د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نس ناستی په اړه لنډ معلومات

ډاکټر فیض الله (ثاقب) 29.11.2014 11:45

نس ناسته هغه حالت ده چی یو وګړئ پکی د عادی حالت په خلاف ژر ژر او بلنی ډکی میتیازی کوی. او د روغتیا پوهانو په اند دوه ډؤله ده چی یو یی د لڼد وخت لپاره نس ناسته (حاده نس ناسته) او بل یی ځنډنئ (یا اوږد مهاله) نس ناسته بلل کیږی..--------- لنډ مهاله نس ناسته هغه ده چی لږ وخت د بیلګی په ډؤل یوه ورځ یا څو ورځې دوام کوی او لدی وروسته پخپله یا د درملنی پوسیله په بشپړ ډؤل له منځه ځی مګر ځنډنئ نس ناسته بیا هغه ده چی میاشتی، کلونه او په ځنې وختونو کی ان ټول عمر په ناروغ کی شتون لری. یادؤنه کیږی چی دلته مونږ یواځی د لنډ مهالی نس ناستی په ستونزه خبری کوو او په ځنډنئ نس ناسته به وروسته رڼا واچوو.
ولی یو وګړئ د لنډ وخت لپاره په نس ناسته اخته کیږی؟ -- د یادؤنې ده چی د لنډمهالی نس ناستی لاملونه ډېر دی مګر دلته یی یواځې هغه لاملونه یادوو چی په ټولنه کی ډېر لیدل کیږی. د الله پاک یو خاص حکمت ده چی کله یو ناوړه څیز د انسان معدی او کولمو ته د ننه شی نو له معدی او کولمو څخه دماغ ته خبر ورکؤل کیږی چی ناوړه څیز معدی او کولمو ته راغلئ ده. د دی خبر په پایله کی دماغ معدی او کولمو ته امر کوی چی خپل حرکت چټک او پدی ډؤل نوموړئ څیز بهر ته وغورځوی. لدی کبله د کولمو او معدی حرکتونه چټک او د قور قور او غور غور آوازونه پکی پیدا کیږی او پدی ډؤل د نس ناستی یا کانګو (استفراق) په بڼه نوموړی مواد له معدی او کولمو څخه بهر ته غورځوی. که کله مو پام شوی وی نو ډېر ځل له څو ځل نس ناستی یا کانګو یا دواړو وروسته وګړئ پخپله رغیږی. د دی لامل دا ده چی د بدن دا غبرګون بریالئ کیږی چی نوموړی څیزونه بهر ته وغورځوی او وګړئ پخپله روغیږی. دا ډؤل نس ناسته ډېر ځل خاصی درملنی ته اړتیا نلری یواځنئ درملنه یی دا وی چی د ناروغ د بدن مایعات پوره وساتل شی یا په نورو ټکو ناروغ ته داسی اوبه او مالګی ورکړل شی چی د نس ناستی یا کانګو سره له بدن نه وتلی اوبه او مالګی بیرته پوره شی. که ناروغ کانګی نلری نو تر ټولو غوره دا مایعات د نړیوالی روغتیایی اداری له معیارونو سره سمی جوړی شوی مالګی او اوبه دی چی او آر ایس (ORS) یا په کلیوالی ژبه د نیمکول په نوم یادیږی.
عام خوراکی توکی چی یو وګړئ په لنډ مهاله نس ناسته اخته کوی په لاندی ډؤل دی:
- په مکروبونو، پرازیتونو یا نورو زهرجنو توکو ککړ خوراکونه: کله کله خوراکی توکی په ناپاکه چاپیریال کی ساتل شوی وی یا ښه مینځل شوی نه وی یا د بل علت له کبله په مکروبونو یا پرازیتونو ککړ شوی وی چی له خوړلو وروسته یی وګړئ په نس ناسته اخته کیږی.
- کله کله داسی کیږی چی د یوی ورځې خواړه بلی ورځې ته پاتی کیږی او بله ورځ بیا پخیږی. پدی پېښه کی د خوړو مکروبونه له پخیدو سره مړه کیږی مګر د هغوئ د مړ بدن څخه داسی زهرجن مواد په خوړو کی پاتی کیږی چی انسان یی له خوړلو وروسته په نس ناسته اخته کیږی – دا پېښه ډېره په هوټلونو کی پېښېږی، داسی چی د نن ورځې پاخه شوی خواړه د بیلګی په ډؤل غوښه ټوله نه خلاصیږی، پدی ډؤل سبا ورځ د نوری غوښې سره یوځای بیا پخیږی چی مکروبونه یی له پخیدو سره مړه مګر له مړ بدن نه یی په خوړو کی خوشی شوی زهرجن توکی پاتی کیږی او له خوړلو وروسته یی وګړئ په نس ناسته اخته کیږی.
- کله کله یو وګړئ ناپاکه سابه، تازه میوی او داسی نور خوری چی له خوړلو وروسته یی په نس ناسته اخته کیږی. یو ټکئ چی دلته یی یادؤل ډېر اړین دی هغه دا چی یواځی د یوه پرازیت یا مکروب په خوړلو یو نورمال انسان ته نس ناسته نه پیدا کیږی بلکه د نوموړو پرازیتونو یا مکروبونو اندازه باید دومره وی چی د نس ناستی لامل شی.
- که معدی یا کولمو ته داسی خوراکی توکی داخل شی چی پاک وی مګر معده او کولمی یی نشی هضمولئ نو که اندازه کافی ډېره وی، دا ډؤل توکی هم کټ مټ د پورته په څېر د لږ وخت لپاره د نس ناستی لامل کیدای شی. د دی ډؤل خوړو بېلګه د ځنې تازه میوو پوستکی دی. د بیلګی په ډؤل د ام یا مڼئ پوستکئ چی پخپل ترکیب کی سلولوز لری او معده او کولمی سلولوز نشی هضمولئ نو که دا ډؤل خواړه له خپل حد نه په ډېره اندازه وخوړل شی ښایی د لنډ وخت لپاره وګړئ په نس ناسته اخته او له معدی او کولمو څخه یی تر بهر کیدو وروسته وګړئ بیرته روغ شی.
کله باید په لنډ مهاله نس ناسته اخته ناروغ ډاکټر ته لاړ شی؟ - یو ځل بیا یادؤنه کوم چی د لنډ مهاله نس ناستو په ګڼو پېښو کی بدن پدی بریالئ کیږی چی ناوړه مواد د نس ناستی په بڼه له بدن نه بهر کړی او وګړئ پخپله روغ شی لدی کبله یی د درملنی په موخه یواځی د او آر ایس پوړئ بسنه کوی او نوری پرمختللی درملنی ته اړتیا نلری مګر که وګړئ ورسره شدیده تبه، لړزه، په ډکو میتیازو کی وینه یا بلغم او دی ته ورته نوری ستونزی لری باید پدی صورت کی له ډاکټر سره مشوره او مناسبه درملنه وکړی.
په درنښت.
ډاکټر فیض الله (ثاقب).