د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د هريوا يادونه: يونليک:درېيمه برخه

رفيع الله نيازی 28.10.2009 12:58

نن د پنجشنبې ورځ ۱۳۸۸ د زمري مياشتی لومړۍ نېټه ده بيا هم زه او تر نک صيب سره ملګري شو، حسام الدين ، نسيمي صيب او شمشاد عمر په ښار کې نږدې روغتون ته ورغلل، زه او ترنک صيب په ټکسي ګاډي کې کېناستو، د هرات استيناف محکمې ته ولاړو، ترنک صيب د هرات د استيناف محکمې رييس مولوي صديق الله حقيق پېژنده، غوښتل مو له ده سره د ابتدايه او استيناف محکمې په اړه مرکې وکړو، رييس بوخت و د شنبې ورځ لپاره يې موږ ته وخت راکړ، ځينو نورو قاضيانو ته يې معرفي کړو هغوی هم شنبه ورځ راسره وعده وکړه، موږ راووتو د محکمې په انګړ کې مو د بېلابېلو خپرونو په اړه له خلکو سره مرکې وکړې، پنجشنبې ورځ وه رسميات هم مخ په ختمېدو بېرته خپل د استوګنې ځای ته راغلو.
تر دوو بجو پورې مو په هوټل کې ارام وکړ، سها رمو فيصله داسې کړې وه ، چې ماسپخين به د هرات ښار ځينې تاريخي او تفريحی ځايونه هم وينو او که زموږ د خپرونو په اړه مرکې پيدا کېدې هغه به هم ثبتې کړو، يوې سراچې ولا سره مو خبره وکړه، لومړنۍ ليدنه مو د هرات ښار له منارونو څخه وه دغه منارونه ( د هرات مصلې) د هرات ښار په شمال لوېدېز کې د هرات اسلام کلا لوېې لارې ته نږدې ولاړې دي د هرات ښار د ملک دروازې له لارې ، چې ورننوځې کيڼ لاس ته لومړی دبهزاد پارک او د ګوهرشاد بېګم مزار مخې ته راځې ، ډرېور تر ې تېر شوی و، سيده دغو منارونو خواته ورغلو، نو ځکه موږ ونه شو کړای د بهزاد پارک، د ګوهر شاد بېګم او امير علي شېر نوايي مزا رونه له نږدې څخه ووينو. د واټ دوو لورو ته لوړې دنګې دنګې منارې ولاړې دي، ځينې يې کږې شوي هم دي، په دغه منارونو کې پخوانۍ کارېدلې شنې کاشي هم يو نيم ځای ښکاري ، د معمارۍ لوړ فن کې په کې کار شويدی، ددغو منارونو تر منځ لوی او واړه ګاډي تېرېږی، ښايي د وخت په تېرېدو ددغو منارونو دا اوسنۍ خټينه بڼه هم له منځه ولاړه شي ، ويل کېږي ، چې د هرات دغه تاريخي منارونه په هرات کې ان د تيوريانو له واکمنۍ هم پخوا جوړ شوي دي او دغه ځای د تيموريانو د واکمنۍ پلازمېنه وه ، دغلته هغه مهال د ګوهر شاد بېګم مدرسه، د ګوهرشاد بېکم جامع مسجد،د سلطان حسين بايقرا مدرسه، د سلطان حسين خانقا، د اميرشيرعلي نوايي جامع مسجد،دارالحفاظ، دارالشفا، اخلاصيه خانفا او اخلاصيه مسجد ودان وو، چې بياپه (۱۳۰۳) کال دغه سيمه د امير عبدالرحمان خان د واکمنۍ په پېر کې د انګليسانو په اشاره په باروتو والوزول شوه، له دغو ټولو تاريخي ودانيو څخه اوس فقط نهه منارونه او د ګوهر شاد بېګم د مقبرې يوه ګونبده پاتې دي. له هغو منارونو څخه يوه مناره په ۱۳۰۰ بله يې ۱۳۰۷ او يوه بله يې په ۱۳۲۹ لمريز کال پخپله راولوېدلې او د تل لپاره يې بيا چا نښې هم ونه ليدې،او س دغلته يوه مناره د جامع مسجد، يوه د ګوهر شاد بېګم د مدرسې مناره، او څلور نورې منارې د مېرزا باقي د مدرسې پاتې دي. که دغه منارونه له نږدې وليدل شي د افغانستان د جګړو نښې نښانې په کې ليدل کېږي، ټترونه يې په ګوليو سوري سوري دي ، افغان حکومت او د هرات ولايت چارواکي دې ددغو پاتو منارونو په ساتنه کې هڅه او هاند وکړي، ګنې خدای مکړه يوه ورځ به دغه منارونه هم لکه د باميانو بوت دافغانستان د تاريخي اثارو په ډله کې نه وي. ددغه ځای په ليدوډېر خوښ شوم خو د تاريخي بکګرونډ په ناخوالويې زما طبعه خټه شوه.
