د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ننګرهار تاريخي جغرافيه (٣)

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن 23.12.2010 21:24

ب- اديانه پور:
د ننګرهار له مشهورو ښارونو څخه يو هم اديانه پور دى، چې زيات مشهور، لرغوني او د ننګرهار مرکز و. د اديانه پور په هکله د مورخينو او نورو پوهانو ترمنځ د نظراختلاف شته. له بلې خوا څخه د اديانه پور نوم هم په ځينو تاريخي اثارو کې ناسم طبع او چاپ شوى دى او په دې هکله زيات اشتباهات شوي دي، خو په پايله کې ثابته شوې چې اديانه پور د ننګرهار يو پخوانى ښار او مرکز دى. موږ په دې ځاى کې د مختلفو پوهانو او مورخينو نظرونه راوړو، ترڅو هدف ته سم ورسېږو، خو کومه خبره چې د يادولو وړ ده، هغه داده چې په ننګرهار کې نور لرغوني ښارونه هم شته او زيات احتمال لري چې دوو، درېوو او يا زياتو ښارونو په يو وخت کې شتون درلود،چې په داسى حالت بيا راڅخه د ننګرهار مرکز ورکېږي، خو ويلى شو چې هر يو يې ځانته اهميت درلود.
د اديانه پور په هکله داسې راغلي دي چې، لکه څرنګه چې اوس د جلال اباد ښار د ننګرهار مرکز دى (٤٠٠) کاله دمخه د ننګرهار مرکز اديانه پور و چې ټول اداري تشکيلات ورپورې تړلي و او لغمان هم د هغه له مربوطاتو څخه و.
احمدعلي کهزاد د راموضوشيه په حواله د اديانه پور په هکله ليکلي دي چې اديانه پور د مملې په شمال کې د مملې او سلطانپور ترمنځ د سره رود دسيند ترڅنګ چې د سره رود ترمنځ تېرېږي پروت و. همدارنګه نوموړى تاريخ پوه د تزک په حواله ليکي چې اديانه پور د سره رود او د هغې ماڼۍ ترمنځ چې د وفاپه باغ کې جوړه شوې ده، پروت دى.(١٢)
ستر پوه پوهاند عبدالحى حبيبي په يوه مقاله ( دنپور يا جلال اباد کنونى) کې داسې ليکلي: دا ځاى بيهقي دوه ځلې په خپل مسعودي تاريخ کې ياد کړى دى (مخ ٣٣١-٦٩٠) چې د بيهقي د تاريخ د ټولو خطي نسخو په څلورو ټوکو کې دينور و او ددې ځاى يادونه په دې ډول شوي وه: کله چې سلطان مودود د خپل پلار د مرګ د غچ اخيستلو لپاره له غزني څخه بهر راووت او د کابل له لارې د ختيځ پر لوري روان شو نو د بيهقي په وينا په دنپور کې، چې ناسم يې دينور ليکل شوى دى، خپل انتقام اخلي، خپل تره محمد ته ماتې ورکوي او بېرته غزني ته ګرځي.
نوموړى ليکي څرنګه چې د کلکتې په چاپي او خطي نسخه کې دا کليمه په دينور سره تصحيح شوې او بيا ليکل شوې وه نو پيشاورى مرحوم چې يو اديب، څېړونکې او پوه سړى و دې ټکي ته متوجه شوې او د تهران د پخواني چاپ په حاشيه کې يې دينور بېخي غلط ګڼلى او ليکلي يې دي چې دينور د کرمان شاهان په شاوخواکې و، په دې داستان پورې کومه اړه نه لري او احتمال لري چې په اصل کې پر شور (پيشاور) و، پنجاب ته نږدې چې په همغه ځاى کې مسعود وژل شوى و. همدارنګه نوموړى په دى هکله د مرحوم سعيد نفيسي نظر هم ( لومړى ټوک، ٣٩٨مخ) چى د اديب پيشاوري نظر يې رد کړى ليدلې او تر ټولو وروسته يې دا موضوع داسې حل کړى ده :
١- څرنګه چې دغو دوو پوهانو ليکلي، دينور دلته نه و،نو پر دې اساس دينور بل ځاى دى.
٢- څرنګه چې مرحوم سعيد نفيسي ليکلي پرشور هم سم نه دى، نو دا نوم اصلاً څه شى دى؟ کومه جګړه چې د امير مودود او د هغه د اکا محمد ترمنځ پېښه شوى وه په پيشاور(پيښور) کې نه وه، بلکې دا جګړه د ننګرهار په ولايت کې چې مرکز يې اوس جلال اباد دى پيښه شوې وه. همدارنګه منهاج سراج دې خبرې ته داسې وضاحت ورکوي: ((حق تعالى د ننګرهار په حدودو کې د مودود سره مرسته وکړه او محمد ونيول شو)).
