيندونه له ځان سره (٩) غرونه هم لري.
زه دلته يو بل نظر يا نکل ته چې په عوامو کې شتون لري هم ځاى ورکوم. نوموړى نظريه ما په ورته توګه په دوو تاريخي مقالو کې لوستي او دلته يي يادونه کوم:
وايي چې په پخوا وختونو کې په ننګرهار کې د ننګر يا (نګرشاه) په نامه يو بت پرست پاچا و چې تر بور يې په کوز کنړ کې حکمراني کوله. د دوى ترمنځ خونړي جنګونه پېښ شول چې په پاى کې نګرشاه ماتې وخوړه او له منځه ولاړ. دده د ښار پراخوالى درې کروه و، ښايي درې دروازې يې درلودې چې هره دروازه يې په يوه معبر کې وه، يوه دروازه يې په شمال برخه کې د شيګل په حدودو کې د نګرشاه په نوم، بله يې لويديځې دروازه د نولى په حدودو کې چې د پيچ د درې په خوله کې واقع ده او درېيمه دروازه يې سويلي وه چې د نواباد (نرنګ) په حدودو کې وه او څرنګه چې په دې ځاى کې ننګر يا نګرشاه کافر پاچا و، نو ځکه ننګرهار د هغه په نامه هم يادېږي.
دا عاميانه روايت د ملا دروېزه په کتاب (نېکان او بدان) کې هم راغلى دى. داسې روايتونه ځانګړى نه دي او د نورو ځايونو په هکله هم شته. په غالب احتمال د ننګرهار کليمه د قبل الميلاد د دويمې او درېيمې پېړۍ محصول دى چې د راجا اشوک زمانې ته انتساب لري او دغه ټول ښکلى توب چې د ننګرهار په برخه کې شوى دى د اشوک مذهبي پاملرنه په کې رول لري.
ښاغلى صديق الله رښتين په يوه بله مقاله کې داسې ليکي چې هار په پښتو کې چې يوه اريايي ژبه ده او له سانسګرت سره ډېر نږدېوالى لري، د ډېروالي او زياتوالي په مانا ډېر رواج لري، لکه (چغهار)، (غرهار) او نور.نو له همدې امله ننګرهار ته د لفظ دژباړى پر بنسټ د ښارونو مجموع ويلاى شو، سربيره پر دې د هار کليمه له (زار) او (سار) سره د ترادف په لحاظ هم د زياتوالي معنا ورکوي. په هند او سند کې د (هـ) بدلون په (س) او همدارنګه په (سار) او (زار) کې د (س) بدلون په (ز) سره واضح او له شک نه ليرې دى. بله توجيه چې هم ښاغلى رښتين د هارد کليمې په باب کوي په زړه پورې ده او هغه داده چې د (هارا) کليمه د وارا له لفظ سره مترادفه ده، په دې ډول چې په پښتو کې د (هـ) بدلون په (و) سره معمول دى لکه په (لاهو)، (باهو) (لاهو) (لاوو). څرنګه چې ډېرو ته ښکاره ده (وارا) د يوه ټينګ او محکم ځاى نوم و چې (ياما) په بلخ کې ودان کړى و او خپله په کې اوسېده، له دې کليمې څخه (واڼا) هم چې په محکوم پښتونستان کې ده د دقت وړ ښکاري.
له ټولو ليکل شوو اثارو او ليکنو څخه څرګنديږي چې د ننګرهار د کليمې په منځ کې د (ر) تورى ددې يو منځنى جز دى چې ليکل يې بايد هرومرو په (ر) وشي. په (نګار) (نګر) او داسې نورو کليمو کې د (ر) تورى واضح دى. د (ننګهار- ننګنهار) لفظ يوازي د ناسم تلفظ په اساس منځته راغلى دى او کوم لغوي اساس نه لري، سربېره پر دې پښتو ويونکي ټول کامونه دا کليمه په (ر) اداکوي، د پښتو په خطي اشعارو کې دا کليمه په همدې بڼه کښل شوې ده. همدا راز د (هـ) تورى هم په اصل کليمه کې دى که چېرې په کومه ليکنه کې لويدلى وي يوازې د تخفيف له مخې به وي. سم ويل يې داسې کېږي چې لومړى تورى يې ساکن او څلور يې مفتوح دي.(٦)
په هر حال په پايله کې داسې وايو چې ننګرهار خپل لرغونتوب د ګندهارا په زړه کې ساتلى او د طبيعي غوره اقليم ، مذهبي او کلتوري ودې او اقتصادي پيداوارو له امله يي د سيلانيانو پاملرنه ځانته راګرزولې وه . ګندهارا چې زموږ د لرغوني هېواد له سمسورو او تاريخي سيمو څخه شمېرل کېږي او ننګرهار يي زړه بلل کيداى شي، نو هرومرود ګندهارا، نګارا هارا[ننګرهار]، کندهار، چپرهاراو دى ته ورته نورى کليمې يو له بل سره اړيکې لري او ټول تاريخي او لرغوني نومونه دي.

يادونه:
د نوموړى ليکنې د چاپ او تکثير حق محفوظ دى. ليکوال چې نوموړى اثر يې ډير پخوا(په١٣٦١ل کال) ليکلې اوس يې ډير ژر چاپ ته د وړاندې کولو نيت لري. البته د مواخذ په توګه، د ليکوال د نوم او منبع په يادولو سره ورځنې ګټه اخيستل کېدلاى شي.

نور بيا