د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په پښتو ژبه کې د ماشوم دادبياتو تاريخچه

رفيع الله نيازی 30.12.2009 10:45

پښتانه د ځمکې پرمخ په هغه سيمه کې ميشت دي، چې تل د تاريخ په اوږدو کې د زبرځواکو د بريدونو ، تاړاکونو او تېريو ښکار شوي دي . جګړه هغه ناورين وي ، چې ورسره د يو هېواد، سيمې او خلکو ، اقتصاد ، کلتور ، فرهنګ ، ادب او د ټولنيز ژوندانه نورې برخې يا خو چورلټ له مينځه ځي او که له مينځه ولاړ نه شي، نو له ډېرو ناوړو حالاتو سره مخامخيږي. د زبرځواکو تاړاکونو نه يواځې دا چې د دغې سيمې د خلکو اقتصاد، کلتور، فرهنګ او ټولنيز ژوند ته نه جبرانېدونکي ګوزارونه ورکړل ، ورسره يې پښتو ادب هم له داسې حالاتو سره مخامخ کړ، چی سلګونه کلونه وروسته هم پښتانه څېړونکي په دې نه دي توانيدلي ،چی د هغه مهال د ادبياتو کوم څرک ولګوي. له دغو ناورينونو سره د پښتو ادب ليکلي اثار په شعوري ډول د نيواکګرو پواسطه له مينځه وړل شوي دي. د ژبو د ادبياتو تاريخ په ژبو کې د شته وو نظمي او نثري اثارو له مخې پيليږي. له موږ سره په پښتو ادبياتو کې د ذبات او تاريخي مخينې له مخې د امير کروړ وياړنه ده، چې د پښتو ژبې ډېر زوړ او پخوانى شعر يې بولو ، د سلم هجري کال په خواو شا کې ويل شوی دى، نو د پښتو ژبې د ليکلي ادب تاريخ له همدغه مهاله پيليږي، تر هغې پورې به د پښتو ادب تاريخ پيل له همدغه شعر څخه وي، چې په پښتو ژبه کې تر دې دمخه وختونو اثار پيداشي. د امير کروړ په ويا ړنه کې د ماشومانو د ادبياتو هېڅ ډول څرک نه ليدل کيږي ، له سل هجري کال څخه راپه دېخوا له امير کروړ څخه نيولې په تر تيب سره ابو محمد هاشم ابن زيدا لسرواني ا لهلمندي البستي ، شيخ رضي ، نصر لودي ، بيټ نيکه ، اسماعيل خرښبون ، شيخ اسعد سوري ، شيخ تمين کاکړ ، ښکارندوی غوري، ملکيار، غرشين، تايمني، قطب الدين ، بختيار، شيخ متي، بابا هوتک،شيخ ملکيار هوتک، زمينداوری اکبر، خليل خان نيازی، زرغون خان نورزی، زرغونه کاکړ، رابعه ، دولت محمد کاکړ، شيخ عيسی مشواڼی، شيخ بستان بړېڅ ، علي سرور لودي، مېرمن نېکبخته، شيخ محمد صالح الکوزی، ملکيار غرشين تايمني ، قطب الدين بختيار ، شيخ متي، سليمان ماکو، محمدبن علي البستي، احمد لودي ، شيخ ګټه ، شيخ ملي ، زرغون خان ، کجو خان راڼيزى ، بابړ خان ، شيخ قاسم ، الله يار ، خان جهان لودي ، با يزيد روښان ، ملا الف هوتک ، ارزاني خېشکى ، علي محمد مخلص ، ملا عمر ، ميرزاخان انصاري ، دولت لواڼى ، واصل ، ميرخان ، امير ، ملامست ، اخوند رويزه ، عبدالکريم ، خالق داد ، عبدالحکيم ، مصطفى محمد ، ملا اصغر ، عبدالسلام ، عمر خان ، شېرمحمد ، رحيمداد ، عبدالرحيم ، احمد ، اخون قاسم ، بابوجان ، د پښتو ژبې د نطم او نثر ليکوالا ن دي . د يادو ليکوالو له ډلې څخه ملا الف دى، چې يوه مثنوي يې ماشومانو ته د اخلاقي روزنې په موخه ليکلې ده. دا هم داوسني وخت له هغو ادبياتو څخه چى موږ يې د ماشوم ادبيات بولو ډېر توپير لري ، پوهاند صديق الله رښتين د ملا الف په اړه وايي:" ملا الف هوتک د دوهمې دورې له مشهورو شاعرانو څخه دى ، دى پخپله زمانه کې يو ښه عالم ود کلات په اطرافو کې يې استوګنه کوله ".١
د ملا الف هوتک د شعر هغه بېلګه چې په مثنوي وزن کې وېلې شوې او ماشومانو ته په کې اخلاقي او ديني روزنه ورکړل شوېده .
