د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بدلو درملو د ډېروالی لاملونه

ډاکټر فیض الله (ثاقب) 08.11.2014 13:09

الف: بدل درمل کومو درملو ته وییل کیږی؟
د یادؤنې ده چی بدل درمل هغه دی چی داسی کمپنئ جوړ کړی وی چی د هغی معیار د ډاډ وړ نه وی، په جوړولو کی یی له سټنډرډ لارو چارو څخه کار نه وی اخیستل شوئ. دا درمل په عمومی ډؤل یا په ناروغئ هیڅ اغیز نلری یا یی اغېز ډېر لږ وی یا که اغیز کوی نو ناوړه اغیزی یی دومره ډېری وی چی ناروغ یی د کارؤلو په وخت زغم نلری او ډېر ځل یی د درملنی د وخت له بشپړیدو مخکی بندوی.
ب: د بدلو درملو د کارؤلو ځنې لاملونه په لاندی ډؤل دی؟
۱ – زما په اند د بدلو درملو د کارؤلو یو لوی لامل دا ده چی طبابت ډېر سوداګریز شوی ده، پدی معنی چی طبابت ته ډېر د تجارت او لږ د عبادت په سترګه کتل کیږی. دا چی په بدلو درملو کی مالی ګټه ډېره ده لدی کبله دا درمل ډېر کارؤل کیږی.
۲ – د درملو هغه کمپنئ چی بدل درمل جوړ او بازار ته وړاندی کوی، د اصلی کمپنیو په پرتله پری ټیټه بیه ږدی مګر د درملتون څښتن، ډاکټر او نورو کارؤنکو ته ډېره ګټه ورکوی. د بیلګی په ډؤل که د یوی ښې کمپنئ د لسو ګولیو په یوه پاکټ پنځه سوه روپئ بیه لیکلئ وی نو د درملتون څښتن ته ښایی له پنځوس نه تر پنځه اویا روپئ ګټه ورکړی، سربیره پردی د درملتون څښتن ته درمل پور هم نه ورکوی او نغدی پیسی تری غواړی مګر که همدا درمل یوی بدلی کمپنئ جوړ کړی وی نو ښایی دوه سوه او پنځوس روپئ یی پری بیه لیکلئ وی او پدی کی درملتون ته دوه سوه او پنځه دیرش یا دوه سوه او دیرش روپئ ګټه ورکړی، سربیره پردی د درملتون څښتن ته د لس ګونه او سلګونه زرو په ارزښت درمل پور ورکوی، په اونئ کی یو ځل ورته راځی که دوه سوه یی ورته په لاس کی ونیولی که دری سوه یی ورته په لاس کی ونیولی هغه اخلی او کومه خواشینی هم نه څرګندوی.
۳ – د بدلو درملو کمپنئ ډېرو روغتونو ته ډؤل ډؤل ډالئ د بیلګی په ډؤل یخچال، تلویزون، بهرنیو ملکونو ته غوړ غوړ سفرونه او دی ته ورته نور څیزونه ډالئ کوی، د روغتون د اړتیا وړ توکی د بیلګی په ډؤل میزونه، چوکئ، د کړکیو پردی، بخارئ، او د روغتون د ښکلی کولو نوری چاری هم وړیا سر ته رسوی مګر د اصلی درملو کمپنئ هیڅ ډالئ ډاکټر، روغتون یا درملتون ته نه ورکوی.
۴ – بدل درمل که د درملتون څښتن په نیمه بیه وپلوری نو ښایی په سلو کی اتیا یا اویا روپئ ګټه ورته پاتی او ناروغ هم خوښ شی مګر په اصلی درملو کی ښایی هغه ونشی کولئ چی یوه روپئ هم ناروغ ته پریږدی.
۵ – سربیره پردی چی ډېر ځل بدل درمل کار نکوی، دا درمل بل زیان هم لری هغه دا چی د ناروغئ لامل د نوموړو درملو سره عادی او مقاومت پیدا کوی چی بل ځل ښایی نوموړی اصلی درمل هم پری کار ونکړی.
۶ - دا هم حتمی نده چی بدل درمل دی کار نکوی، کله کله بدل درمل هم کار کوی مګر له کار سره یوځای دومره ناوړه اغیزی لری چی ناروغ یی له کارولو وروسته دومره په بد وضعیت کیږی چی په ناروغئ شکر باسی، دا پېښه ددی لامل کیږی چی ناروغ درمل پوره و نه کاروی او د درملنی په نیمایی وخت کی یی بند کړی.
۷ – دا چی اړونده ډاکټر پخپلو بدلو درملو ډاډمن نه وی نو ډېر ځل د یوی ناروغئ د درملنی په موخه ناروغ ته په یو وخت د یوی ناروغئ دوه یا دری درمل یوځای ورکوی، پدی ډؤل کله کله ناروغی هم له منځه وړی، ګټه هم ډېره کوی او هغه ناروغان هم خوښ ساتی چی په لږ پیسو ډېر درمل خوښوی.
