د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له کاره ستړي شتمن ،ددمه ځایونو پر لور

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن 22.06.2014 10:55

هغوی چې دخیټی مړولو غم راخیستي او یا د سرپناه په لټه دي، لیری پرتو سیمو ته دتګ، سیال او سیاحت شوق نه لري.

خو د پرمختللو او سوکاله هیوادونو ګڼ شمیروګړي،ذهني او جسمي ارامتیا لټوي او له کوره  بهر رخصتي تیروي. اوس ددوی د لنډمهالی  اوړني کوچ موسم دی. د خوند،  مستۍ ساتیرۍ، سیال او ګرځیدو موسم.

زه په توریزم  خبری کوم چې په ننۍ نړۍ کې پر یوه ستر عایداتي صنعت اوښتی      دی. توریزم، Tourism سیاحت،جهانګردي او ګرځندوی  ټول پر بیلابیلو ژبو یو   ډول مفهوم وړاندی کوي.

توریزم د استراحتي یا سیلاني فعالیتونو او کاري هدفونو لپاره ترسره کیږي. توریستان یا ګرځندویان هغه وګړي دي چې له خپل استوګنځي څخه دباندی،لږ تر لږه له دریو  شپو څخه زیات او له یوه کال څخه د کمی مودې لپاره سفر کوي.

ګرځندوی یا توریست طبیعی یا کلتوری سیمي خوخښوي .طبیعت ته لېوال ګر ځند   وی ، ځنې طبیعي جاذبې لکه د سمندرونو او سیندونو شګلنی او لمرینې غاړی ،د غرونو واورینی ښویندکې، د ځنګلونو چوپتیااو د طبیعی پارکونورنګارنګي ځان ته          راکاږی.خو له کلتوري ارزښتونو خوند اخیستونکې سیلانیان د لرغونو اثارو، موزیمونو،تاریخي څلو، ماڼیو، مذهبي سپیڅلو ځایونواو نورو،ښاری، تاریخي او هنری ښکلاوو په   لټه کې وي.

توریزم په اوسنۍ نړۍ کې ډیر زیات غوړېدلې دی او د ډېرو هیوادونو لپاره ستره     عایداتي او کاري سرچينه ده.

د نړۍ د توریستي سازمان WTO (World Tourism Organization) د شمیرو او اټکلونو پر بنسټ به د توریزم صنعت په راتلونکو کلونو کې لا نوره هم وده او     پرمختګ وکړي .

د همدې شمیرو له مخې په ۲۰۱۲ م کی په نړۍ کې  ۱،۳ ملیارده توریستانو  سفر کړی، چې د    ۲۰۱۱   کال په پرتله په سلو کې  ۴ زیاتوالې ښۍ . هغه  مهال یوازی ۹۹۵ملیونه سیلانیان د      سیال او    سیاحت لپاره له کوره بهر تللی وو.په ۲۰۱۳ کال کې ور باندی ۵۲ ملیونه  نور هم ور زیات شوي اوپه سلو کې ۵ زیاتوالې په کې راغلې دی. د ا پرمختګ زیاتره په جنوب ختیځه اسیا  کي په سلو  کې   ، ۱۰منځنئ او ختیځی اروپا کي په سلو کې ۷ او د مدیترانې سمندرګي په هیوادونو کې  په    سلو کې  ۶ لید ل شویدی.

دغه لس هیوادونه په ترتیب سره فرانسه، د امریکی متحده ایلات، چین، اسپانیه، اټالیه ،    ترکیه، جرمنی، انګلستان،روسیه او مالیزیا   په ۲۰۱۱ او  ۲۰۱۲ کلونوکې د نړۍ په سر کې   راغلي     ا و ګڼ شمیر سیلانیان يی جذب  کړی دی.

لاندی جدول  همدغو  هیوادونو ته  په پورته یادو شویو کلونو کی ، په ملیون سره د ورغلو        ګرځندویانو شمیر څرګندوی:

Rank

شمیره

Country

هیواد

UNWTO
Region

 

International
tourist
arrivals
(2012)

International
tourist
arrivals
(2011)

Change
(2011 to
2012)
(%)

Change
(2010 to
2011)
(%)

1

Franc

Europe

83.0 million

81.6 million

1.8

5.0

2

United States

North America

67.0 million

62.7 million

6.8

4.9

3

China

Asia

57.7 million

57.6 million

0.3

3.4

4

Spain

Europe

57.7 million

56.2 million

2.7

6.6

5

Italy

Europe

46.4 million

46.1 million

0.5

5.7

6

Turkey

Europe

35.7 million

34.7 million

3.0

10.5

7

Germany

Europe

30.4 million

28.4 million

7.3

5.5

8

United Kingdom

Europe

29.3 million

29.3 million

0.1

3.6

9

Russia

Europe

25.7 million

22.7 million

13.4

11.9

10

Malaysia

Asia

25.0 million

24.7 million

1.3

0.6

Note 1: see the UNWTO World Tourism Barometer for the full rankings.

