د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د انسان بدن ته د سګرټو زیانونه

ډاکټر فیض الله (ثاقب) 10.03.2015 10:50

سګرټ څکؤل بدن ته څنګه زیان رسوی؟ -- درنو لوستونکو ډېر خلک پدی اند دی چی سګرټ څکؤل د انسان سینی یا په ځانګړی ډؤل تنفسی لاری ته زیان لری مګر دا باور په بشپړ ډؤل پدی صحیح نده چی دا عادت له سینی سربیره د بدن ټولو برخو ته زیان رسوی. په لنډ ډؤل د سګرټ څکولو زیانونو ته پدی ډؤل ګوته نیسو:
(۱) که پام مو شوی وی هغه خلک چی سګرټ څکوی د هغوئ په ژبه یو سپین پریړ پت پروت وی، دا سپین پت یا سپینه طبقه د سګرټ لوګئ ده، د انسان د ژبی په سطحه یو ډؤل کوچنی جوړښتونه شتون لری چی د خوړو خوند اخلی او دماغ ته یی لیږدوی د سګرټ د لوګی دا طبقه دا جوړښتونه پټوی او له خوړو سره په تماس نه راځی لدی کبله انسان د خوړو په خوند نه پوهیږی او لږ خوراک کوی – لږ خوراک پخپل وار د ټول بدن او همدارنګه د بدن د دفاعی قوت د کمزورئ کیدو لامل کیږی د خوړو د خوند اخسیتلو دا جوړښتونه په طبی اسطلاح کی Taste buds په نوم یادیږی.
(۲) د انسان د بدن د هوایی نلونو په سطحه یو ډؤل کوچنی ویښتانو ته ورته جوړښتونه شتون لری چی سیلیا Cillia یی بولی. دا ویښتانو ته ورته جوړښتونه یو ډؤل حرکت کوی او پدی وسیله په تنفسی لاره کی جوړ شوی بلغم او نور مضر مواد بهر خوا ته راباسی. د سګرټ لوګی دا جوړښتونه کمزوری کوی پدی ډؤل بهر ته له سینی څخه د بلغم یا نورو مضره موادو را بهر کیدل ټکنی کوی. کله چی بلغم او نور مضر مواد په تنفسی لاره کی ډېر پاتی شی نو مکروب پکی مداخله کوی او انسان د تنفسی لاری په مکروبی ناروغی اخته کیږی.
(۳) د انسان د تنفسی لاری په هوایی نلونو کی یو بل ډؤل جوړښتونه هم شتون لری چی بلغم جوړوی، دا بلغم مضر مواد په ځان کی تاو او بهر ته یی غورځوی پدی ډؤل تنفسی لاره له مضره موادو پاکوی. دا چی له سګرټو سره په دوامدار ډؤل چرک یا خیری تنفسی لاری ته ننوځی نو دا جوړښتونه اړ کیږی چی ډېر بلغم جوړ او پدی ډؤل تنفسی لاره له چرک څخه پاکه وساتی. الهی قدرت ده چی کله د بدن یوه برخه ډېر کارکوی نو د کار د ډېر فشار سره د ځان د عادت کولو په موخه غټیږی او پړسوب پکی منځ ته راځی نو که یو سړئ ډېر وخت سګرټ څکوی دا جوړښتونه یی پړسوب کوی او په دوامدار ډؤل ډېر بلغم جوړوی. پدی ډؤل په تنفسی لاره کی ډېر بلغم جوړ او ناروغ ته هر وخت په ځانګړی ډؤل د ژمی په موسم کی پرله پسی بلغم لرونکی ټوخی پیدا کیږی. دا ډؤل ځنډنئ ټوخی په طبی اسطلاح کی مزمن برانشیت یا Chronic Bronchitis او نوموړی جوړښتونه په طبی اسطلاح کی بلغم جوړونکی غدی Mucus Secreting Glands بلل کیږی.