" راشه واوره اى فرزنده
تاته وايم ارجمنده
ته د پاک نبي پرلارشه
د نبي پر لاره لاړ شه
يو قدم له شرعي زويه
بېرون مه اخله نېک خويه
که بېرون يو قدم کېږدې
د نبي شرعه به پرېږدې
نصيحت کوم وتاته
مه جاروزه بلې خواته
تاته وايم زما ځان يې
لاتر ځان راباندې ګران يې" ٢
د پښتو ادب د اوسني پيل شوي تاريخ له پيل څخه يا له لرغونې دورې څخه نيولې ان د خوشحال بابا تر زمانې پورې د ليکوالواو شاعرانو په نظمي او نثري بېلګو کې د ادبياتو له مخې د پښتون ماشوم برخه ډېره خواره ده ، خواره لا څه ، چې بالکل د ماشوم د ادبياتو په نوم په کې څه نه ترسترګو کيږي. د روښانيانو دوره چې د پښتو ادب په وده او غنا کې يې ستر رول لوبولى يعنې په لرغونې دوره کې يې پښتو ادب ته ډېر څه ورکړي دي ، په خواشينۍ سره چې په همدغه دوره کې هم پښتون ماشوم د ليکوالو او شاعرانو له خيال او فکره ډېر لرې تللی او په دغه برخه کې څه هم نه دي رامنځته شوي .
له ( ١٠٢٢) کال راپه دېخوا د پښتو ادب په نظم او نثر کې د پام وړ بدلون او پرمختک رامنځته کيږي په دغه زمانه کې پښتو ادب د خوشحال خان خټک په څېر ليکوال پيداکوي، چې که ادبي کار يې له پښتو ادب څخه وويستل شي پښتو ادب ته به څه هم ورپاتې نه شي. خوشحال خان خټک نه يواځې دا چې پخپله يې د پښتو ادب ناوې پخپلو پنځول شوو نظمي اونثري اثارو ښکلې کړه، بلکې خپلو اولادونو ته يې هم داسې روزنه ورکړه، چې تر لمسيانو او کړوسيانو پورې يې پښتو ادب ډېر ونازوه. خوشحال خان خټک که څه هم د مشهور انګريز مستشرق ( مېجر راورټي ) په وينا چې (٢٥٠)اثار يې ليکلي دي؛ خو دخوشحال خان د مبارزيي ژوند حالاتو او شرايطو د نوموړي له ډېرو اثارو څخه پښتو ادب بې برخې کړی دی، اوس موږ د خوشحال بابا ، د خوشحال کليات ، دستاره نامه ، هدايه ، سواتنامه ، طب نامه ، فراق نامه ، فضل نامه ، بازنامه ، فالنامه ، اخلاق نامه ، بياض، فرخنامه ، منثوره باز نامه ، عنايه ، ابته ، صحت البدن او زنځيري لرو ، د خوشحال خټک په دغو ټولو کتابونو کې د ماشومانو ادبياتو ته ځانګړی شوی کوم اثر نشته، اما د ده په اشعارو او دستار نامه نومې کتاب کې ځينې ليکنې او بيتونه شته، چې هغه خپلو زامنو او ماشومانو ته په کې اخلاقي او تربيتي نصيحتونه کړي دي، د بېلګې په ډول يې دلته ځينې هغه مثالونه رااخلو ، چې نېغ په نېغه د ماشومانو لپاره يا د ماشومانو په باره کې ويل شوي دي .
د خوشحال بابا دستار نامه نومې کتاب چې په ( ١٠٦٧ هـ ) کال کې يې د هندوستان د رنتمبهور په جېل کې ليکلى دى د ښوونې او روزنې په ډول يې د خپلو تجربو پر بنسټ شل هنره او شل خصلتونه او د کتاب په پاى کې يې د پايلې په ډول اخلاقي روزنه، ښکار او د شعر په اړه معلومات ورکړييدي .