منهاج سراج په دې وضاحت سره د جګړې ډګر له پيښور څخه دېخواته يعنې د خيبر د درې پر لوري د ننګرهار وادي ته راوباسي چې اوس هم په همدې نامه مشهوره ده. د منهاج سراج دا وېنا بل روايت غښتلې کوي او هغه دا چې د غوريانو د وخت مشهور ليکوال او مورخ محمدبن منصور مبارک شاه چې د (٦٠٠) هجري په شاوخو کې اوسېده او د سلطان التتميش په نوم يې د (اداب الحرب والشجاعه) کتاب په ٦٠٢هـ کې په هند کې وليکه، ليکي: (( کله چې سبکتګين جيپال، د کابل پاچا (کابل شاه) ته ماتې ورکړه، په هغه ځاى کې يې يو ښار جوړ کړ او هغه هم په هغه ناحيه کې چې سلطان مودود د خپل پلار سلطان مسعود قاتلانو ته ماتې ورکړه نو په دې برياليتوب سره يې يوه وداني جوړه کړه او هغه يې د فتح اباد په نوم سره ياده کړه چې تراوسه يې هم نوم ژوندى دى.))
دغه مقصد کټ مټ ابوالحسن علي حسين د سلجوقيانو مورخ هم ليکلى دى.
کومه ودانۍ چې فخرمدبر هغه د سبکتګين بناء ګڼي او فتح اباد هم په همغه ځاى کې په نښه کوي تراوسه په لغمان کې شته دى ، فتح اباد هم د کابل او ننګرهار په پخوانۍ لاره کې په همدې نامه سره د ننګرهار په وادي کې پروت دى.
عبدالجبار العتبي هم د سبکتګين فتح په جيپال باندې په همدې سيمه لغمان کې ليکي.خو ليکل شوى دينور اصلاً د نپور- دنبور و په (د) او (ن) سره. له همدې کبله اوبوريحان البيرونى چې دا ځاى يې د دنبور په نامه سره ليدلاى و د کابل او پېښور په منځ کې ياد کړى دى، چې له پېښور نه د ١٥ فرسنګه او له کابل څخه د ١٢ فرسنګه (يو فرسنګ له ٤ ميلو سره برابر دى) په واټن پروت و، چې پرته له همدې اوسني جلال اباد څخه بل ځاى نه دى او د منهاج سراج ،فخرمد بر او علي حسين په وينا فتح اباد او هغه وداني هغه ته نږدې پرته ده...
همدارنګه په حدود العالم (ناپيژندونکې مولف ٣٠٢هـ) کې دوه ځله د دنپور څخه يادونه شوې ده. چې لومړى يې د سيندونو په شرح کې ويلي دي چې بل سيند د لغمان او د نپور په حدودو کې له غره څخه تېرېږي او د نينهار (ننګهار، ننګرهار) پر لوربهيږي او د سويل خواته يې د لغمان سيند ښودلى دى.
دوهم د غرونو په برخه کې وايي: يو لړ غرونه له بلور، شغنان بدخشان او واخان څخه د د نپور، د لغمان شاوخوا، کشمير او ويهند پر لور غزيدلي دي.
دريم د لغمان او ويهند د ښارونو د شرحې په ترڅ کې وايي: دنپور (دينور چاپ شوى) يو ښار دى چې مخامخ د لغمان د رود پر غاړه پروت دى او زياتې بتخانې لري.
له پورته وېناوو څخه معلومېږي چې د نپور له لغمان سره نښتې او د همدې رود پر غاړه د ننني جلال اباد په حدودو کې موقعيت لري.
د فردوسي په شاهنامه کې هم همدا ځاى د (دنبر، د نور) په نوم ياد شوى دى چې مقصد ورڅخه همدا دنپور دى:
ز زابلستان تابه درياى سند همه کابل و دنبر و ماى هند
(شهنامه – ٣٣ ١)
له دې کيسو او ويناوو څڅه داسې پايله اخيستل کېږي چې په پخوانيو روايتونو کې هم همدغه دنبر-دنور- دنپور ،کابل او زابل شهرت درلود چې دغه نوم د همدې ښار لپاره د ظهرالدين بابر تر عصره پورې هم د اديانه پور په شکل پاتې و او بابر په (تزک) کې هم د همدې ننګرهار په سيمه کې ورڅخه نوم اخيستى دى.
بايد وويل شي چې دنپور لرغونې ريښه لري او جنرال کننګهم انګليس جنرال په دې هکله ډېر ښه معلومات وړاندې کړي دي چې موږ ورڅخه لنډه يادونه کوو: چيني ګرځندوى هيوان تسنګ دوه ځله دغه ځاى ليدلاى دى. لومړى ځل د اګست پر لومړۍ په (٦٣٠م) کې نګراهارا ته ورسېد او دوه مياشتې يې د بودايي زيارت په کولو تيرى کړى. دوهم ځل چې له هند څخه راوګرځېد د جنورۍ او فبرورۍ په مياشتو (٦٤٤)م کې دلته راغى او دې ځاى ته يې په چيني کې ناکيلو هو (Na-ki-lo-ho) ووايه (اوسني ننګهار، ننګرهار) چې د بطليوس په جغرافيه کې (Nagara) ياد شوى. همدارنګه لکه څرنګه چې جولين څېړلې ده، همدغه نوم د سانک د چيني کورنۍ په کليزه (سالنامه) (Nang-go-lo-ho-lo) کې ياد شويدى. په داسى حال کې چې ددغه ځمکې نوم د سانسګرت په يوه کتيبه کې چې د هندد کهوسراوا له خرابو څخه بهر موندل شوى، Nagarahara ياد شويدى، چې ددې خاورې پخوانى مرکز(دنپور) بايد په هماغه ځاى کې وي چې اوس ورته بګرام وايي او د جلال اباد لويديځ خواته په دوه ميلي کې پروت دى.