له دغه ځايه روان شو د مولا جامي څلور لارې په لور، د هرات له منارونو څخه د دوو کيلو مترو په واټن کې د دري ژبې د يوه ځلانده ليکوال او شاعر حضرت مولانا عبدالرحمن جامي ( خدای پاک دې پرې رحمتونه واوروي ) مقبره ده ، دغلته ولاړو، د مولانا جامي له څلور لارې څخه د جنوب په لور د يوه کيلو متر په واټن کې د جامی صيب مقبره او جومات دی ، له همدغه څلور لارې نه نيولې تر زيارت پورې وړوکی ښکلی پارک جوړ دی، د واټ دواړو خواوو ته ناجو ونې کېنول شوي، او د مولانا جامي په احترام د هر يوه سيلاني پام ځانته ګرځوي . دزيارت د وره مخې ته ملنګان ناست وو، موږ ورننوتو، مينځ کې د دوه درې مترو په کچه يوه لاره ده دواړو خواوو ته يې د مړو قبرونه دي ، ښي لاس ته د مولانا صيب قبر دی، مخامخ مسجد دی ، د مولانا صيب د قبر او مسجد ډول او منارونه سره ورته دي د معمارۍ په بخارايی سبک جوړ شوي دي . د مولانا صيب قبر خام و، شاو خوايې ورته سپړلې وې ښايی جوړوه به يې، يوه ونه پرې ولاړه ده ، د قبر سرته په مرمرينه ډبره د مولانا صيب ژوند ليک ليکل شوېدی، د مولانا صيب اصلي نوم عماد الدين و، په نورالدين مشهور و، پلار يې نظام الدين احمد بن شمس الدين محمد دشتي و، په ۸۱۷ هجري کې زېږېدلی او په ۸۹۸ هجري کې وفات شوی دی. د جامي صيب د مقبرې ليدل زما لپاره ډېر مهم و، ځکه موږ چې د کابل پوهنتون په ادبياتو پوهنځي کې د دري ژبې ادب تاريخ لوسته نو هلته مو د مولانا صيب په اړه ډېر څه اورېدلي او لوستلي و . د مولا نا عبدالرحمن جامي صيب له مقبرې څخه د خواجه غلطان ولي مقبرې په لور وخوځېدو، د خواجه غلطان ولي مقبره د هرات ښار لوېديز لور ته د هرات اسلام کلا واټ شما ل ته د هرات ګمرک ته څرمه جوړه ده، د کورونو او کلي منځ کې يو وړوکې زيارت دی، دننه په کې يو کوچنی جومات دی ، او رغړېدلو لپاره په کې نږدې لس په لسو کې يو ميدان دی شګه په کې خوره ده ، خلک په کې رغړي . شيخ يحيی بن عمار سجستاني يې اصلي نو م دی ، او په خواجه غلطان ولي مشهور دی، دهرات خلک داسې وايي ، کله چې شيخ يحيی بن عمار سجستاني د هرات ښار ته راته نو ده وليد ل، چې په هرات کې اوليا او بزرګان دفن دي، نو ده ځانته ددې اجازه ورنکړه ، چې په دغه مقدسه خاوره پښې کېږدي او دغه ښار ته ورننوځي، نو په رغړېدو رغړېدو ښا رته راننوته نو له هماغه مها له دغه عارف په خواجه غلطان ولي مشهور دی.
د هرات په خلکو کې دا خبره هم عامه ده ، چې ددغه زيارت په منځ کې څوک څملي يو ځل ورغړي نو څو ځله ددغه زيارت د کرامت په زور پخپله رغړې، که څه هم زه په دغه ډول خبرو عقيده نه لرم ، پخپله مې هم دا کا ر ونکړ، نسيمي صيب راته وويل: ما هم په دې خبره باور نه کاوه ، خو کله چې يو ځل ورغړېدم ، څو څله پخپله ورغړېدم ، همداسې څو تنو نورو هم نسيمي صيب ته ورته خبره وکړه ، خو له دغو ټولو خبرو سره سره بيا هم زما عقيدې ماته د دغه عمل د تر سره کولو اجازه رانه کړه.
