د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان در زمان امیر دوست محمد خان

انګار 21.10.2007 04:00

 دکتاب نوم             : افغانستان در زمان امیر دوست محمد خان
ليکوال                  : دوکتور الف محمد شرر
دپاڼو شمېر            : ۲۸۳
خپرندوی              : ميوند خپرندويه ټولنه
دا د دوکتور الف محمد شرر تحقیقي اثر دی،چې دسر محقق دترفیع لپاره يې بشپړ کړی.  ښاغليو سرمحقق نصرالله سوبمن  منګل او پوهنوا دوکتور عبدالباقي حصاري پرې تقریظونه ليکلي او دايي دموضوع په اړه يو ګټور اثر بللی.
ليکوال دخپل تحقیق پايلې په درېيو فصلونو  ويشلي،په لومړي فصل کې منابع او ماخذ دموضوع دشاليد لپاره معرفي شوي او هغه يې دنقد په توګه ترکتنې لاندې نيولي.
په دویم فصل کې دسدوزيو او بارکزيو ورونو سياليو او غچ اخستنې ته کتنه شوې. په دې برخه کې ددغو سياليو بهرني عوامل په ګوته شوي،چې په هغو کې دانګلیس استعماري پاليسۍ او دتزاري روسیې تحرکات شامل دی. په درېیم فصل کې دمحمدزيو د دولت بنسټ  ايښودل شوي دي او په څلورم او وروستي فصل کې په افغانستان کې دبهرنيو اشغالګرو په اړه په تفصیل سره بیان شوی .