دغه کتاب له پيل څخه تر پای پوری ښوونه ، روزنه، لارښوونه ، زده کړه او تربيه ده. خوشحال بابا د دغه کتاب دولسم هنر يواځې د ماشومانو تربيې ته ځانګړی کړی دی. دى وايي :
" اولاد يا زوى وي يا لور خو چې عورتنه په فرزند ډکه شي ، نور يې تربيت لازم شي ".٣
په همدغه هنر کې بل ځاى وايي :" که هلک عالي فطرت وي تر دوه کاله پورې به سواد خوان شي اول دې قران ولولي ، په قران کې پنج سوره ، ايت الکرسي، الرحمن ، تمامه عمه سپاره دې په ياد کا ، بيا نحو، صرف، بيا فقه ، تفسير ، حديث ، اقوال د مشايخو ، علم طب دا دی ولولي ".٤
خوشحال بابا په دغه هنر کې د ماشوم روزنې ته له هغه مهاله پاملرنه کوي، چې د مور په نس کې وي، دونيا ته راشي، را لوی شي، په دغو ټولو پړاوونو کې يې د هر ډول سړو تودو خيال ساتلو باندې ټينګار کړى دى . خوشحال بابا زوى او لور دواړو ته په ښوونه او رزونه ټينګار کوي، د زده کړې او لوست څخه يې يادونه کوي . د دوو کالو په عمر تر هر څه ړومبى ماشوم ته د قران زده کړه اړينه بولي، بيا د نحوې ، صرف ، فقې ، تفسير ، حديث ، علومو زده کړه ورته اړينه بولي ، نو په دې توګه خوشحال بابا د خپل وخت او زمان مطابق په شعوري ډول د ماشومانو په هکله دغه ډول څرګندوني کړې دي .
د خوشحال بابا په اثارو کې سربېره پر دستار نامې په نورو اثارو کې هم د ماشومانوپه اړه اخلاقي او تر بيتي لار ښوونې شته دلته ترې د بېلګې په ډول څو نمونې رااخلو .
" هغه مور او پلار به خلاص نه وي ل غمه : چې فرزند ځينې زولى بد اخلاق وي ".٥
خوشحال بابا وايي مور او پلار چې د اولاد په روزنه مکلف دي که د خپلو فرزندانو په سمه توګه پالنه او روزنه ونه کړي د بد اخلاقه زوى له کړو وړڅخه به ښه ورځ ونه ويني .
په ټولنه کې د يو ګتور ، فعال او ښه انسان په توګه د اوسېدو په اړه بل ځاى داسې وايي :
" څو چې وزېږي د پلار د ځان بلاشي
په خدمت په تربيت شي ګرفتار
چې تندرست تر اوتازه وي پرې خوښېږي
د زړه نول يې وي لږ شان بيمار
چې د خپل قوت څښتن شي د ماغ واخلي
د ځوانۍ له خياله سم نه ځي په لار
له خو دې نه هسې مست بېخوده لاړ شي
خو يو زه يم چې پيداشومه په دا دار
وقت يې هېڅ د وړوکوالي په يادنه وي
چې به پروت وي په اورني کې خواروزار
توان طاقت د مچ شړل ورڅخه نه و
نصيحت د مور او پلار وي ورنه نار"٦
خوشحال بابا خپل بچى ته د علم او د زده کړې په اړه پخپله يوه رباعي کې داسې ويلي دي :
"چی علم وکړې عزيزه زويه
فهم په علم په عمل بويه :
کمکه ونه بارداره ښه ده
نه پلنه ونه بې باره لويه :
چې نه ادب لري نه علم راى لري
دوپاى ليده شي خوى د چارپاى لري
چې بې ادب وي ادم يې مه ګڼه
نه شو که شکل ادم نماى لري" ٧
که د خوشحال بابا ټول اثار ژور مطالعه شي ښايي د ماشومانو د روزنې او پالنې او هغوى ته د اخلاقي روزنې په اړه پکې ډېرې بېلګې پيداشي، خو دا خبره هم د هېرولو نه ده ، چې په علمي او سيستماتيک ډول او هغه څه چې نن سبا يې موږ د ماشومانو ادبيات بولو په هغه ډول د خوشحال بابا په اثارو کې يې څرک هم نه ليدل کيږي، معنا داچې خوشحال بابا په شعوري توګه د ماشوم د ادب په معنا يعنې هغه څه چې ماشوم يې ولولي ، خوند ورکړي، د ماشوم له ژوند او منګ سره برابر داسې څه وي ، چې د ماشومتوب دنياګۍ ور روښانه او څه ترې زده کړي هېڅ څه هم نه لري.
