د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مسلمانی د انسانیت معراج

ډاکټر فیض الله (ثاقب) 11.02.2010 13:14

که څوک د اسلام د سپېڅلي دين ښه په غور څېړنه وکړي ښايي په غوڅه توګه دې پايلې ته ورسېږي چي مسلماني د انسانيت تر ټولو لوړه څوکه يا معراج ده.
هوکې: د اسلام د سپېڅلي دين هر حکم ته چې وګورې نو د انسان څخه د ځمکې په مخ تر ټولو غوره انسان جوړوي.
د بېلګې په ډول:
د اسلام سپېڅلی دين مسلمان ته دبل انسان د سر، مال، وينې او عزت د درناوي زده کړه ورکوي.
غلا حراموي ، زنا حراموي، دروغ حراموي، رشوت حراموي، سود حراموي او خلک يو بل سره ښېګڼو کولو ته هڅوي، په امانت کې خيانت کول حراموي، وعده ماتول حراموي.
د اسلام سپېڅلی دين انسان د بل انسان او يا نورو مخلوقاتو د بنده ګۍ څخه ژغوري او يواځې د لوی څښتن (ج) بنده ېې جوړوي.
دا چې د اسلام سپېڅلی دين د انسان څخه د ځمکې په مخ ترټولو غوره انسان جوړوي او هغه د انسانيت ترټولو لوړې څوکې (معراج) ته لوړوي، پدې اړه ګڼ شمېر لارښودنې شتون لري خو مونږ د بېلګې په توګه د مسلمانانو د ستر لارښود څو لارښوونې په لنډ ډول را اخلو.
1 – پيغمبر (ص) فرماېې چې تر هغې پورې يو څوک مکمل مومن نشي کېدای تر کومې چې هغه هر هغه څه چې ځان ته خوښوي نو بل مسلمان ته ېې هم خوښ نکړي او هر هغه څه چې ځان ته بد ګڼي نو بل مسلمان ورور ته ېې هم بد و نه ګڼي.
2 – په بل ځای کې فرمايي چې هر هغه څوک چې مشر ته درناوي او په کشر باندې مهرباني او ترحم نه کوي هغه زما د امت څخه نده.
3 – بل ځای فرمايي چې تر هغې پورې يو څوک بشپړ مومن نشي کېدای تر څو چې د هغه د لاس او ژبې له ضرر څخه بل مسلمان په امن کې نشي.
وګورۍ د پيغمبر (ص) پورتنۍ ټولې ويناوې انسان ته تر ټولو غوره انسانيت ورښيي، هغه نه د ځمکې په مخ تر ټولو غوره انسان جوړوي او په پايله کې هغه د انسانيت تر ټولو لوړې څوکې (معراج) ته لوړوي.

دلته دوه پوښتنې راپيدا کېږي هغه دا چې:
1 – ښايي ډېر داسې مسلمانان وي چې هغه ښه انسانان نه وي.
2 – همدارنګه ښايي ډېر داسې ښه انسانان وي چې هغه مسلمانان نه وي.

راځۍ چې پدې دوه ټکو لږ ښه غور وکړو، هر هغه عمل چې د يوه مسلمان څخه ناوړه او بد انسان جوړوي هغه به د اسلام د سپېڅلي دين سره سمون نلري، پدې مانا چې نوموړی مسلمان به د اسلام په سپېڅلي دين ايمان لري ولې بشپړ عمل به پرې نکوي لدې امله به هغه مسلمان وي خو يو ښه انسان به نه وي.
همدارنګه هر هغه عمل چې د يوه کافر څخه غوره انسان جوړوي که نوموړی عمل ښه وڅېړل شي نو هغه به د اسلام د سپېڅلي دين سره سمون لري پدې مانا چې هغه به په اسلام يقين نلري ولې دا چې دا يو معقول دين ده نو هغه به د خپل عقل له مخې هغه حکم پلی کړی وي.