د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بلخ د شولګرې خلکو ډاکټر اشرف غني ته د کمپاين ژمنه وکړه

د اشرف غني ټاکنيز کمپاين 29.07.2009 19:42

د بلخ د شولګرې ولسوالۍ يو شمېر كوچيانو استازو او د مزار ښار ځينو هټيوالو، اشرف غني احمدزي ته د كار كولو ژمنې وكړې.

د بلخ ولايت دشولګرې ولسوالۍ يو شمېر كوچي استازو، په شمال زون كې د اشرف غني احمد زي د ټاكنيزو مبارزو د دفتر مرستيال، مجب الرحمان لحاظ سره د يوې ناستې په ترڅ كې، په يادې شوې ولسوالۍ كې د يوې سترې غونډې د جوړولو غوښتنه وكړه. دغو استازو، په ولسوالۍ كې د دفتر د پرانستلو غوښتنه هم وكړه.


 داد محمد احمدزى، چې په يادې شوې ولسوالۍ كې د پنځو كليو (قريه دار) دى، وويل، چې په دغې ولسوالۍ كې داسې سيمې شته، چې هېڅ كمپاين په كې ندى شوى.

 د كوچيانو مشر انجينير عبدالهادي او نورو كوچي استازو، د كمپاين په برخه كې د هر ډول مرستې ژمنه وكړه او زياته يې كړه، چې د هېڅ ډول امتياز غوښتونكي نه دي.

 د دوى په وينا، په نږدې راتلونكې كې به يو زيات شمېر قومي مشران، د زون مركزي دفتر ته راولي.

 لحاظ له راغلو كوچي استازو څخه مننه وكړه او زياته يې كړه، چې مونږ به په شولګرې ولسوالۍ كې ډېر ژر كار پيل كړو.

 نوموړي زياته كړه: (( زمونږ موخه سپېڅلې ده، مونږ نه غواړو، چې رايه په پيسو واخلو))

 د لحاظ په وينا، ډاكټر صيب ته كار كول، د هرچا دنده ده. ځكه، چې هغه يو ريښتينى شخصيت دى.

 له بلې خوا د مزارشريف ښار يو شمېر مطرح هټيوالو، په شمال زون كې د اشرف غني احمدزي د ټاكنيزو مبارزو د دفتر رييس، ذبيح الله احساس سره د كتنې پرمهال، د يو شمېر زياتو هټيوالو د رايې ژمنه وكړه.

 دغه ناسته، چې تېر ماښام د زمري په ۴مه، په ياد شوي دفتر كې ترسره شوه، مستري روح الله په كې د نورو په استازيتوب خبرې وكړې.

 روح الله په پيل كې وويل: (( د ډاكټر صيب اشرف غني احمدزي روښانه سابقې، دې ته مجبور كړم، چې تر دې ځايه راشم))

 ذبيح الله احساس له راغلو هټيوالو څخه مننه وكړه او زياته يې كړه، چې ژبني او قومي تعصبات به پرېږدو او داسې چاته به كار وكړو، چې د افغانستان شته ستونزې حل كړي.

 د احساس په وينا، ډاكټر صيب اشرف غني احمدزى به د افغانستان شته ستونزې په ښه توګه هوارې كړي.

 راغلو هټيوالو، چې ويل ېې په خپل ماركېټ او نورو سيمو كې ډېر رول لري، زياته كړه، چې د ډاكټر صيب اشرف غني احمدزي كمپاين به په رضاكارانه ډول ترسره كوي.

 د يادولو وړ ده، چې په شمال زون كې د اشرف غني احمدزي كمپاين ښه پر مخ روان دى.

 د زون د دفتر له پرانستلو وروسته، هره ورځ يو زيات شمېر مخور مشران او ځوانان راځي او د كار او كمپاين ژمنې كوي.