د خوشحال بابا زمانه کې د ده د کورنۍ او نورو پښتنو ليکوالو او شاعرانو څخه جمال خان ، اشرف خان هجري ، عبدالقادر خان ، صدر خان ،سکندر خان ، ګوهرخان ، بهرام خان ، حليمه خټک ، خواجه محمد بنګښ، محمد ، شيخ قاسم ، نعمت الله هروي ، هيبت خان کاکړ ، شيخ عباس سرواني ، حاجى محمد عارف ، امام الدين ، کاروان خان ، حسين خان افغان ، ابراهيم بېټنى ، مولانا عبدالوهاب ، اخوند چالاک، مولانا نور محمد، مولانا احمد شاه، پيرسباک، محمد يوسف، عبدالله، الله داد، مياداد، مسرى خان، او ځينې نورو په اثارو کې د ماشوم د ادبياتو ترعنوان لاندې څه نه موندل کيږي .
ترخوشحال بابا راوروسته د رحمان بابا په اشعارو کې يواځې د اولاد ، فرزند يا زوی نومونه ياد شوي دي.
تر دغو ليکوالو شاعرانو وروسته عبدالمحيد مومند د پښتو ادب د نازکخيالې شاعرۍ د اسمان ستورى دى. د د ه په اشعارو کې هم يو نيم ځاى د ماشومانو د اخلاقو، روزنې او تربيې په اړه يو څه ويل شوي دي، دى په خپلو اشعارو کې د اولاد د تربيې او روزنې په اړه وايي .
" نازولى زويه نه اخلې ادب
او د سيوري نخل نه نيسي رطب
ونيو مه شه هغه زوى په خواپروې
چې يې نه نيولى درس وي نه مکتب
په غوجل کې باري خر او کچر ښه دى
نه په خونه کې جاهل او بې طلب
چې پيدا شې نو ناګس په قبيله کې
وړاندې وروسته حبطه کاندي نسب
د پسر په نېکو بدو پلار يادېږي
دا خبر دى په جهان کې مجرب
په سواره باندې ګوته شي ايښوده
چې يې اس برابر نه ځي په جلب
په زړه مهر په خوله قهر زوى ته بويه
څه ښه وايي چېرته ډب هلته ادب" ٨
يو هغه څه وي ، چې د ماشوم ادبيات ګڼل کيږي اويو هغه څه وي ، چې د ماشومانو په اړه څه ليکل کيږي، د حميد بابا په اثارو کې هم په خواشينۍ سره ، چې د ماشوم د ادبياتو په مفهوم او معنا هم هېڅ نه ليدل کيږي .
ترحميد ماشوخېل وروسته ان تر (۱۲۹۷) هجري کال پورې چې د پښتو ادب له معاصرې دورې سره سمون خوري په پښتو ژبه کې د نثر او نظم په برخه کې سلګونه ليکوال پيداشوي دي،خو په شعوري توګه يې د ماشومانو د ادبياتو په برخه کې څه نه دي کړي.
د لومړي ځل لپاره په شعوری توګه د ماشوم د ادبياتو په نامه ځانګړي ادبيات په لوېديز کې راوټوکېدل،او بيا د نورې نړې ولسونو هم دغې برخې ته پام شو او په دغه برخه کې ېې د کار په کولو خپلو ماشومانو ته خپل رسالت ادا کړی دی . په افغانستان کې هم د ماشوم د ادبياتو په برخه کې په رسمي توګه، چې کوم څه د لومړي ځل لپاره پيل شوي دي الهام يې له لوېديزۍ نړۍ څخه اخيستل شوی دی، داسې چې د هغه مهال افغاني حکومت ځينې لوړپوړي چارواکي او په ځانګړي ډول محمود طرزي د ځينو نورو هېوادونو په ګډون ترکيې ته هم رسمي سفرونه درلودل ، ترکيه که له يو اړخه يو اسلامي هيواد دی نو له بله اړخه د لوېديزۍ نړۍ نږدې ګاونډۍ ده. هر بدلون او خوځښت چې په لوېديز کې راپيداشوی، په يو نه يو ډول ترې ترکيه اغېرمنه شوې ده ، نو دغه هېواد ته د هغه مهال د افغاني چارواکو ورتګ او له ترکيې سره نږدې اړيکي ساتل پر افغانانو هم اغېزه وکړه هماغه و، چې محمود طرزي له وخت او خپلې زيرکتيا څخه په ګټې اخيستنې د سراج الاخبار جريدې په اډانه کې چې لا د مخه يوه فعاله رسنۍ وه په ( ۱۲۹۷) هجري کا ل کې د ( سراج الاطفال ) په نامه د کوچنيانو لپاره يوه برخه ځانګړې کړه . د ماشومانو دغه د ( سراج الاطفال ) جريده به د سراج الاخبار تر څنګه په هرو پينځلسو ورځو کې يو وار خپرېده، سره له دې چې اوس په افغاني کتابتونونو کې د سراج الاطفال ټولې ګڼې نشته، يواځې په عامه کتابتون کې يې شپږ متفرقې ګڼې شته په دغه جريده کې هم د پښتو ژبې برخه خواره ده او په پښتو ژبه په کې څه نه تر سترګو کيږي. په هر صورت په افغانستان کې د ماشوم د ادبياتو رسمي پيل او په دغه برخه کې په شعوري توګه کار کول له همدغې جرېدې څخه راپيلېږي. تر سراج الاطفال څخه وروسته په کندها رکې د حبيبي صاحب په مشرۍ طلوع افغان او په کابل کې د پښتو ټولنې ( زيري ) جريدو د ماشومانو د ادبياتو په برخه کې ليکنې خپرولې. بيا نو په (۱۳۳۹) هجري کال د انيس ورځپاڼې په اډانه کې ( د وړو انيس ) تر عنوان لاندې په پښتو اودري ژبه د ماشوم د ادبياتو په برخه کې کار کېده، ورپسې د ( کوچنيانو ژغ ) مجلې هم ټولې ليکنې د ماشومانو په اړه او د ماشومانو لپاره وې.
