د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دماشوم د ادبياتو عامې ځانګړنې

رفيع الله نيازی 13.01.2010 15:05

• د کوچنيانو ادبيات بايد خپلو ځانګړو مخاطبينو ( ماشومانو ) لپاره وي.
• د کوچنيانو ادبيات بايد د ماشومانو د ماشومانه ، نازکو احساساتو او هېجاناتو استازيتوب
وکړي.
• د ماشومانو ادبيات بايد د ( هلکانو او نجونو) دواړو لپاره وي؛ ځکه چې دواړه خواوې ښوونې او روزنې ته اړتيا لري.
• د کوچنيانو ادبيات بايد د هغوی د فکر او ارواپوهنې په پام کې نيولو سره رامنځته شي.
• بايد د يوې سيمې سياسي، اقتصادي، ټولنيز حالات او پرمختګ په پام کې ونيول شي او بيا
يې ماشومانو ته له غوښتنو سره سمې ليکنې وشي.
• د ماشومانو ادبيات بايد د هغوی له ذوق او شوق سره برابر وي او لوستل يې خوند ورکړي.
• کوچنيانو ته بايد د هغوی د عمر په پام کې نيولو سره برابرې ليکنې وشي؛ ځکه چې د
ماشومتوب د عمر هره دوره خپلې غوښتنې ، د ژبې ډول، د زده کړې او حافطې ځانګړی معيار او کچه لري.
• د ماشومانو ادبيات بايد ساده، سليس، روان، په زړه پورې او د ماشومانو په ژبه وي.
• کوچنيانو ته بايد لومړی د هغوی د چاپېريال د اشنا او پېژندل شوو شيانو په پام کې نيولو سره ليکنې وشي؛ لکه : چرګان، پشيانې، سپيان، مرغۍ، مږکان، غوايان، خره ، ونې ، بوټي، وياله ، ټال، نانځکۍ او نورشيان.
• د ماشومان ادبيات بايد د يوې موخې او اړتيا پر بنسټ رامينځته شي، چې د ماشوم له راتلونکي ژوند سره مرسته وکړي او ماشومان بايد تر ټولو انسانانو مقدم او محترم وګڼل شي؛ ځکه چې دوی نوي له ژوند او انساني ټولنې سره اشنا کيږي بايد د بنسټ ډبره يې پخه کېښوول شي.
• د کمکيانو لپار څه ليکل او څه رامنځته کول ډېر دروند پېټی او مسووليت دی؛ ځکه چې ليکوال په غياب کې د ماشوم استاذ، ملګری، لارښوونکی، او د هغه د ژوند رهبر دی بايد داسې ليکنې ورته وشي، چې د ژوندانه د نېکبختۍ لامل يې وګرځي.
• د ماشوم لپاره که نثرليکل کيږي او که نظم ، بايد لنډ وي؛ ځکه چې اوږده مطالب د هغوی ذهن په سمه توکه نه قبلوي، يادا چې له ياده يې وځی، خوکه لنډ وي هم يې ژر يادوي او له ياده يې هم په اسانۍ سره نه وځی.
• انساني ټولنه هره ورځ په تغير، بدلون او پرمختګ کې ده، ليکوالان بايد د خپلې ټولنې له دغو پرمختګونوسره برابر خپلو ماشومانو ته ليکنې وکړي.
• د ماشومانو ليکنې او ادبيات بايد د جګړو، مرګ، ټوپک، بدبينۍ، نفاق، او د دغو کليماتو د کورنۍ له نورو کليماتو څخه خوندي وي او پر ځای يې بايد د ميني، سولې، وروګلوۍ ، مرستې، اخلاق او نور موضوعات راونغاړي.
• د کمکيانو د ادبياتو موضوعات هم بايد د هغوی له عمر او غوښتنوسره سمون ولري. داسې نه شي چې څلورکلن ماشوم ته داسې څه وليکو ، چې په موضوعي لحاظ د لس کالن يا پېنځه لس کالن ماشوم غوښتنې او اړتياوې وي، په دې معنا چې د هر عمر ماشوم ته د هغه د عمر د ځانګړتياو په پام کې نيولوسره ليکنې او پنځونې وشي.