کار یانې امنیت -د اشرف غني مطبوعاتي اعلاميه
13.07.2009 16:16مطبوعاتي اعلامیه
د بیړني خپراوي لپاره
۱۳۸۸/۴/۲۱ (بلخ، افغانستان): اشرف غني احمدزي یو ځل بیا پر کرزي غږ وکړ چې د پنځو راتلونکو کلونولپاره خپل اقتصادي پلان خلکو ته تشریح کړي.
“زموږ د امنیت د تامین ځواب آسان دی. اوس چې زموږ هیواد په جګړې کې د ډوبیدو په حال کی دی، د کرزی کورنۍ د اوضاعو نه ګټه اخلی. افغانان د کار کولو حق لري او د کار لپاره پلان، د امنیت لپاره پلان دی. زه د خپلو خلکو سره د یو میلیون کارونو د رامنځ ته کولو ژمنه کوم.خو کرزی ژمنه کوي چې پنځه راتلونکي کلنو به هم د خلکو ژوند همدا شان وساتي.او زه دا نه شم منلې.“
ډاکټر غڼي له محلي شوراګانو او په زرهاوو خلکو سره په پروان، بغلان او بلخ کی ولیدل او د هغوی غوښتني یې واورېدل.