همدغه ډول په لره پښتونخوا کې هم ځينې خپرونې وې، چې دکوچنيانو د ادبياتو په برخه کې يې کار کړی دی، چې له ډلې يې د جهوريت مجلې ( د ماشومانو مجلس ) د رهبر مجلې ( په ماشومانو زيری ) د ګلستان مجلې ( د ماشومانو نړۍ ) د غنچه مجلۍ ( د ماشومانو صفحه ) او د ولس مجلې ( د ماشومانو محفل ) په نومونو صفحې خپرولې، همدا راز په دې لړ کې په دې وروستيوکې له کابل څخه خپرېدونکې په پښتو ژبه يوه بله مجله ګوربت چې اوس نه خپريږي هم( د کمکيانو ګوربت ) په نامه برخه د ماشومانو ادبياتو ته ځانګړې شوې وه. او اوس اوس په کابل کې د مصور خپرندويه ټولنې په نوښت ماشومانو لپاره کتابونه او رسالې چاپيږي او د ماشومانو ادبياتوته ځانګړې شوې د ( مصور ) په نامه يوه مجله هم خپروي اوپه همدغه نامه انټرنيټي وېبپاڼه هم لري . له جريدو او مجلو سره سره هغه مهال يو شمېر نوښتګرو پښتنو ليکوالو يواځې په يوه نيمه ليکنه بسنه ونه کړه، بلکې په دغه برخه کې يې د قدر وړ ګامونه پورته کړل او اثار يې وپنځول.
په پښتو ژبه کې يوشمېر ليکوالو ماشومانولپاره او يو شمېر نورو بيا د کوچنيانوپه باره کې ليکنې کړې دي، دلته مو ږ په ترتيب سره هڅه کړې ده، چې لومړی د هغو ليکوالو نومونه ياد کړو چې د ماشومانو لپاره او يا يې د ماشومانو په اړه کتابونه ليکلي دي ، يعنې په دې برخه کې اثار لري، بيا به د هغو ليکوالو يادونه وکړو چې ماشومانو ته يې کتابونه ژباړلې دي او بيا به هم د هغو ليکوالو يادونه وکړو چې هغوی لا تر دې دمه کوم ځانکړی اثر ماشومانوته نه رامنځته کړی ؛ يايې يوه نيمه کيسه يا شعر ليکلی وي او يا يې ژباړلی وي، ورپسې به د هغو ليکوالو له نومونوسره اشنا شو، چې په ځينو راډيوګانو کې يې ماشومانو ته ښوونيزې او تفريحي خپرونې جوړې کړې دي. د يو شمېر ليکوالو د نومونو او د هغوی د اثارو په اړه مې د ښاغلي اصف بهاندله کتاب ( د کوچنيانو ادبيات ) او د ننګرهار پوهنتون استاذ محمد داود وفا له يوې مقالې څخه ګټه اخيستې ده او د نورو په اړه مې پخپله پلټنه کړې ده.که په دې برخه کی له ماڅخه د کوم ليکوال نوم پاتې وي ما دې وبخښي. په پښتو ژبه کې تر کومه بريده چې ماته معلومه ده، نو دغه ليکوال د ماشومانو په برخه کې د ځانګړو اثا رو د رلودونکي دي : د حافظ محمد ادريس:( خوږې لطيفې، د طورو زړې قيصې،کپرۍ، ناديده) د پروفيسور ولي محمد سيال کاکړ: ( د کوشنيانو ادب، د کوشنيانو ژبه، پښتني فوکلور) د همېش خليل: ( ادم خان او درخانۍ، د نېکۍ بدله، وړې کيسې، مومن خان او شيرينۍ) د پرو فيسور محمد نواز طاير: ( د ماشومانو سندرې او صوتونه ) د استاذ حبيب الله رفيع: ( لاسي نجلۍ، د تمدن سوغات، وو نه وو، تمه ډرامه، د خلکو سندرې او رزينې څانګې ځينې برخې) د محمدعثمان نژند: ( د وړکتوب دنياکۍ ته، په ماشومانو کې د تفوق او لوړتابه حس) د محمد عثمان نژند او غلام حضرت روغمن: ( تنکۍ هيلې،د ماشوم ګلونه ) د اصف بهاند: ( د کوچنيانو ادبيات ) د غلام الرحمان