Note 2:Turkey is classified as part of Europe in the UNWTO tourism rankings geolocationscheme.

پورتنی تصویر  د اسپانیی د ساحلی توریستی ښار

Benidormیوه څنده ښۍ چې د سږکال مۍ    میاشت کې یی، په نوموړی هیواد کې تر ټولو زیات ګرځندویان جذب کړی دي.

د شمیرو له مخی ، په همدی میاشت کی ۹۵۰،۰۰۰تنوددی ښار په هوټلونو کی شپې سبا کړی دي.

توریزم د نړۍ  په کچه په ۲۰۱۲ کی  ۱،۰۳ تریلیونه امریکایی ډالره  یا ۸۳۷ ملیارده یورو       عایدات لرل.

د نړۍ د توریستی سازمان د شمیرو له مخی، دغو هیوادونو هر یو د امریکی متحده ایالاتو،         اسپانیی، فرانسی، چین، اټالیي، جرمنی، انګلستان، هنکانګ ، استراليی، تایلنډ او ترکیی په ۲۰۱۲ کال کی ،  د توریزم له لیاری  تر ټولو زیاته ګټه ترلاسه کړی ده.

لاندی جدول په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې د توریزم له لیاری د نوموړو هیوادونو  عایدات        څرګندوي:

Rank

Country

UNWTO
Region

International
tourism
receipts
(2012)

International
tourism
receipts
(2011)

Change
(2011 to
2012)
(%)

Change
(2010 to
2011)
(%)

1

United States

North America

$126.2 billion

$115.6 billion

9.2

11.7

2

Spain

Europe

$55.9 billion

$59.9 billion

6.6

14.0

3

France

Europe

$53.7 billion

$54.5 billion

1.5

16.2

4

China

Asia

$50.0 billion

$48.5 billion

3.2

5.8

Macau, China

Asia

$43.7 billion

$38.5 billion

13.7

38.3

5

Italy

Europe

$41.2 billion

$43.0 billion

4.2

10.9

6

Germany

Europe

$38.1 billion

$38.9 billion

1.9

12.1

7

United Kingdom

Europe

$36.4 billion

$35.1 billion

3.7

8.2

Hong Kong, China

Asia

$32.1 billion

$27.7 billion

16.0

24.6

8

Australia

Oceania

$31.5 billion

$31.5 billion

0.2

8.1

9

Thailand

Asia

$30.0 billion

$27.1 billion

9.6

25.9

10

Turkey

Europe/Asia

$25.6 billion

$25,0billion

2,4

10,1

 

باید هیره نه کړو چې  د توریزله لیاری  ګټه تر لاسه کوونکی هیوادونه چې زیاتره يی پرمختللی  هیوادونه دی، پخپله هم  د توریزم او سیاحت په برخه کې زیات لګښتونه لري. چین، جرمنی،د امریکی متحده ایلاتو، انګلستان، روسیی، فرانسی، کاناډا، جاپان، استرالیی او ایټالیی په  ۲۰۱۱ او    ۲۰ ۱۲ کلونو کې تر ټولو زیات لګښت درلود.  لاندی جدول  په  نوموړو  کلونو کی په  بیلیون    امریکایی دالرو سره، د لسو غټو هیوادونو توریستی  لګښتونه   په ډاګه کوي:

 

Rank

Country

UNWTO
Region

International
tourism
expenditure
(2012)

International
tourism
expenditure
(2011)

Market
Share
(%)

Change
(2011 to
2012)
(%)

1

China

Asia

$102.0 billion

$72.6 billion

9.5

28.9

2

Germany

Europe

$83.8 billion

$85.9 billion

7.8

2.5

3

United States

North America

$83.5 billion

$78.2 billion

7.8

6.4

4

United Kingdom

Europe

$52.3 billion

$51.0 billion

4.9

2.5

5

Russia

Europe

$42.8 billion

$32.9 billion

4.0

23.2

6

France

Europe

$37.2 billion

$44.1 billion

3.5

15.7

7

Canada

North America

$35.1 billion

$33.3 billion

3.3

5.2

8

Japan

Asia

$27.9 billion

$27.2 billion

2.6

2.6

9

Australia

Oceania

$27.6 billion

$26.7 billion

2.6

3.3

10

Italy

Europe

$26,4 billion

$28,7 billion

2,5

8,1

تصویر په تایلینډ کې د ګرځوندینو یوه ډله ښئ

داچې توریزم د ګټو تر څنګ کوم زیانونه لری، د توریزم ډولونه کوم دی او د توریزم او ګرځندوی حالت په افغانستان کې څرنګه دی؟ دا او دی ته ورته  نوری پوښتنی به  په یوه بله لیکنه کې      ځواب کړو. اوس همدومره.

جون  -۲۰۱۴- واشنګتن