څو کاله مخکې پروفيسور لاسن روښانه کړه چې د بطليموس نګره هم همدغه نننى ننګرهار دى چې هغه يې په يوناني کې يونيسو پولس هم ليکلى دى او د کابو را اواندوس (کابل، او سند سيند) ترمنځ پروت دى.
څرنګه چې د سانسګرت په ژبه کې (Udvana) اديانه د باغ او بوستان په معنا ده،نو اديانه پور چې د سند مارتن په وينا د نګره هارا پخوانى نوم دى بايد معنا يې د باغونو ځاى يا باغستان وي.
جنرال کننګهم وايي: مسين په خپله سفرنامه کې روايت کړى دى چې د ننګرهار خلکو به په هغه وخت کې، سل کاله پخوا ويل چې ددې ځاى پخوانى نوم (Ajuna) اجنه و او دا همدغه اديانه يا (ادينه پور) دى.
اوس د دې تاريخي پلټنو څخه داسې نتيجه اخيستل کېږي چې:
١- د بيهقي د طبعې (چاپ) خطي نسخه دينور اصلاً دنپور دى.
٢- د بيهقي، البيروني، حدوالعالم او ګرديزي دنبور په داسې ځاى کې چې اوس په کې جلال اباد پروت دى، لغمان او فتح اباد ته نږدې د کابل د سيند پر سويلي غاړه پروت دى، چې د بودايي معبدونو اثار يې اوس هم په هډه کې کشف شوي دي او د نورو زياتو بودايي استوپو پاتې شونې او اثار اوس د جلال ابادپه شاوخوا کې ښکاره دي.
٣- هيوان تسنګ د اسلامي پېړۍ په لومړيو وختونو کې د بودا د مجسمې جمجمه په هډه کې ليدلې وه او هډه په درانده ډال سره تراوسه په پښتو کې د هډوکي په معنا ده. نو هډه د بودا د جمجمې د ساتلو ځاى و چې هيوان تسنګ په دى هکله بشپړ معلومات ورکړى دى. همدارنګه افغاني لرغون پېژندونکو د يو لوى بودايي معبد اثار د ډېرو په زړه پورې او ښکلو انځورګريو سره د هډې په يوه غونډې کې موندلى دى او پر هغه څه چې هيوان تسنګ او د حدودالعالم مولف ويلي دي چې هلته بتخانې دي، صدق کوي.
٤- د فردوسي د نبر يا دنور هم په زيات احتمال سره همدغه دنپور دى.
٥- ددې نوم پخوانۍ ريښه په سانسگرت کې اديانه پور (باغستان) دى چې وروسته د نبر ، دنور، دنپور، ادينه پوراو اجنه پور شوى دى.
٦- دنپور د ننګرهار په تاريخي ولايت کې پروت دى چې دوهم نوم يې تراوسه ژوندى دى.(١٣)
همدارنګه د ادينه پور په هکله د زين الاخبار (ګرديزي) د کتاب په (٢٥٠) مخ کې هم يادونه شوې ده او د امير مودود رحمت الله او امير محمد د جنګ په باره کې يي توضيحات ورکړي دي وايي: کله چې امير مودود د خپل پلار د غچ د اخيستلو لپاره په پسرلي کې لښکرې برابرې کړې او د غزني څخه د خپلو لښکرو سره د خپل اکا سره د جګړې لپاره راروان شو نو په دې وخت کې دده د اکا اميرمحمد لښکرې هم دده د مقابلې لپاره راووتلې او دواړه لښکرې په دنپور کې سره مخ شوې . کله چې د امير مودود لښکر ې دنپور ته ورسېدې د دواړو ترمنځ جګړه پېښه شوه چې يوه شپه او ورځ يې دوام وکړ او د اميرمحمد لښکرو ته يې ماتې ورکړه.
په طبقات ناصري کې هم وايي چې له مودود سره خداى مرسته او نصرت وکړ او محمد يي د ننګرهار په حدودو کې ونيوه.
په پاى کې دې پايلې ته رسيږو چې لرغونې دنپور ، د بابر ادينه پور او د فردوسي دنبر په همدغه اوسني ننګرهار کې پروت او ددغې سيمې يو لرغونى ښار دى. د بابر باغ صفاء هم د همدې ښار په مخکې جوړ شوى و چې تراوسه يې د ناجو او نورو ونو اثار په پولو معلومېږي او زما له نظره سلطانپور هم د ادينه پور ترڅنګ يوځاى دى اوکيداى شي چې له لرغوني اديانه پور سره تړاو ولري.

نوربيا