جکړ: ( د ماشومانو ترانې) د حبيب الله زړه سواند: ( زه چې ماشوم وم، سپينه کوتره، د ګلانو نړۍ ) د محمد نواز حقيقت: ( خټين کورونه ، د هيلو غوټۍ، د رڼا لاره، سپينه کوتره) د عبدالکريم پتنګ: ( د ماشومانو سندرې ) د سلطان محمد صابر: ( اوس که ورکوټی يم ځلمی به سمه ) د استاذ محمد اسماعيل يون : ( ساينسي پرمختياوې ) د نورالحبيب نثار: ( د ماشوم نړۍ) د علم ګل سحر: ( ستوري، بې ځايه غرور) د عبدالغفور لېوال : ( د ماشومانو سندرې او غوره بوختياوې ) د اجمل تورمان: ( د ادم خان لالا نکلونه، زړه بېزو) د ډاکټر محمد فريد بزګر: ( اصف دبلا په لومه کې ) د عرب خان عر ب: ( پايلې ) د عبدالحميد مموزي: ( تربيتي کيسې، خوندورې کيسې ) د اينجينير عبدالله هاشم خېل: ( ديني لارښود) د بهادرشاه ظفرکاکاخېل : ( د سروزرو سيند) د عبدالغفار ګرديزي: ( کاشکې زه کوتره وای ) د محمد حفيظ صحرايي: ( د کوچنيانو کتاب ) د فاروق فردا، محمد نوازحقيقت، محمد عثمان نژند او غلام حضرت روغمن ( د لمر ترانې ) د نصرالله خان نصر: ( لنډې قيصې) د شاهين فاروقي: ( ناروغ ماشوم) د ډاکټرې زرغونې زېور: ( دا هلکان ) د نجيبې لېمې: ( له خړکۍ سره کيسۍ ) د غلام حسين بېوس: ( ولسي لوبې ) د محمد رفيع: ( د ماشومانوګل غنچه ) د عبدالرحيم دراني : ( د کوچنيانو روزنه) د نورمحمد لاهو( د غوا دېګی) دسيد عبدالله ولي زي: ( د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود)د عبدالرحمن حبيب زوی : ( نری نری باران دی)، د نعمت الله اندړ: ( اصلي خبره)، د عبدالقيوم مشواڼي: ( انسان په نا اشنا جزيره کې)، د مساپر رييس خېل:دوه بازاري ګاونډيان) .
يو شمېر د خيرښېګڼې موسوو او ادارو هم افغان ماشومانو ته په پښتو ژبه انځوريز کتابونه چاپ کړي دي ، دلته به د ماشومانو د هغو انځوريزو کتابونو نومونه راواخلو، چې تر دې دمه د بي بي سي راډيو تعليمي پروژې خپاره کړي دي: ( که سوله وي، زمری او کليوال، درې غوايان او يو لېوه ، احمد خپل پلار ژغوري، سره چرګه ، په ځنګله کې اور، کوتره او کارغه، سپينږيری او د هغه زامن، سوی ، د صابون کيسه ، غنم لو، خزانه، هلک او ټوپک، پوزی اوبدونکی، طلايي کب، د جانداد کيسه ، خپل هېواد ، نېکمرغي او بد مرغي، زمری او موږک، ميږی او کوتره ، مرغلره، کونډه ښځه او پيشو، لټون، مورنۍ مينه، زمری او غلام، د ذحل کيسه ، کيسۍ، پلرنی کور، پتنګان، وړه مرغۍ، هوښياره نجلۍ. ځينو نورو موسسو هم ماشومان لپار ه کتابونه چاپ کړېدي هغه کتابونه چې ماته معلوم دي دادي :
د پروګرس نشراتي موسسې: ( افسانوي اس ، رسم شوې قصې،کمکی ځناور، هر څوک پخپل دستور ژوند کوي، ) د رادوکا موسسې له خوا: ( پيل، فولادي کوټې، د کوچنيانو دپا ره کيسې، لومړی کتاب، د دانکوسوځېدونکی زړه، د ساعت په باره کې څه معلومات، ) د ښوونې او روزنې وزارت د تاليف او ترجمې رياست له خوا: تنکۍ (هيلې) د محکمه نشرات واشاعت قبايل له اړخه: ( خوند ناکې قصې د ماشومانو لپاره ).