له دغه ځای څخه د هرات ښار د نوي او ډېر ښکلي پارک ( د ملت پارک) په لور روان شو، د ملت پارک د هرات ښا ر شما ل لورته د يوه کوچني غره څنډې ته ددغه ولايت د جهادي والي محمد اسماعيل خان د ولايت په مهال جوړ شوېدی، دا پارک په هرات ښار کې داسې ځای کې جوړ شوي دی لکه په کابل کې چې د خيرخانې او افشار غرونو څنډوته خلکو ودانۍ جوړې کړي دي، او د هراتيانو په وينا، چې په ډېر لږ وخت کې جوړ شوی دی ، ددغه پار ک د صفت لپاره راسره هېڅ الفاظ نشته ، خدای شته په ليدو يې انسان ته له کابلي چارواکو سخته ګيله راشي ، چې په دا اتو کالو کې يې يواځې د نادر خان تپه په ونو شنه نه کړه ، د هرات د ملت پارک ته ورننوتو ، په وره کې مو د ګاډي ننويستو لپاره لس افغانۍ مسوول کس ته ورکړې، موږ سره وخت نه وه، مجبوره وو، دا ټول پارک کې په ګاډي کې وګرځو، د پارک دننه ټول سړکونه پاخه وو، بېشمېره ډول ډول ونې په کې زرغونې دي ، دننه د پارک په لومړنۍ برخه کې د اوبو يو ښکلی حوض جوړ شويدی، چې وړې وړې کښتۍ په کې ګرځي، د همدغه حوض څنګ ته د ( هزارويک شب ) په نامه يو ښکلی رستورانت جوړ دی، چې هرمها ل په کې د مېلمنو ګڼه ګوڼه وي. د ملت پارک لکه غره ته چې خېژی له لاندې نه مخ بره لور جوړ شو ی دی ، هر څومره چې بره ځې خوند او ښکلا يې ډېرېږي، ځای په ځای په کې کېنټينونه جوړدي ، دغه پارک تل له خلکو ډک وي، د جمعې په ورځ خو په کې د ناستې ځای هم نه پيدا کېږي تر ټول په زړه پورې خبره خو دا وه ،چې په ټول پارک کې مو يوکاغذ، پلاستيک يا بل ډول کثافت ونه ليده ، خبره مې له ياده ونه وځي ، چې په ټول هرات ښار کې مو ګنده ځای ونه ليده ، بېځايه د لارو پر سر مو چېرته هم لکه د کابل په څېر ګندګي ونه ليده. له ملت پارک نه د تخت سفر پارک په لور وخوځېدو تخت سفر د هرات ښار شمال په څلورکيلو متري کې د ديواندار غره څنګ ته جوړ شوی دی ، تخت سفر او د ملت پار ک تر منځ دومره واټن نشته دواړه د همدغه يوه کوچني غره په لمنه کې جوړ شوي دي، دا هم ډېر لوی پارک دی، هر ډول زينتي ونې په کې کېنول شويدي ، هر لورته شنه سوري دي ، د هرات پوهنتون هم دغلته نږدې دی. د محصلينو د درس ويلو ډېر ښه ځايونه يې درلودل ، کله چې موږ ورغلو په دغه وخت کې هم د ځينوشنو ونو ډډونو ته محصلينو ډډې وهلې وی او درسونه يې ويل ، دغه پارک په بره سر کې د لمبا لپاره ډېر ښکلی لمبا ځای لري ، ځوانانو په کې لمبل او ډېر خوشاله وو، زما د همکار حسام الدين هم لمبلو ته زړه کېده خو موږ سره دونه وخت نه و، ل ه دغه حوض نه بره يو ښکلی هوټل جوړ دی ميزونه او چوکې په کې ايښي دي، له دغه هوټل نه بره د همدغه کوچني غره په سر کې( د جهاد کور) په نامه يوه ښکلې ماڼۍ جوړه ده ، مو هلته ولانه ړو ، نو هغه مو له نږدې څخه ونه ليده ، د تخت سفر له دغه لوړ ځای نه ټول هرات ښار ان انجيل ، ګذره او ادرسکن ولسوالۍ هم ښکاري دغلته د ماشومانو د ساعتېرې لپاره ښکلې بريښنايي زانګو ګانې ،ټالونه او نور تفريحي وسايل شته ، داسې