د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ایډز د نړیوالی ورځې په پلمه

ډاکټر فیض الله (ثاقب) 01.12.2014 12:11

د دی لیکنی پیل د کایناتو د ستر واکمن او ستر ځواکمن پدی سپېڅلی آیت چی وایی – زنا ته مه نژدی کېږئ.
ایډز څه ډؤل ناروغی ده؟
ایډز یوه ناروغی ده چی ناروغیو په مقابل کی د بدن د دفاع سیستم پکی کمښت او په پای کی نزدی په بشپړ ډؤل له منځه ځی. د یادؤنې ده چی د بدن د فاعی سیستم په دوه ډؤله ده، یو یی هغه ده چی په طبیعی ډؤل الله پاک د انسان په بدن کی پیدا کړئ او په طبی اسطلاح کی ورته طبیعی دفاعی سیستم (Natural Immune System) وایی. دوهم یی هغه ده چی بدن یی د ناروغیو د لامل سره د مخ کیدو وروسته جوړوی او په طبی اسطلاح کی ورته کسبی دفاعی سیستم (Acquired Immune System) وایی. پدی ناروغئ کی دوهم ډؤل دفاعی سیستم له کمښت سره مخ کیږی لدی کبله ورته Acquired Immune Deficiency Syndrome یا په لنډ ډؤل AIDS وییل کیږی چی ټکئ په ټکئ پښتو ژباړه یی د کسبی دفاعی سیستم د کمښت ناروغی ده.
ایډز د څه شی له کبله منځ ته راځي؟ - ایډز د یوه ډېر کوچنی ژوندی موجود له امله منځ ته راځی چی د ویروس په نوم یادیږی او بشپړ نوم یی Human Immunodeficiency Virus یا په لنډ ډؤل HIV ده.
د ایډز ویروس له کومو لارو د انسان بدن ته ننوځی؟
لمړئ: د جنسی لاری څخه – وییل کیږی چی د نړئ په کچه د دی ناروغئ په سلو کی له پنځه اویا ډېرې پېښې د جنسی نژدی والی پوسیله وګړو ته لیږد مومی، پدی معنی چی که یو روغ وګړئ د ایډز په ویروس اخته ناروغ سره جنسی نژدی والئ وکړی نو روغ وګړئ هم پدی ناروغئ اخته کیږی.
دوهم: د وینی له لاری – که یوه روغ وګړی ته د ایډز د ناروغ ټوله وینه تیره شی، یا یواځی د وینی اوبلنه برخه (پلازما) ورته تیره شی، یا اوبلنه برخه تری بیله او یواځی د وینی حجری ورته تیری شی نو روغ وګړئ هم پدی ناروغئ اخته کیږی.
دریم: که یوه روغ وګړی ته د ایډز د ناروغ د بدن یو غړئ پیوند شی نو روغ وګړئ هم پدی ناروغئ اخته کیږی.
څلورم: که یوه روغ وګړی ته په داسی یوه ستن پیچکارئ وشی چی مخکی پری د ایډز ناروغ ته پیچکاری شوی وی نو روغ وګړئ هم پدی ناروغئ اخته کیږی. پدی کی هغه وګړی راځی چی د پیچکارئ پوسیله نشه ایز توکی کاروی او ګڼ وګړی یواځې په یوه ستن ځان ته نشه ایز توکی پیچکاری کوی سربیره پردی هغه روغتیایی کارکوونکی پدی وګړو کی راځی چی په تیروتنه یی هغه ستن بدن ته داخل شی چی مخکی پری د ایډز ناروغ ته پیچکاری شوی وی.
پنځم: دا ناروغی له مور نه د هغی ماشوم ته د امیندوارئ په وخت، د زیږون په وخت او همدارنګه د مور د شیدو له لاری لیږد مومی.
اووم: که د یوه روغ وګړی د بدن داخلی برخو ته له پاکولو پرته داسی یوه آله د ننه شی چی مخکی د ایډز د ناروغ بدن ته د ننه شوی نو روغ وګړی ته هم دا ناروغی لیږد مومی. د بیلګی په ډؤل که د د رحم د لیدلو په موخه یوه آله لمړئ د ایډز د ناروغی رحم ته او وروسته له پاکولو پرته د بلی روغی ښځې رحم ته د ننه شی نو روغه ښځه هم پدی ناروغئ اخته کیږی.
د ایډز نښې نښانی څه شئ دی؟
د یادونی ده چی پدی ناروغئ اخته ناروغ کی نزدی د هر ډؤل روغتیایی ستونزو نښې نښانی منځ ته راتلئ شی ولی یو څه چی له نورو ناروغیو نه ددی ناروغئ توپیر کوی دا ده چی پدی ناروغانو کی یو لړ داسی ناروغئ منځ ته راځی چی په عادی وګړو کی هیڅ منځ ته نشی راتلئ، سربیره پردی داسی سرطانی پېښې پکی لیدل کیږی چی نیغ په نیغه د بدن د کسبی دفاعی سیستم د کمښت سره تړاو لری. مهم ټکئ دا ده چی ښایی پدی ناروغانو کی کلونه کلونه هیڅ ډؤل کومه روغتیایی ستونزه تر سترګو نشی او نه ناروغ پخپله او نه نور وګړی پری پوه شی مګر روغ وګړی ته په همدی مرحله کی هم دا ناروغی لیږدؤلئ شی.
د ایډز څخه د مخنیوی په موخه باید څه وشی؟
الف: تر هرڅه مخکی باید له فحشاء او زنا څخه ځان وساتل شی.
ب: له کلکی اړتیا پرته باید پیچکاری ونشی او که کلکه اړتیا وی نو باید په پاکه ستن وشی.
ج: له کلکی اړتیا پرته باید وګړی ته وینه تیره نشی - که کلکه اړتیا وی نو له تیرولو مخکی باید وینه د دی ناروغئ د ویروس د شتون په موخه معاینه او یواځی هغه وخت وګړی ته تیره شی چی لدی او ټولو هغه ناروغیو پاکه وی چی د وینی د تیریدو له لاری لیږد مومی.
د: په ناروغ د اخته ناروغ بشپړه درملنه شونی نده مګر یو شمیر درمل شته چی په وینه کی د ویروس اندازه ټیټوی او پدی ډؤل یی ښایی روغ وګړی ته د لیږد شونتیا لږ ګړی.
په درنښت.