هغه ليکوال چې په پښتو ژبه يې د ماشومانو په باره کې يا ماشومانو ته له نورو ژبو اثار ژباړلي دادي: د استاذ قيام الدين خادم ژباړه: ( د کوچنيانو اخلاقي پالنه ) د نادر جلالي ژباړې:( د پړانګ خورځه، کوچنيان، مېږی او کيهاني پيلوټ، سور چورګوړی، شو کتاغان، غير عادي مسافرت ) د حافظ محمد ادريس ژباړې : ( تعليمي کيسې،اسلامي کيسې ) د ډاکټر محمد فريد بزګز ژباړې: ( خدايه موږ له دې بلا څخه وساتې ، د سند باد پېښې ، د طرابلس زمريان، زمری د مخدره موادو په اړه حقايقو څخه خبر شي،د نشې زهر ) د حبيب الله زړه سواند ژباړه : ( سپينه ډوډۍ ) د اسفنديارخان او رحيم الله نورزي ژباړه: ( دحيواناتو نکلونه ) د احسان ارينزي ژباړه : د مينې افسانه ) د زبير شفيقي ژباړه : ( د پيغمبرانو کيسې ) د فاروق ژباړه : ( لقه موټر ) د عبد السميع حميد ژباړه: ( د وارو لوبې ) د شازيريوال ژباړه: ( رسم شوې کيسې ) د تاج ملي ژباړه: ( زمونږ سترګې او زمونږ غاښونه ) د قاسم يار ژباړه: ( درې خرسه ) د ډاکټرعطاالله زيارمل ژباړه: ( ماشوم روزنه ) د مختاراحمد احسان ژباړه: ( زما سوی ) د ډاکټر ګل محمد نورزي ژباړه : ( لومړی ماهي، يوشکا ) د ډاکټرمصطفی رسولي ژباړه: ( د سپين سرې همرا د خټو کيسې ) د ماري خليل ژباړه: ( سره چورګړې او دوکه بازه ګيدړه ) د صفيه حليم ژباړه: ( د سند باد اووه سفرونه ) د نادر جلالي ژباړې: ( سور چرخول لرونکی چرګوټی، کوچنيان ) د خپلواک ژباړه: ( د ښار مکتبونه او د کلي مکتبونه ) د ډاکټرګل محمد نورزي زباړه: ( لومړی ماهي ) د عبدالروف عاکف ژباړه: ( مچ او ماشی زموږ دښمن ) د ډاکټر عبدالرحمان زماني ژباړه: ( موږ څه وخورو) د عبدلسميع حميد ژباړه: ( د وړو لوبې ) د پروفيسور عبدالرسول امين ژباړه: ( وړوکی ماشوم او کلک خواړه) د همايوم هوتک ژباړه : ( ريښتيني بوټبه ) د پوهنوال لطف الله ساپي ژباړه : ( هوا او اوبه ) د اناهيتا روهي ژباړه : ( اسمان او ځمکه )
او دا هم د هغو ليکوالو نومونه چې ماشومانو ته او د ماشومانو په باره کې يې خورې ورې ليکنې يا ژباړې کړي دي: مولوي صالح محمد کندهاری، پوهاند عبدالحی حبيبي، عبدالروف بېنوا، ګل پاچا الفت، غني خان، علي محمد منګل،سيد محي الدين هاشمي، خوږياڼی، غروال شينواری، ريدي ژواک، ښادمن، رحمان الدين اکبري، شېرخان ولسيار، زرين شاه ظفر کا کا خېل،ميا الهام ، ګل نسيم کا کا خېل، حجاب ګل، مصنف ګل، عبدالرحيم خان، محبت خان، تاج احمد، سردار علي خان، سيد شوکت علي شاه، محمد اعظم ارباب، رفيعه ارشاد، شاهد پروين، نجم الهادي زاخېلی، جاوېد اقبال، بدرالزمان شاه، ظفر اقبال، عطامحمد، عبدالحکيم،ابوالخيرځلاند، عبدالباري اسير، حبيب الرحمان پانيزی. شاهده نسرين، خواجه محمد، حميد وردګ، مهر يه هوتکي، سرورزی، شېوا، نجيب الله ، نورالله لودين ، ګړندی، اجمل روهي، احمد بړېڅی، زمری کليوال، خوشحال روهي، محمد اصف فهيمي، ډاکټر محمد اکبر اکبر، محمد معصوم سهاک، محمد اسماعيل څړه بن ،زرغونه اياز ځاځۍ، احسان ارينزی، فارق فردا، نورمحمد دوست، محمد بصير اميري، محمد ايوب، محمد جان فنا، استاذ اسدالله غضنفر، ډاکټر زيارمل، نازو پسرلۍ، سليمان سليم، عبدالله الهان جمالزی، عصمت الله څاروان، سميع الله خالد سهاک، ارش ننګيال، اجمل تورمان، محمد نبي تدبير، ګل اغا احمدي وردګ،توريالی مالياراو رحيم الله بشارت.
