د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ماشومانو ادبيات

رفيع الله نيازی 20.12.2009 09:26

د ادبياتو اصطلاح په مطلق ډول ، چې نور څه ورسره ونه تړل شي هماغه معنا او مفهوم لري، چې د ادبياتو د تعريف په برخه کې مو ولوستل؛ خو که له دغې کليمې سره نور مختاړي يا روستاړي تړل کيږي بيا نو له ادبياتو سره د يوې بلې موضوع نيږدې معنا ورڅخه اخيستل کيږي؛ لکه : د ارواپوهنې ادبيات . دلته ادبيات دهمدغه علم هغه ځانګړې ژبه او اصطلاحات وي، چې په کې کارول کيږي. همدا رنګه د فلسفې ادبيات او داسې نور .
خو که له ادبياتو سره د ماشومانو کليمه تړل کيږي، دلته موخه يواځې هغه ژبه، اصطلاحات، نثري، نظمي، شفاهي ليکني او پنځونې دي، چې په ماشومانو پورې اړه لري .
که څه هم په پښتو ادب کې د ماشومانو د ادبياتو په اړه هغسې چې ښايي کار نه دی شوی، خو د نړۍ په نورو ژبو کې دکمکيانو د ادبياتو په برخه کې ډېر کار شوی دی. لکه څنګه چې د نړۍ ادبپوهان د ادب او ادبياتو د تعريف په اړوند سره يوه خوله نه دي، په لږ او ډېر توپير سره يې د نوموړې کليمې په اړه خپل نظريات ورکړي دي؛ همدارنګه د ماشومانو د ادبياتو څېړونکي او اديبان هم د ماشومانو د ادبياتو د تعريف په برخه کې سره بېلابېل نظريات لري، دا دى په همدغه اړه د څو نورو پوهانو نظريات را اخلو .
ډاکټر علي اکبر شعاري نژاد، ايرانی ليکوال د ماشومانو ادبيات داسې راپېژني : "د ماشومانو ادبيات د هغو اثارو، کتابونو او مقالو مجموعې ته ويل کيږي، چې د متخصصو ليکوا لانو په مټ د ماشومانو د ازادې مطالعې لپاره ليکل کيږي او د ماشومانو خوښه، ذوق او د ودې کچه په کې په پام کې نيول کيږي ". ١
د اشنايي با ادبيات کودکان کتاب ليکوال د ماشومانو ادبيات داسې تعريفوي:"د ماشومانو ادبيات د هغو ليکنو، ويناوو او سرودونو مجموعې ته ويل کيږي، چې د ټولنې د لويانو له خوا د ماشومانو د ګټې اخستنې لپاره برابرېږي . د موضوع په لحاظ د لويانو او کوچنيانو په ادبياتو کې توپير نشته ، هر هغه څه چې د درس او زده کړې له پروګرام څخه د باندې په هنر مندانه ډول وليکل شي او تنظيم شي د ماشومانو ادبيات ورته ويل کيږي. د لويانو او کوچنيانو د ادبياتو توپير د دوى په اړتياوو او شتونتياوو کې وي ټول هغه اثار، چې د بشري پوهنې په ټولو برخو کې د ماشومانو لپاره ليکل کيږي او خلاقيت په کې وي ، د ماشومانو ادبيات ګڼل کيږي".٢
فرخ صادقي د ماشومانو ادبيات داسې تعريفوي :" ټولې هغه ليکنې چې د ماشومانو د لوستلو لپاره مناسبې وي، پرته له دې، چې د مستقيمې زده کړې موخه په کې نغښتى وي او په ټولنيز، تاريخي، ذوقي او ادبي برخه کې د ماشومانو د معلوماتو کچه لوړه کړي دماشومانو ادبيات ورته وايو ".٣
د پښتو ژبې پياوړی ليکوال پروفيسور سيال کاکړ په خپل اثر د ( کوشنيانوادب ) کې د ماشومانو ادبيات داسې راپېژني: " هر هغه څه ، چې لويانو د کمکيانو په نيت ليکلي، د کوشنيانو په ادب کې راځي".٤
له پورتنيو يادونو څه دا پايله راوځي: ټولې هغه ويناوې او ليکنې چې د ماشومانو له ذوق او عمر سره برابرې وي د دوی معلوماتي پانګه غښتلې کړي د ماشومانو ادبيات يې بللى شو.
د ادبياتو په برخه کې يوه بله د يادونې وړ خبره داده ، چې ادبيات په ټوله کې پردوو اصلونو ولاړ وي: د موضوع نوى والى او ليد لوري او د ليکنې له سبک سره د منځپانګې همغږي؛ خو د ماشومانو په ادبياتو کې پر ياد شوو اصلونو يو بل اصل هم وراضافه کيږي هغه دا چې د کوچنيانو ادبيات د کوچنيانو لپاره ايجاديږي، څرنګه چې د دغو اثارو لوستونکي د فکري او عاطفي رشد په مرحله کې وي د اثر ليکوال دنده لري ، چې د پيغام په رسولو کې له ماشوم سره د هغه د شخصيت په هر اړخيزه وده کې مرسته وکړي .

اخځليکونه:
_ شعاري نژاد، علي اکبر، ادبيات کودکان، انتشارات اطلاعات ، ۲۴ چاپ، ۱۳۸۵ کال، ۶۴ مخ .
2 _ علي پور، منوچهر، اشنايي با ادبيات کودکان، انتشارات فردوسي، ۱۳۷۸ کال، ۱۴ مخ .
3 _ علي پور، منوچهري، اشنايي با ادبيات کودکان، انتشارات فردوسي، ۱۳۷۸ کال، ۱۵ مخ .
4 _ کاکړ، سيال ، د کوشنيان ادب، بولان بک کارپورېشن کوټه، ۱۹۷۹ کال، ۱۲ مخ .