د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عاجلې مرستې ته اړتیا ده : یو ناروغ افغان مهاجر له مرګه وژغورئ

انګار 12.01.2011 11:17

په الشفاء روغتون کې (الشفاء اسلام اباد چې یو خصوصي روغتون دی او درملنه پکې ډير مصارف غواړي ) د حفيظ الله په نوم یو غريب افغان چې د ځيګر په سرطان اخته دی او له تېرو ډېرو ورځو راهیسې بستر دی عاجلې مالي مرستې ته اړتیا لري.

نوموړی دا مهال په ICU یا عاجل واټ کې پروت دی چې که زر ترزره یې سمه درملنه ونشي نو د تل لپاره به سترګې پټې کړي.

ددغه روغتون یوه ډاکتر پروفيسر ناصر خان مومند وایې چې که حفيظ الله ته پروخت درمل ورسېږي نو سل په سلو کې به جوړ شي خو هغه بیچاره دیوې ترخې ګولۍ د اخیستو توان هم نه لري.

د ډاکتر ناصر خان مومند په وینا حفيظ الله د جراحي عملیاتو لپاره دوه نیم لکه کلدارې له خلکو راپور کړې وې،خو د وړاندې نورې درملنې لپاره یوه روپۍ هم نه لري.

حفيظ الله ۲۷ کلن ځوان دی،یوه مېرمن او دوه ماشومان لري.

د انساني همدردۍ له مخې باید ورسره مرسته وشي. ستاسې لږه لږه مرسته د هغه ژوند ژغورلی شي

ډاکتر ناصر خان زه له نژدې پېژنم،له آره افغان دی. او په دې خبر کې هېڅ ډول فراډ نشته.

که څوک ورسره مرسته کول غواړي نو په پېښور کې دې د ازادي راډيو له خبريال مجيب الرحمان انګار سره په لاندې نمره اړیکې ونيسي.

+92-333-9239897