بي بي سي راډيو له (۲۰۱) ميلادي کال راهيسې په پښتو ژبه ماشومانو لپاره ښوونيز ، روزنيز او تفريحي خپرونې لري ، که څه هم يو شمېر نورې سميه ييزې راډيوګانې هم شته، چې د ماشومانو لپاره يو نيم ښوونيز پروګرام لري، خو په دغو ټولو راډيو ګانو کې افغان ماشومانو ته د بي بي سي راډيو خپرونې د څومره والي او څرنګوالي له مخې تر بلې هرې راډيو په لومړي کتار کې ځا ی لري. په دغو راډيو ګانو کې يو شمېر پښتانه ليکوال کوچنيانو ته د ښوونيزو خپرونو په جوړولو بوخت دي ، د ماشومانو د ادبياتو په برخه کې د دغو ليکوالو کارونه د قدر او پام وړ دي نو لازمه ده، چې د دوی نومونه هم د ماشومانو د ادبياتو د ليکوالو په ډله کې وليکل شي. بي بي سي راډيو د ماشومانو لپاره د( زموږ نړۍ زموږ راتلونکې ) په نامه د ښوونيزو خپرونو لړې لري چې د اسرارو پرده، د ژوند کيسې، د بنجاري خورجين، يوه ماڼۍ او زر دريڅې اود څېرو او سيمو په نومونو خپرونې لري ، چې ډېرو ليکوالو د وخت په تېرېدو په دغو خپرونو کې ماشومانو لپاره ښوونيز پروګرامونه ليکلي او جوړ کړيدي، ددغو ليکوالو له ډلې يې يو شمېر اوس په نورو ادارو کې په کار بوخت دي او ځينې يې اوس هم دغلته راډيوي خپرونې جوړوي، چې نومونه يې په دې ډول دي : عبدالمجيد لودين، عبدالنافع همت، اجمل اند، عبدالهادي هادي، انور وفا سمندر، اکرام الدين سروري، محمد ظاهرشمس، خواجه غريب فطري، درمل مکمل، رفيع الله نيازی، محد اصف عمر، ارش ننګيال، ذبيح الله شاکر، عارف لودين، محمد انور اندړ ، عارفه عمر لور، نوشابه اشنا، زرغونه کرګر، عارفه بهارت صابر، ثريا ځاځۍ، ناجيه نجات، فريده نايبي، طوبا ندا ساپۍ، اسما کاکړ او تهمينه الکوزۍ .
اخځليکونه :
١ _ رښتين ، صديق الله ( پوهاند)، د پښتو ادب تاريخ ، پښتو ټولنه ، ۱۳۲۵ کال، ۳۷ مخ .
2 _ رښتين ، صديق الله ، د پښتو ادب تاريخ ، پښتو ټولنه ، ۱۳۲۵ کال، ۳۸ مخ .
3 _ خټک، خوشحال، دستارنامه، پښتو ټولنه، ۱۳۴۵ کال، ۶۵ مخ .
4 _ خټک، خوشحال، دستارنامه، پښتو ټولنه، ۱۳۴۵ کال، ۶۶ـ ۶۷ مخونه .
5 _ بهاند، اصف، د ماشومانو ادبيات ، دولتي مطبعه، ۱۳۶۶ کال، ۱۴ مخ .
6 _ بهاند، اصف، د ماشومانو ادبيات ، دولتي مطبعه، ۱۳۶۶ کال، ۱۴ـ ۱۵ مخونه .
7 _ بهاند، اصف، د ماشومانو ادبيات ، دولتي مطبعه، ۱۳۶۶ کال،‍۱۵ مخ .
8 _ صميم، اصف، د عبدالحميد مومند کليات، دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۳ کال، ۳۵ـ ۳۶ مخونه .