ويل کېږي ، چې د لومړي ځل لپاره دغه پارک سلطان حسين بايقرا جوړ کړی دی. د تخت سفر له ليدو ورسته د همدغه غره په اوږدو کې مخ په شمال ختيز لوري ته د دري ژبې د يوه بل صوفي شاعر خواجه عبدالله انصاري مقبره ده ، نوموړی په ۳۹۶ هجري کې په هرات کې زېږېدلی او په ۴۸۱ هجري کې وفات شوېدی ، په هماغه لور وخوځېدو، له عمومي واټ څخه شما ل لورته سړک ګرځېدلی او سيده دغه زيارت ته ورغلی دی، د انصاري صيب مزار دغلته د ګاذرګاه په سيمه کې دی ، د دغه کلي د همدغه نوم په اړه بېلابېل نظرونه شته ځينې هراتيان وايی دغه ځای ته ځکه ګاذرګاه وايی چې د خواجه عبدالله انصاري مقبره دلته وه خلک به ورته راتلل ګناهونه به يې تويېدل، نو په همدغه وجه ورته ګازرګاه وايي، بل روايت داسې دې ، چې په ۱۵۰ هجري کال دغلته د مسلمانانو او زردشتيانو ترمنځ جګړه وشوه په دغه خاطر ورته کارزارګاه ويل کېده ، چې د وخت په تېرېدو سره په ګازرګاه بدل شوی دی، د انصاري صيب زيارت ته ورسېدو نه چا رشنبه وه او نه هم جمعه خو د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وه ، خو مېرمنې بيخي ډېرې راغلې وې، د خواجه عبدالله انصاري مزار له څلورو لورو څخه د لوړو لوړو ديوالونو په منځ کې راګېر دی، شاوخوايې ځينې نور قبرونه هم شته له زيارت څخه د باتدې يې د اوبو يو حوض جوړ دی ، خو موږ په کې اوبه ونه وليدې، زيارت ته ورننوتو همدغلته ښي لورته يوه خونه وه ښځې په کې ناستې وې تلاوت يې کاوه ، په درجنو درجنو د خدای تعالی بېکار ه خک يعنې ملنګان ناست دي درې مترۍ تسبېح يې په لاسونو کې وي او د خلکو په جېبونو يې سترګې ښخې کړي وي. چې زيارت ته ورننوتو د ښځو او نرينوو لارې بېلې شوې داسې چې ښځې ښي لورته ولاړې نرينه کيڼ لور ته ، مخامخ دوه مناره لرونکی د محراب په بڼه يو ديوال جوړ دی او مخې ته يې په اوسپنيزو پنجرو کې د خواجه صيب مزار راګېر دی، دعا موورته وکړه ، لږ ساعت دلته ولاړ وو ډيری ښځو او نرينوو د زيارت په پنجرو ځانونه موښل ، چا يې ټوټې پر ځان مږلې، خو ښځو ډېر دغه خرافات کول، چا دزيارت تيږې پر ځان موښلې لنډه دا چې دغه ډول بدعتونه په کې ډېر تر سترګو کېدل، دغلته ډېر بې علمه پګړيو والا شيخان ولاړ و ، چا هم ورته نه ويل ، چې دا کارونه ناروا دي. د خواجه صيب له زيارت نه راووتو دغلته نږدې د هرات د پخواني والي اسماعيل خان د زوی مير ويس صادق مقبره هم ده چې د انصاري صيب له زيارت هم ورته يوه لاره تللې ده ، دا مقبره هم به يو ډېر ښکلي پارک کې له مرمرينو ډبرو څخه جوړه شوېده هلته ولاړو او هغه مو هم له نږدې وليدله . له دغه ځای څخه د هرات ښار د ترقي پارک په لاره د انجيل ولسوالۍ د پول مالان سيمې ته ورغلو، پول مالان د هرات ښار جنوب لور ته د هرات کندهار د لويې لارې ښی لور ته د دوو کيلو مترو په واټن کې دی، دغه پول د هريرود سيند پر سر جوړ دی ، چې انجيل ولسوالۍ د هرات له يوې بلې ولسوالۍ ګزرې سره نښلوي، ډېره سمسوره ځنګلي سيمه ده . هراتيان دسيل او تفريح