د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کلیوالو په ننګر هار کې هم د ډاکټر اشرف غني څخه ملاتړاعلان کړ

د اشرف غني ټاکنيز کمپاين 13.07.2009 16:32

مطبوعاتي اعلامیه

د بیړني خپراوي لپاره

(۱۳۸۸/۰۴/۲۲،کابل، افغانستان):د ډاکټر اشرف غني څخه ملاتړ د ښارونو څخه کلیو اوبانډو ته ورسید.نن د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالی په سرجل کلي کې شاوخوا ۶۰۰ تنو د ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان کړ.

په دې غونډې کې د مختلفوقومونو مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو برخه اخېسته وه.دوی اوسنی دولت یو ناکام دولت وباله. او زیاته یې کړه چې دولت د خلکو د غوښتنو په پوره کولو کې پاته راغلی دی. او زمونږ خلک نور د نا امنی،لوږي او مرګ ژوبلي څخه ستړي شوي دي. اوس د دې وخت را رسیدلی دی.چې دوی خپل هیواد ته داسي یو مشر وټاکي چې وکولای شي ټول مسوولیتونه ادا او د ملت هر درد ته دوا وي.

هغوی وویل چې دډاکټر غني کاري پلان د کلیو او بانډو د خلکو له درد او رنځ څخه ریښه اخېستې ده. د غونډې یوتن ګډون کوونکي وویل چې د ډاکټر غني د کاري پلان له ویلو وروسته یې دا تصمیم ونیوه چې د ډاکټر اشرف غني ملاتړ وکړي.