د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ایکولوجیکي پښې پل

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن 28.05.2014 12:01

د ایکولوجیکي پښې پل په حقیقت کې هغه ټوټه ځمکه ده چې وګړی يی د ژوند لپاره کاروي.وګړي ډېری ځمکی ته اړمن دي، دوی د ځمکی دومره ساحې ته اړتیا لری چې ورباندی واوسي، پری   غلې  دانې وکري، ورباندی تګ او راتګ وکړي ،د سیال او سیاحت لپاره يی وکاروي او کثافات    په کې    خښ  او یا بیا ځلي چاڼ او نوي کړي .
په نړۍ کې د تولیداتو او شتمنۍ زیاتوالی ددی څرګندوی دی چې بشري ټولنی د طبیعي محدودو   سرچینو څخه ډیر زیات کار اخیستی،خو له  دغوطبیعی منابعو څخه  ټولو وګړو مساویانه او       برابره  ګټه نه ده ترلاسه کړی.هغوی چې د ځمکی له ډیری ساحی کار اخلي د ایکولوجیکي   پښې  پل  The ecological footprint يی غټ او د ځنو ډیر واړه دي.
که  چیرې خمکه عادلانه وویشل شي نو د هر وګړي د ژوند د ظرفیت ساحه      Biocapacity به) 1,8 gha  ګلوبل هکتاره وچه او اوبه (وي.له ګلوبل هکتاره څخه مقصد د بیولوژیکی       محصولاتو د تر لاسه کولو ساحه ده.په داسی حال کی  چې ځنې وګړي له پورتنۍ اندازی څو ځله زیات کار اخلي او د ایکولوژیکی پښی پل يی ډیر غټ دي. د بیلګې لپاره کولای شو د ځنو هیوادو نو  د وګړو  ایکولوجیکی پلونه  سره پرتله کړو:
عربي متحده امارات  منځني ایکولوجیکی پل ۱۰،۷ هکتاره ، دامریکی  متحده ایالات ۸ هکتاره
بلجیم ۸ هکتاره ،هالنډ ۶،۲ هکتاره ،هنګري ۳ هکتاره ،ترکیه ۲،۷  هکتاره  ،چین ۲،۲ هکتاره    او هند  ۰،۹هکتاره.
 
ددی لپاره چې د ژوند چاپیريال ډیر زیانمن نه شي نو په کار ده چې  وګړي له ځمکې څخه معقوله ګټه واخلی او د شتمنو هیوادونو وګړي  چې غټ ایکولوجیکی  پښی پلونه لري خپل پلونه کوچني  کړی  او د بی ځایه لګښتونو مخه ونیسی. تر څو راتلونکی نسلونه او د بی وزلو هیوادونو وګړی هم د ژوندانه اسانتیاوی ولري.