وخته راستون شه
15.08.2010 20:41وخته راستون شه - دا د آغلې پروين ملال د هغه نوي کتاب نوم ی چې په دې وروستيو کې په کوټه کې د پښتو ادبي غورځنګ له خوا په ښکلي صحافت اولوړ معيار چاپ شوی.
د اغلې پروين ملال په دغه کتاب کې د هغې د نظمونو او غزلو ګڼ شمېر بېلګې ارخيستل شوي او کتابي بڼه ورکړل شوې.
په دغه غورچاڼ کې د آغلې خور ګڼ شمېر په زړه پورې غزلې او نظمونه په رښتيا هم د لوستونکي او د شعر د مينه والو تنده خړوبوي او د هرې کرښې په لوستلو سړی دې ته هڅول کېږي چې مخته ولاړ شي او نورې کرښې يې ولولي.
د پښتو ادبي غورځنګ مسوولينو ته دزړه له تله مبارکي وایم چې دغه ډول په زړه پورې او د لوستلو وړ کتاب يې تر مينه والو رسولی.