د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دماشوم د ادبياتو ژبه

رفيع الله نيازی 25.01.2010 15:32

ژبه د پوهولو او راپوهولو يوه داسې وسيله ده ، چې انسانان يې پخپل ټولنيز ژوند او چارو کې يوله بله سره وايي او خپلې ستونزې پرې حلوي. ژبه له تورو، کليماتو او غونډلو( جملو) څخه جوړه وي، خو دغه کليمات او غونډلې ځينې يې داسې وي، چې ټول انسان پرې پوهيږي، يعنې د هرچا له فکر او د پوهې له کچې سره برابرې وي؛ خو ځينې يې بيا داسې وي، چې يواځې د انسانانو يوه ځانګړې ډله پرې پوهېږي. که داسې ووايو چې انسان په ژوندانه کې له څو ډوله ژبو سره مخامخيږي؛ لکه : يوه هغه ژبه ده چې په کور، کلي،پوله او پټي کې د نالوستو خلکو په منځ کې دوده وي؛ بله د کتاب ژبه وي، چې يو شمېر خلک يې په ښوونځي کې زده کوي او دفتري رسمي چارې پرې ترسره کوي؛ بله علمي ژبه وي چې پوهان او عالمان د ژوندانه په بېلابېلوبرخو کې د تر لاسه کړو پوهنو( علومو) په رڼا کې پرې پوهنيز (علمي) کتابونه ليکي؛ بله د رسنيو او مطبوعاتو ژبه وي، چې اخبار او مجلې پرې ليکل کيږي او په راډيو تلويزيون کې کارول کيږي او بله هم ادبي ژبه وي يعنې د هنر ژبه ، چې د هنري ادبياتو ژبه بلل کيږي. د ژبې په اړه له پورتنيو يادونو څخه مو موخه داده ، چې انسانان په خپل ورځني ژوند کې له بېلابېلو ژبو سره مخامخبږي او ناشونې ده چې هر انسان دې د ژبو په دغو ټولو ډولونو وپوهبږي ؛ ځکه چې د ژبو دغه هر ډول خپلې خپلې ځانګړتياوې لري، که يوعادي او نالوستي بزګر ته د هنر او ادبياتو په ژبه څه ووايو ښايي پرې ونه پوهبږي . همدارنګه کله چې انسان دنيا ته راشي نو خوځي راخوځي، خاپوړې کوي، يو نيم قدم اخيستل زده کړي ، ورپسې مات ګوډ الفاظ زده کوي، بيا لومړنۍ خو ډېرې ساده ماشومانه کليمې زده کوي ، چې د همدغو محدودو کليمو په زده کولو سره د ماشومتوب په نړې کې بې تاجه پاچاهي کوي، د ماشومتوب محدود ژوند محدوده ژبه لري، يعنې ماشومان د خپل عمر په هر پړاو کې يواځې څو کليمې زده کولی او ويلی شي او د هرې ورځې په تېرېدو يې په ذهن او دماغ کې د يوې يوې کليمې د ځايېدواو جذبېدو ځای پيدا کيږي، نو دغو ځانګړتياو ته په پام سره د ژبو د پورتنيو يادشوو ډولونو تر څنګ يو ډول يې د ماشومانو د ادبياتو ژبه ده، په دې معنا چې که هر ليکوال او شاعر ماشومانو ته څه ليکي د ماشومانو په ژبه يې بايد وليکي. دلته موږ د ماشوم د ادبياتو د ځانګړې ژبې ځينې ځانګړتياوې په دې ډول رااخلو:
• په دې برخه کې لومړنۍ خبره دا د يادولو وړ ده ، چې د ماشومانو له عمر سره سم بايد هغوی ته ليکنې وشې. په دې معنا، چې که ماشوم دوه کلن وي، د دوه کلنۍ له عمر سره سم، که درې يا څلور کلن وي له همدغه عمرسره سم او که تر دې يې عمر ډېرېږي نو بيا د هغه منګ له غوښتنو او ظرفيت سره سم بايد کوچنيانو ته د ليکنې پر مهال مناسبې کليمې او الفاظ وټاکل شي او بيا ورته څه وليکل شي، داسې نه شي چې يو دوه کلن ماشوم ته څه ليکو، پيل يې له جملو څخه وکړو؛ د ماشوم د عمر دغه برخه يواځې ساده او بسيط کليمات په ډېرۍ خوارۍ يادولی او ادا کولی شي نو بايد د دغه منګ ادبيات هم يواځې يو يا دوه ساده کليمې وي.