(۴) د تنفسی لاری وروستئ برخه ډېر کوچنی جوړښتونه لری چی په طبی اسطلاح کی ورته اسناخ یا Alveoli وایی، اکیسجن وینی ته په همدی کوچنیو جوړښتونو کی داخل او کاربن دای اکساید تری ویستل کیږی. د سګرټ لوګئ د دی جوړښتونو د ننه او همدارنګه د دی جوړښتونو په دیوالونو کښینی. الهی قدرت ده چی کله یو بهرنی څیز د بدن د ننه پاتی شی نو په وینه کی یو ډؤل حجری نوموړی برخی ته راځی او هغه بیکاره بهرنی توکی خوری. دا حجری چی کله نوموړی مواد خوری نو دا وخت د دی کوچنیو جوړښتونو دیوال هم زیانمن او له منځه ځی پدی ډؤل ناروغ ته یوه بله ځنډنئ تنفسی ناروغی پیدا کیږی چی په طبی ژبه کی ورته ایمفیزیما Emphysema وایی.
(۵) احصاییوی معلومات ښیی چی د هوایی نلونو د سرطان په سلو کی شاوخوا پنځه اویا ناروغان د سګرټو عملی وی پدی بنسټ وییل کیږی چی سګرټ څکؤل د تنفسی لاری د سرطان لوی ممکنه سبب ده. سربیره پردی ګڼ روغتیا پوهان پدی اند دی چی په سګرټو کی بیلابیل داسی مواد شتون لری چی د سرطانی ناروغیو لامل ګرځی دا مواد په طبی اسطلاح کی د کارسینوجن Carcinogens په نوم یادیږی.
(۶) د سګرټ څکولو سره د انسان په وینه کی د یو ډؤل مادی اندازه لوړیږی، دا ماده په طبی اسطلاح کی د نورادرینالین Noradrenalin په نوم یادیږی. کله چی د دی مادی اندازه په وینه کی لوړه شی نو ښایی د انسان د وینی فشار لوړ شی، سربیره پردی که په دوامدار ډؤل لوړه پاتی شی نو د انسان د وینی د دیوالونو د پریوړوالی (ضخیم کیدو)، تنګوالی او پدی ډؤل د رګونو د ننه د وینی د جریان د خرابیدو سبب کیږی. که دا پېښه د زړه د وینی د رګونو د ننه صورت ونیسی نو د زړه سکتی او که د دماغ د ننه صورت ونیسی نو د دماغ سکتی ته لاره هواروی. همدارنګه که د بدن د هری برخی د ننه منځ ته راشی نو ښایی د نوموړی برخی د وینی جریان خراب او اړونده برخه په بیلابیلو ناروغیو اخته شی.
(۷) دسګرټ په لوګی کی یوه ماده شتون لری چی نیکوتین یی بولی، دا ماده د معدی او کولمو حرکتونه چټک کوی او ښایی د حاجت د رفع کولو په موخه د ناروغ په کولمو او همدارنګه معده کی د درد لامل شی – که پام مو شوی وی د سګرټو اکثر عملی خلک له حاجت رفع کولو مخکی سګرټ څکوی او وایی چی کله سګرټ وڅکوی نو حاجت یی ښه رفع کیږی دا د همدی مادی تاثیر ده.
(۸) د یادؤنې ده چی نوموړی ټولی ستونزی پدی ټکی پوری نیغ په نیغه تړلی چی یو وګړئ په یوه ورځ کی څومره سګرټ څکوی او په ټوله کی څومره وخت دا عمل کوی. سربیره پردی د سګرټو زیانونه دومره ډېر دی چی ښایی د ټولو یادؤل لوستونکو ته ستړی کوونکی وی مګر په لنډو ټکو وییلی شو چی سګرټ له نوکانو نیولی تر ویښتانو پوری د انسان ټول بدن ته زیان رسوی. په درنښت.
ستاسو ورور ډاکټر فیض الله (ثاقب).