لپاره ورته ورځي، ځوانان د هريرود سيند په اوبو کې لامبي ډېره رومانتيکه فضا لري، د هرات ښار لورته سيمه يې د ونو ځنګلونه دي او د ګزرې ولسوالۍ لورته يې شړې جبه زارې ځمکې دي . دغه پول شپږ ويشت پايې لري، چې له خښتو او ګچو نه جوړ شوی دی، په تاريخی لحاظ د دغه پول جوړونکی نه دی مالوم، ځينې هراتيان وايی ، چې دغه پول هراتي زردشتيانو جوړ کړی دی. خو ډېری هراتيان او د همدغې سيمې خلک پدې باور دي ،چې دغه پول دوو خويندو وچې بي بی حوره او بي بی نوره نومېدې دوی به سکوی ( خامک ) کاوه او په هغو پيسو يې په اوومه هجري پېړې کې دغه پول جوړ کړې دی. خو د تاريخ په اوږدو کې دغه پول څو ځله بيا بيا جوړ شوی دی. دماذيګر لمونځونه مو همدغلته وکړل، نور نو بېرته د هرات ښار په لور روان شو، کندهار دروازې ته ، چې اوس يې د ( ميدان انقلاب ) په نامه يادوی ، ورسېدو دغلته په يوه څلور لارې کې روسی زريدار ټانګ ولاړ دی او له بوتانو جوړو شوو انسانان له لوري پرې د هرشي ګوزارونه کېږي، د هرات ولايت د ګزرې ولسوالۍ يو تن شپېته کلن سړي غفور خان راته د دغه ځای تاريخي کيسې په اړه داسې وويل:" دا هغه ځای دی ،چې په افغانستان کې د غوايی له کودتا وروسته د حفيظ الله امين د واکمنۍ په پېر کې د هرات ولسوالۍ د پښتون زرغون ولسوالۍ او سېدونکو د وخت د حکومت په وړاندې پاڅون وکړ، له خپلو سيمو څخه راووتل مخ د هرات ښار په لور، په لاره کې ورسره د هرات ولايت د ګزرې ولسوالۍ خلک بيا د انجيل ولسوالۍ خلک او ښار ته په راننوتو سره هراتي ښاريان هم ورسره يو ځای شول، د هرات ښار ټولې دولتي ودانۍ يې ونيولې ، فقط د هرات ښار د امنيې قومنداني، اوولسمه فرقه او د هرات ښار جامع مسجد د حکومتي ځواکونو په واک وو، نږدې و چې هرات ښار سقوط وکړي، بيا د وخت د حکومت له لوري له نورو ولايتونو لکه کندها رڅخه خپل ځواکونه راوستل، د ۱۳۵۷ هجري کال د کب ( حوت ) په څلريشتمه نېټه يې د هرات ښار په هره برخه کې د پاڅون کوونکو خلکو په وړاندې جګړه پيل کړه ، هر څوک چې به له کوره دباندې په مخ ورته ويشته به يې، نږدې څلورويشت زره هراتيان د وخت د کمونيستي واکمنو له لوري په دغه ورځ په شهادت رسېدلي دي ، اوس دغلته هراتيانو د ټانګ پر سر او شاوخوا د انسانانو بوتان جوړ کړي دي ، د چا په لاس کې بېل ، د چا تبر ،د چا لور، د چا ښاخۍ ، د چا تيږه ، د چا لرګي په داسې ډول انځور شوي دي، چې په دغه روسي ټانګ يې بريد کړی دی، ښه مې په ياد دي په هغه ورځ زه پخپله په ښار کې وم ، عامو خلکو په تېږو او بېلونو د دولتي ټانګونو او موټرو ښيښې ورماتولې په دغه ځای کې د ټانګ درېدل او پر سر يې د خلکو ګوزارونه د افغانانو د جهاد د پيل يوه حماسه او خاطره د خلکو په ذهن کې ژوندې ساتلې او هر ليدونکی ته د افغانانو د مړانې او همت خاطرې ور په زړه کوی" .
نور نو ماښام دی لمر پرېوته موږ هم بېرته خپل دمه ځای نظري هوټل ته راغلو ، او په دې توګه په هرات ښار کې زموږ د سفر درېيمه ورځ هم پای ته ورسېده