۸ – له بده مرغه چی یو شمیر ښاغلی ډاکټر صاحبان په طبابت کی سیاست کوی – داسی چی له هغه هیوادونو سره چی سیاسی تړاؤ نلری د هغه هیواد د اصلی کمپنئ درمل هم بدل بولی او نه یی کاروی بل لور ته له هغه هیوادونو سره چی سیاسی اړیکی پالی د هغو د بدلو کمپنیو درمل هم اصلی بولی او ناروغانو ته یی لیکی.
۹ – یو شمیر نور ښاغلی ډاکټر صاحبان بیا درمل پېژنی مګر له مارکیټ سره نابلده او د درملو کمپنئ نه پېژنی لدی کبله د اصلی او بدلو درملو پېژندل ورته ستونزمن وی، یواځی د درملو نوم او اندازه ګوری، چی نوم او اندازه یی سمه وی په پټو سترګو یی منی.
۱۰ – د یادؤنې ده چی هر ډؤل درمل دوه ډوله نومونه لری، یو یی اصلی نوم ده چی پدی نوم یی د نړئ په هره برخه کی روغتیایی کارکوونکی پېژنی دوهم یی سوداګریز نوم ده چی د اړونده درملو کمپنئ پری ایښئ ده، زمونږ یو شمیر ښاغلی ډاکټر صاحبان د درملو د سوداګریز نوم په ځای د هغی اصلی نوم لیکی. کله چی یی نسخه درملتون ته لاړه شی نو د درملتون د څښتن په انصاف پوری اړه لری که په انصاف وی نو د اصلی کمپنئ درمل ورکوی او که بی انصافه وی نو د هغی کمپنئ درمل ورکوی چی ګټه یی پکی ډېره وی، د اغیزمنتوب غم یی نکوی. زمونږ دا ښاغلی ډاکټر صاحبان که د درملو سوداګریز نوم ولیکی نو د درملتون څښتن ته دا چانس نه پاتی کیږی چی د بدلی کمپنئ درمل ورکړی، په حقیقت کی د سوداګریز نوم په لیکلو سره د درملتون څښتن ته وییل کیږی چی د دغی کمپنئ دغه درمل باید ناروغ ته ورکړی.
کوم ډاکټران بدل درمل کاروی؟
۱ – په عمومی ډؤل هغه ډاکټران بدل درمل کاروی چی درملتون یی خپل یا له درملتون سره په ګټه کی شریک وی.
۲ – ګڼ شمیر هغه ډاکټران چی بدل درمل کاروی یا فیس نه اخلی یا لږ فیس اخلی.
۳ – ګڼ شمیر دا ښاغلی ناروغ ته درملتون ورښیی او د بل درملتون نه اخیستل شوی درمل نه منی.
۴ – ګڼ شمیر دا ډاکټران نسخه داسی ګډه وډه لیکی چی بل څوک پری پوه نشی، پدی ډؤل یواځی د هغه درملتون څښتن پری پوهیږی چی له ډاکټر سره اړیکه لری.
۵ – دا ډؤل ښاغلی ډاکټر صاحبان ډېر زیات درمل لیکی – پدی معنی چی یوه ناروغ ته اته یا لس ډؤله درمل لیکی چی پدی ډؤل ډېر درمل وپلوری او ډېری پیسی لاس ته راوړی.
۶ – دا چی بیه او ممکنه زیان یی لږ او اغیزمنتوب یی له پیچکاریو سره یو ډؤل ده نو د شونتیا تر کچی باید د ګولیو او شربتونو څخه استفاده وشی او یواځی هغه وخت د پیچکارئ په بڼه درمل وکارؤل شی چی کلکه اړتیا یی شتون لری مګر له بده مرغه ګڼ دا ډؤل ډاکټران له اړتیا پرته پیچکارئ او سیروم ډېر لیکی - پدی ډؤل یو شمیر هغه ناروغان هم خوشحاله ساتی چی پیچکارئ خوښوی او پیسی هم له فیس نه ډېرې ګټی.
د حل لاری چاری:
۱ – زه پدی اند یم چی فساد لمړئ د انسان په کوپړئ کی پیدا او وروسته د عمل ډګر ته راوځی پدی بنسټ وایم چی فساد په کوپړیو کی له منځه لاړ نشی نو په ټولنه کی یی له منځه وړل ناشونی دی او یواځی ښوونیزی اداری کولئ شی چی په کوپړیو کی فساد له منځه یوسی، لدی کبله وړاندیز کوم چی تر هر څه ړومبئ باید زمونږ د روغتیایی زده کړو مرکزونه پیاوړی شی او ټولنی ته داسی روغتیایی کارکوونکی وروزی چی طبابت ته د تجارت په ځای د عبادت په سترګه وګوری.
۲ – د حل د دوهمی لاری په ډؤل باید د عامی روغتیا وزارت مارکیټ او د درملو څرنګوالئ کنټرول کړی. که پورتنی دوه کارونه ونشی نو همدا پروسه به روانه وی، د هیواد د ډاکټر نوم به بد وی، ولس به د هیواد په ډاکټر باور نکوی، ولسی وګړی به په بدلو درملو وژل کیږی او د عادی ناروغیو د درملنی په موخه به پاکستان، هندوستان او نورو بهرنیو هیوادونو ته روان وی.
په درنښت.