• د ماشومتوب ژوند له تجربو څخه دا څرګنده شوې ده، ماشومان چې نوې ژبه زده کوي نو لومړی نومونه او فعلونه بيا ورپسې نور کليمات او غونډلې( جملې ) زده کوي، نو په کار ده ، چې ددغه عمر ماشومانو ته يواځې د نومونو او فعلونو په اډانه کې څه وليکل شي او يوه نيمه کليمه بله هم ورسره اضافه شي.
• د ماشومتوب د لومړۍ يا دويمې دورې کمکيانو ته که شعر ليکو نو ژبه يې بايد له هر ډول تشبيه، استعارې او کنايې نه مبرا وي؛ خو که د درېمې دورې ماشوم ته د شعر په ليکلو کې لږه لږه دغه برخه هم ورګډه شي ، بده به نه وي.
• د کوچنيانو ليکنې او په ځانګړي ډول د لومړۍ او دويمې دورې ماشومانو ليکنې بايد د ژبې د ګرامري ( صرفي او نحوي) قواعدو تابع ونه اوسي، بلکې په هر ډول چې خوندور راځي، ماشومانو ته خوند ورکړي په هماغه ډول بايد وليکل شي. ځکه چې ماشومان د عمر په دغه برخه کې ډېرې ژبنۍ او ګرامري تېروتنې کوي هغوي پرې نه پوهېږې او مراعتولی يې هم نه شي، يواځې د درېيمې دورې ماشومان کولی شي په دغه برخه کې په لږ او ډېر توپير وپوهېږي.
• انسانان په ټوله کې او ماشومان په ځانګړي ډول په نظم او نثر کې اهنګ او موسيقيت خوښوي او دا تجربه ان د څارويو په برخه کې هم، چې له ترنم او موسيقيت څخه خوند اخلي ريښتينې ده. د اهنګ او موسيقيت لرونکي نظم او نثر بله ګټه داده ، چې په ‌ذهن کې تلپاتېږي، د ډېرو پخوانيو زمانو شعر به وي د انسانانو په ذهن کې به پاتې وي؛ خو که يو ساعت وړاندې چاته په روان نثر څو خبرې وکړل شي ښايي څو شېبې وروسته يې په ذهن کې پاتې نه شي، نو په کار ده چې د ماشومانو نثري ادبيات هم په ځانګړي ډول د لومړنۍ او دويمې دورې ماشومانو ته بايد په مسجع نثر وليکل شي او بيا د عمر په ډېرېدو د ليکنې دغه بڼه بدلون ومومي.
• ماشومان هغه کليمې چې په خپلواک ( واويل ) پيل شوې وي يا يې منځ کې خپلواک توري راغلي وي، ترنورو هغو کليمو چې په بېواک ( کانسونينټ ) پيلېږي يا تر خپلواک تورو بېواک هغه ډېر ولري ژر زده کوي، نو د لومړۍ دورې ماشومانو ته ، چې څه ليکل کيږي بايدهڅه وشي چې لومړی هغه کليمې راشي چې په خپلواک پيل شوې وي او ورپسې له بېواکو يا ( کانسونينټ ) لرونکو کليمو سره اشنا شي.
• د لومړې دورې ماشومانو ته چې څه ليکل کيږي بايد ساده بسيط کليمات او الفاظ په کې وکارول شي او د تړښتي ( ترکيبي ) کليمو له راوړلو څخه مخنيوی وشي؛ خو د دويمې دورې ماشومانو ته بايد لږوډېرې تړښتي کليمې هم راوړل شي.
• د هرې سيمې ليکوال بايد دخپلې سيمې د لومړۍ او دويمې دورې کوچنيانوته د هغوی په ګړدود ليکنې وکړي ، ځکه چې يادول او ادا کول يې ورته اسانه وي، خو د درېمې دورې ماشوم ته بايد په معياري ژبه ليکنی وشي، چې له نورو ګړدودونوسره هم اشنا شي.
• لنډه دا چې ماشومانو ته بايد په داسې ژبه ليکنې وشي ، چې هغوی پرې وپوهېږي، خوند ورکړي، زده يې کړي او له نورو ماشومانو سره يې شريک کړي.