د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اشرف غني د افغان انتخاباتي کمپاين د پيل په اړه د ولسمشر اوباما د بیانیې هرکلی کوي

د اشرف غني ټاکنيز کمپاين 19.06.2009 16:11

کابل، افغانستان (۲۸ جوزا، ۱۳۸۸): ولسمشر اوباما د جوزا د ۲۶ نیټې په خپله بیانیه کې دا څرګنده کړه، چې د امريکا متحده ایالات “د جمهوري رياست يا ولايتي شورا د هيڅ کاندید ملاتړ یا مخالفت نه کوي… د امريکا متحده ایالات یوازي له افغان ولس سره د دوامداره شراکت غوښتونکی دی، نه له کوم ځانګړي افغان رهبر سره. دغه شراکت به په دې تعهد ولاړ وي، چې نوی منتخب ولسمشر او نور چارواکي وکړای شي، چې ټولو افغانانو ته د دولتدارۍ، امنيت، عدالت او اقتصادي موارد مهیا کړي.”

اشرف غني احمدزی او د هغه د کمپاين ټيم په افغانستان کې د ديموکراتيکو ارزښتونو په اساس پر شفافو انتخاباتو د ولسمشر اوباما د تاکید، د يو مشروع دولت د انتخابولو په اړه د هغه د پاملرنې او د راتلونکي په اړه د افغانانو ارادې ته د هغه د درناوي هرکلی کوي.

د حکومت د پروپاګند ماشين په سیستماتیک ډول داسې غلط افواهات خپروي، چې ګنې په واک کې د ښاغلي کرزي د پاتې کیدلو لپاره کومه معامله شوې ده. دغه پروپاګند د خلکو تر منځ داسې شک او ابهام پیدا کړ، چې ګواکې د ولسمشر په ټاکنه کې ددوی رايه هیڅ ارزښت نه لري. د ولسمشر اوباما له بيانيې وروسته اوس افغانانو اطمینان تر لاسه کړ، چې د امريکا متحده ايالات او نوره نړيواله ټولنه متعهد دي، چې دوی د آزادو، شفافو او منصفانه انتخاباتو له لارې د خپل راتلونکي ولسمشر په ټاکنه کې د افغانانو د ارادې درناوی کوي.

موږ ژمن يو، چې د قدرت انتقال د يوې ولسواکې پروسې له لارې وکړو، او باور لرو، چې دغسې يوه پروسه يوازې زموږ پر ستونزو او د هغو په حلونو باندې د يوې ژورې ملي مناظرې له لارې شونې ده. موږ له همدې کبله ولسمشر کرزي ته بلنه ورکوو، چې له موږ سره په بیلابیلو ولایتونو کې د خلکو او رسنیو مخته پر مهمو ملي مسايلو ژوندۍ مناظرې وکړي. که موږ غواړو، چې د خپل ولس ستونزې حل کړو، نو بايد پر دغو ستونزو د مباحثې جرئت ولرو. د ارګ د ديوالونو تر شاه پټیدل به يوازې او يوازې له ملت نه د ولسمشر د لا زیات بیلتون، ليرې والي او جلاتوب سبب شي. راځئ، سیاست داسې راوڅرخوو، چې د ملت د اتحاد وسیله شي، نه د شخړې او بیلتون يوه آله.